تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ځینو اصحاب کرامو د نه بیعت کولو سبب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 29, 2020
  0

د ځینو اصحاب کرامو د نه بیعت کولو سبب:

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د رسول الله(ص)  د خلافت شرف د حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په نصيب سو، ټولو مسلمانانو د ابوبکرالصّدِّیق(رض)  سره بيعت وکړى بېله لږو نفرو چي و بيعت ته نه سوه حاضر، چي د هغې جملې څخه يو هم حضرت علي(رض)  ؤ او په دغه باره کي چي حضرت علي(رض)  بيعت نه دى کړى ځينو غرض درلودونکو  کسانو د خيالاتو دپاره د آس ځغلولو ميدان جوړ کړى دى او په دغه باره کي چي يې څه خوښه وي هغه وايي. 
مګر په حقيقت کي د دغه بيعت نه کولو قصه: او بيا بيرته د حضرت علي(رض)  د بيعت کولو واقعه په هغه صحي احاديثو کي چي امام مسلم او نور د احادیثو امامان يې روايتوي موجوده ده. 


امام مسلم (رح) د حضرت عائشې(رض) څخه روايت کوي چي د رسول الله(ص)  لور حضرت فاطمه (رض) د رسول الله(ص)  تر رحلت وروسته و ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ته نفر ور ولېږى چي په هغه مال او جایداد کي چي د رسول الله(ص)  څخه پاته ؤ په هغه کي يې خپله د میراث حصه غوښته. 


دغه مال او جایداد څه شي وه؟ 
دا هغه شیان ؤ چي په مدينه منوره او فدک کي د یهودو د پاته مالو څخه و رسول الله(ص)  ته ور رسېدلى ؤ او بل هم د خيبر پنځمه حصه وه چي هغه هم و رسول الله(ص)  ته ور پاته وه او ده(ص)  تصرف پکښي کاوه، نو حضرت فاطمې (رض) د دغه ميراث څخه خپله حصه غوښته.
مګر ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ورته و ويل: رسول الله(ص)  فرمايلي دي: 


« نَحنُ مَعشَرَالاَنبِيَاء لاَ نُوَرّث، مَا تَرَکنَاهُ صَدَقَه، اِنَّمَا يَأکُلُ آلُ مُحمدٍ مِن هذَا المَالِ»
يعني: موږ انبياء شئ په ميراث نه پرېږدو (ميراث مو نه وېشل کيږي) هر هغه شئ چي زموږ څخه پاته سي هغه صدقه او خيرات دى مګر د محمد(ص)  اهل او اولاده د هغه مال څخه د خوړلو او نور مصرف کوي.


نو هر شئ چي د انبياء(ع)  څخه پاته سي هغه صدقه او خيرات دى، د انبياوو اقرباء يې په ملکيت نه سي اخستلاى، مګر هو، د دغه پاته مال څخه د رسول الله(ص)  کورنۍ خپل مصرف اخستلای سي او اخلي.


نو ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ويل: په والله زه د رسول الله(ص)  و صدقې ته هيڅ تغير نه ورکوم، کوم چي د رسول الله(ص)  په وخت کي وه هغسي به وي، زه هيڅ تغير نه پکښي راولم او نه یې راوستلای سم، خو د هغه مال څخه به پر هغه پخواني ډول ستاسي مصرف در تقسيموم. 


څرنګه چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د دې څخه انکار وکړى چي حضرت فاطمې(رض) ته د هغه پاته مځکو څخه يو شئ په ملکيت ورکړي، ځکه د ده(رض)  سره دغه حديث موجود ؤ چي انبياء نه ميراثيږي او په حديث شريف عمل کول حتمي او ضروري دي، نو حضرت فاطمه(رض) په خپل زړه کي د حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض)  څخه ناراضه غوندي وه او ويل: ما ولي دغه حديث نه دى اورېدلى حال دا چي زه د رسول الله(ص)  لور يم او د هغه(ص)  په کور کي وم، مقصد دا چي دلته يو اختلاف پېښ سو، حضرت فاطمه(رض) د حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض)  څخه خپه او ناراضه غوندي سوه او ابوبکر الصّدِّیق(رض)  يې پرېښاوه.


حضرت فاطمه(رض) د رسول الله(ص)  تر رحلت وروسته شپږ مياشتي ژوندۍ وه، کوم وخت چي دا وفات سوه د دې خاوند حضرت علي(رض)  ښخه کړه او ابوبکر الصّدِّیق(رض)  يې د دې په وفات نه کړى خبر، د جنازې لمونځ حضرت علي(رض)  پر آداء کړى، که څه هم دا د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  وظيفه وه چي د جنازو لمونځ به يې آداء کاوه، خاصتاً هغه جنازه چه يوه درجه به يې هم درلوده. 


