عبدالرحمن "محمود" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱- يو سړی يوه نحوي عالم ته ورغلی او ورڅخه ويې پوښتل، چي "رجل مات وترک أبيه وأخيه. " عالم ورته وویل، چي داسي ووايه " ترک أباه وأخاه." هغه سړي ورته وویل: " فما لأباه وأخاه " يعني هغه چي ما وويل د هغه او ددې څه فرق دی، نحوي ورته وویل، چي داسي ووايه: " فما لأبيه وأخيه. " هغه سړي ورته وويل، چي هره خبره زه وکړم زما د خبري مخالفت کوې، نحوي ئې پرېښود او ورڅخه ولاړ.
۲- يو سړی يوه نحوي عالم ته راغلی او ورته وئې ویل: " أتوصيني بشيئاً." ايا يو وصيت کول راته غواړې؟ هغه ورته وويل: " أوصيک بتقوی الله، وحذف ألف شيئا. " تقویٰ وکړه او د (شيئا) څخه (الف) حذف کړه.
۳-يو سړی په إعراب کي ډېر خطاء کېدی، قصد ئې وکړ، چي د خپلي خطاء د پټوالي لپاره به متعدد اعرابونه پر کليمې جاري کوي، نو له یوه سړې څخه ئې د هغه د ورور په هکله پوښتنه وکړه: " هل أخاک، أخيک، أخوک، هنا؟ " هغه په جواب کي ورته وويل: " لا، لو، لي".
۴-يوه نحوي یوه سړي ته وویل:" مافعل فلان بحماره؟" هغه ورته وويل " باعِهِ " نحوي ورته وویل: داسي ئې ووايه:" باعَهُ." هغه سړي ورته وویل، چي تا هم بايد داسي ویلي وای: " بحمارُهُ " نحوي ورته وويل، چي (باء) خو و خپل مدخول ته جر ورکوي، هغه ورته وویل، چي ستا (باء) جر ورکوي او زما (باء) به جر نه ورکوي زې هم " باعِهِ." وايم!
۵-يوه سړي و ماهې والا ته وويل " بکم هذه السمکة؟ " هغه ورته وویل: " بدرهمان " هغه سړي وخندل، ماهي والا ورته وويل، چي احمقه مه خانده! ما د سيبويه څخه اوریدلي دي، چي " ثمنها درهمان".
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۲ ګڼه