د ګټي او تاوان ناڅرګند تړون
رانيول او خرڅول ، خپل شى په کرايه ورکول ، د بل څخه يو شى په کرايه اخيستل ، د ځان د پاره نکاح تړل ، باغواني او بزګري نيول ، مضاربت او شراکت کول ټول داسي تړونونه دي چي د ګټي او تاوان حالت يې ناڅرګند دى ، يعني د ګټي اميد هم پکښي کېدلاى سي او د تاوان بېره هم پکښي سته ، نو ځکه د مُمَيِّز کوچني او مَعْتُوهْ دا ډول تړونونه د ولي پر اجازه موقوفه کيږي ، که ولي اجازه ورکړه هغه مخکني تړون ته يې اعتبار ور کول کيږي او که هغه اجازه ور نه کړه ، کړى تړون يې باطل او لغو کيږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات