چي د هغو قصو څخه يوه قصه دا ده:
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عبدالله بن عُمر(رض) چي د عُمر بن الخطاب(رض) زوى دى وايي: ما د تجارت دپاره اوښان رانيول او حِمْى ته مي ور وستل (حِمْى) يوه منطقه وه چي د دولت له طرفه د دې دپاره خاصه سوې وه چي هلته به د بيت المال او د نورو مسلمانانو اوښان د څړ او خوړلو دپاره ګرځېده، دغي منطقې د حکومت له طرفه ساتونکي او پیره داران درلوده.
نو عبدالله بن عُمر(رض) وايي: دغه اوښان مي حِمْی ته ور وستل او کوم وخت چي دغه اوښان چاغ سوه نو مي د خرڅولو دپاره بازار ته راوستل، حضرت عُمر(رض) هم په دغه ورځ بازار ته راغلى، وې ليده چي په ټول بازار کي دغه زما اوښان چاغ دي او نور اوښان ډنګر دي، عُمر(رض) پوښتنه وکړه چي دغه اوښان د چا دي؟ خلکو ويل دا ستا د زوى عبدالله دي، حضرت عُمر(رض) عبدالله ته ور ږغ کړه او ويل: يا عبدَالله بَخِن بَخِن! دا د اميرالمؤمنين اوښان دي؟ عبدالله وايي:
ما ورته و ویل يا دا ستا اوښان نه دي يا امير المؤمنين، ويل دغه اوښان څه شي دي؟ ما ويل: دغه اوښان مي رانيول او حِمْی ته مي و لېږل اوس چي چاغ سوه خرڅوم يې، ټول خلک دغه تجارت کوي ما هم کوم حرام کار نه دى کړى، حضرت عُمر(رض) و ويل هو ! کوم وخت چي دغه اوښان و حِمْی ته ولاړه هلته به د هغه ځای مسئولو خلکو ويل: د امير المؤمنين د زوى اوښان ماړه کړى، د امير المؤمنين د زوى اوښان اوبه کړى، خلکو ستا د اوښانو مراعت ستا په سبب کاوه، او ستا مراعت يې بيا زما په سبب کاوه چي دا د امير المؤمنين زوى دى، نو يا والله يا عبدالله بن عُمر! خپله سرمايه دي واخله، يعني په هر قېمت چي دي اوښان رانيولي دي هغه اندازه پيسه يې ته واخله او نوره ګټه يې د مسلمانانو بيت المال ته ورکه.
يا خالقَ هذه الإنسان! سبحانک!
عبدالله بن عُمر(رض) کوم بد کار نه ؤ کړى، بلکه خپل حلال مال يې په حلال تجارت هغه چي نورو خلکو هم دغه کار کاوه بند کړى ؤ،
سره له دې چي عبدالله بن عُمر(رض) په خپل دين او په خپلو اخلاقو د هري شُبهې څخه ليري ؤ، مګر څرنګه چي دئ د اميرالمؤمنين زوى ؤ، امير المؤمنين د دغسي تجارته څخه چي د ده حق ؤ منعه او محرومه کړى، دا هم په دې سبب چي د غه د عُمر زوى والي دغه موقع نه وي ورته برابره کړې چي د نورو خلکو اوښان نه دي چاغ سوي او د ده اوښان چاغ سوه.
عبدالله بن عُمر(رض) وايي: د جلولاء د فتحه کولو په وخت کي هلته وم نو کومو کسانو ته چي په غنیمتو کی حصه ور رسېدلې وه د هغو څخه مي څه مالونه په څلوېښت زره درهمه رانیول او مدینې منورې ته مي راوړل، دلته مي پلار حضرت عُمر(رض) چي امير المؤمنین ؤ را ته و ویل: که زه و اور ته ور اچول کېدلم او تا ته و ویل سوه چي پلار دي په پیسو سره خلاص کړه آیا ته ما په فِدیه یا پیسو سره خلاصوې؟ عبدالله وايي ما ورته و ویل:
په والله هر شی چي و تا ته تکلیف او آزار در رسوي او زه وکولای سم چي تا د هغه آزاره څخه په مال او پیسو خلاص کړم خامخا به دي خلاص کړم.
نو حضرت عُمر(رض) را ته و ویل: لکه زه چي تا ته د دغو مالو د رانیولو په وخت کي ګورم چي خلک وايي دا عبدالله بن عُمر دی د رسول الله(ص) د اصحابو څخه دی او د امیر المؤمنین هغه ګران زوی دی، نو د دې پر ځای چي دغه مالونه تا ته په ګران قیمت درکړي دا یې خوښه وه چي په ارزانه یې درکړي، او زه د دغو مالو د وېشلو مسئول یم نو زه به تا ته پر دغو مالو دومره ګټه درکړم چي د قریشو هیڅ تاجر به دومره ګټه نه وي کړي، پر یوه درهم یو درهم ګټه درکوم، یعني په سل کي سل، نو یې تُجار را وغوښتل او هغو دغه مالونه په څلور لکه درهمه ځني رانیول، عبدالله بن عُمر(رض) وايي: ما ته یې اتیا زره درهمه راکړه او هغه نوري پیسې یې و سعد بن ابي وقاص(رض) ته چي په عراق کي د اسلامي قواوو قمندان ؤ ور ولېږلې چي بیرته یې پر هغو خلکو تقسیم کړي.
يوه ورځ مدينې منورې ته د ځينو ښارو څخه مالونه راغله، د حضرت عُمر(رض) لور ام المؤمنين حفصه(رض) خپل پلار ته ورغله چي په دغه مال کي یوه حصه واخلي او په ټوکو کي يې پلار ته و ویل: يا امير المؤمنين په دغه مال کي ستا د اقرباوو حصه کومه ده؟ او الله(ج) د اقرباوو سپارښت کړى دى، پلار يې په جديت سره ورته و ویل: اې لوري زما د اقرباوو حق زما په مال کي دى مګر دا د مسلمانانو مال دى ورځه کورته دي ولاړه سه.
تاسي پوهېږى چي امیر المؤمنین د رسول الله(ص) په مدرسه کي تعليم کړى ؤ او هغه(ص) يې ليدلى ؤ چي و خپلي ګراني لور حضرت فاطمة الزهراء(رض) ته هغه وخت څه و ويل چي هغې د یو څه مال غوښتنه ځني وکړه؟ رسول الله(ص) ورته و ویل: يا! يا فاطمه! په مسلمانانو کي داسي کسان سته چي تر تا محتاجه دي او بيا يې و خپلي لور ته څه ور نه کړه او نورو مسلمانانو ته يې ورکړه، عُمر(رض) د دغه رسالت د پاکي چينې زلالي اوبه چښلي وې.
لږ فکر وکى: دا د عُمر(رض) عدل او قضاوت ؤ او پر حلاله نفقه يې حرص ؤ، غوښتل یې چي د ده د کورنۍ نفقه د هري شُبهې څخه پاکه او خلاصه وي او څومره ليري شيانو ته متوجه ؤ، نو خود به پر فارس او روم کاميابه کېدى، مګر موږ او زموږ نفقې... نو ځکه مو هیڅ دعاء نه قبلیږي.
د حضرت عُمر(رض) ښځي د ده سره د مسلمانانو په کارو کي کومک کاوه، يو وخت د مسلمانانو بيت المال ته خوشبويي او عطر راغله، نو يې خپلي ښځي ته و ویل: عام خلک د دغو عطرو څخه فايده نه سي اخستلاى، نو دغه عطر پر ښځو خرڅوه پيسې به يې په بيت المال کي کښېږدم چي عامو او ټولو مسلمانانو ته يې فايده ورسيږي.
نو د حضرت عُمر(رض) ښځي هغه خوشبويه شيان لکه عود، کافور، او بُخور دا به يې په غاښو ماتول، مګر کوم چي عطر وه هغه يې په کوچنيو سيښو يا لوښو کي اچول، نو خود لاس به يې يو څه په و لړل سو او هغه لاس به يې په خپل پوړني او کالو پوري و موږى، حضرت عُمر(رض) چي کور ته راغلى پر خپله ښځه يې خوشبويي حس کړه، ويل: دغه خوشبويي د څه شي ده؟ ښځي يې حال ورته و وايه چي عطر خو مي نه دي اخستي، مګر هغه چي پر لاس مي پاته وه هغه مي په خپلو کالو پوري و مُښل.
حضرت عُمر(رض) و ویل: د مسلمانانو عطر ته اخلې او ځان په خوشبويه کوې؟ يا والله، نو يې د خپلي ښځي پوړنى واخستى په اوبو یې مينځي او بیا یې بويوي، مينځي يې او بويوي يې، تر څو دا يې يقين سو چي اوس نو د هغه ښه بوى هيڅ اثر نه دى پاته او ويل: والله پسله نن ورځي څخه به بيا د مسلمانانو و عطرو ته لاس هم ور نه وړې.
اوس نو د دغه عادل حاکم د تقوْی او پرهېزګارۍ ژوند ته لږ متوجه سى چي د شُبهې د ذراتو څخه يې ځان او خپله کورنۍ څنګه خلاصول، او هیچا ته یې دا اجازه نه ورکول چي د بیت المال په مال کي دي کوچنۍ سهو او خطا ځني پېښه سي، او بیا یې د نن ورځي د هغو کسانو د ژوند سره مقايسه کړى چي ځان د اسلام او وطن، ټولني او افرادو خدمتګار او غمخور بولي، خو په حقيقت کي بېله خپله ځانه او خپلي کورنۍ بل هدف او مقصد نه لري، یواځي دا نه چي د خپلي کورنۍ ورځنی خرڅ او مصرف د بیت المال د مالو څخه اخلي،یا! بلکه په رشوت او خیانت، په غلا او اختلاس، په ظلم او ستم د لمسي او کړوسي غم هم خوري، باغونه او کورونه رانیسي، تجارتي مارکېټونه جوړوي، جایدادونه او تجارتونه ډېروي، یو په بل پسي ودونه کوي، ځینو کسانو خو یې و حجو ته هم ملاتړلې وي او وايي دا یوه موقع ده چي په لاس راغلې ده، بیا به خدای خبر چي دغسي چانس په لاس راځي.
د دغو کسانو آخرت او الْهي مسئولیت هېر دی فقط د پیسو ټولولو غم ور سره وي، خو دوی دا هېره کړې ده چي دغه مال او اولادونه، دغه جایدادونه او تجاتونه چي ده د هغو دپاره د دوږخ اور قبلاوه ټول د ده څخه پاته کیږي، په مالو او جایدادو کي به یې نور خلک مېلې او چړچې کوي، حتّْی هغه ځوانه ښځه چي ده د منصب او حرامو پیسو په قدرت واده ورسره کړی ؤ هغه به هم بل څوک په نکاح کوي، یا خو به هغه ښځه د ده په مال او پیسو خپل ناروا خواهشات او شهوات د نورو خلکو سره د ناوړه تعلقاتو درلودلو په سبب له سره کوي،
خو په الْهي دربار کي به د دغو ټولو خیانتو او حرام خوړلو جواب دﺉ وايي، ځيني کسان به فکر کوي چي د آخرت د جواب ویلو څخه مقصد دا دی لکه په دې دنیا کي چي پوښتني به راڅخه کیږي او زه به یې هغه قسم جوابونه ورته وایم چي زما خوښه وي، خو هیڅکله داسي نه ده په آخرت کي به ستا اندامونه پر تا شاهدي آداء کوي، او جزاء یې هم د دې دنیا پر قسم څو ورځي بنديخانه یا د کاره ګوښه کېدل نه دي، بلکه جزاء یې د دوږخ اور دی، هغه اور چي د بلولو شیان یې هغه چي اور په بلیږي ډبري او انسانان دي.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدین.
www.taleemulislam.net