تر دغه وخته مسلمانانو دا فکر کاوه چي علي بن ابي طالب(رض)  په دې سبب بيعت نه کوي چي فاطمه(رض) په قهر نه سي ځکه دا د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  څخه خپه وه، مګر کوم وخت چي حضرت فاطمه(رض) وفات سوه خلکو داسي دليل او سبب نه ليدى چي حضرت علي(رض)  دي د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  سره بيعت و نه کړي، نو مسلمانانو پر حضرت علي(رض)  ملامتيا ويل چي ولي بيعت نه کوې؟

 

او نور هغه کسان چي هغو بيا د حضرت علي(رض)  په سبب بيعت نه ؤ کړى هغه طلحه بن عبيد الله او زبير بن العوام(رض)  وه، هغو د حضرت علي(رض)  د موقف او رايي انتظار کاوه او ابوبکر الصّدِّیق(رض)  هم پر خپل خيال پرې ايښي وه، مګر کوم وخت چي حضرت فاطمه(رض) وفات سوه خلکو و علي(رض)  ته مخ ور واړاوه چي اوس خو داسي سبب نسته چي ته دي بيعت و نه کړې او مسلمانان پر دې ټينګ وه چي حضرت علي(رض)  بايد بيعت وکړي، نو حضرت علي(رض)  و ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ته نفر ور ولېږى چي راسه، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  هم ورغلى، کوم وخت چي دوى سره کښېنستل حضرت علي(رض)  پسله حمده او دروده په خبرو شروع وکړه او ويل: يا ابابکر! موږ ته ستا فضيلت را معلوم دى او کوم شئ چي الله(ج)  تا ته درکړى دى په هغه کي رقابت او منافسه نه درسره کوو،

 

يعني ستا د فضيلت څخه انکار نه کوو او نه خلافت درڅخه غواړو، مګر تا په دې کار کي یوازي خپله رأیه وچلول حال دا چي د هغه قرابت په سبب چي موږ يې د رسول الله(ص)  سره لرو موږ د ځان دپاره حق ليدى [اوس د حضرت علي(رض)  دغه خبره دا امکان لري چي مقصد يې خلافت وي يا يې د رسول الله(ص)  ميراث مقصد وي، يعني تا د رسول الله(ص)  د ميراث څخه موږته شئ را نه کړى او موږ وايو چي د رسول الله(ص)  د قرابت په سبب زموږ حق پکښي سته]
ابوبکر الصّدِّیق(رض)  چپ او پټه خوله ناست دى څه نه وايي ترڅو تر سترګو يې اوښکي راتوى سوې او پسله ژړا څخه يې و ويل: د رسول الله(ص)  اقرباء ما ته دومره خوښ دي چي د هغو سره تر خپلو اقرباوو زيات تعلّق او دوستي، صِله او نژدې والی لرم [ يعني تاسي زما تر کورنۍ و ما ته را نژدې ياست]  مګر هغه مسئله چي د دغه مال په سبب زما او ستاسي په منځ کي ده [دلته دا معلومه سوه چي خبره د خلافت نه وه بلکه خبره د مال ده ځکه ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په صراحت سره و ویل] مګر هغه مسئله چي د دغه مال په سبب زما او ستاسي په منځ کي پيدا سوې ده، زه په هغه موضوع کي تر حق نه يم تېر سوى او هغه کار چي رسول الله(ص)  کاوه زه يې کوم  او کړى مي دى، 
دغه مالونه ما د ځان دپاره نه دي اخستي، لکه څرنګه چي رسول الله(ص)  د هغه څخه ستاسي نفقه درکول زه يې هم درکوم، مقصد دا چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  موضوع روښانه کړه چي ما مالونه د ځان دپاره نه دي اخستي او دا چي ستاسي په تصرف کي يې نه درکوم د هغه سبب هغه حديث دى چي ما د رسول الله(ص)  څخه اورېدلى دى او زه د هغه حدیث څخه مخالفت نه سم کولاى . 


حضرت علي(رض)  قانع سو او ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ته يې و ويل: نن زما او ستا د بيعت موعد او وخت دى.
کوم وخت چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د ماپښين لمونځ آداء کړى منبر ته وختى د الله(ج)  حمد او پر رسول الله(ص)  یې درود و وايه، د حضرت علي(رض)  شان او مقام يې و ستايل، د هغه نه بيعت کول او هغه سبب چي حضرت علي(رض)   د نه بيعت کولو دپاره عذر باله بيان کړى او د منبره څخه راکښته سو .


بيا نو حضرت علي(رض)  منبر ته وختى، حمد او درود يې و ويل، د حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض)  درجه او مقام، فضيلت او ښه والى يې بيان کړه او وې ويل: دا چي ما تر اوسه پوري بيعت نه ؤ کړى دا د ابوبکر سره رقابت نه ؤ او نه پر هغه شي انکار ؤ چه په هغه سره الله(ج)  و ده ته فضيلت ور کړى دى، مګر موږ د ځان دپاره يوه حصه بللې وه [يعني په دغه مالو کي موږ حصه غوښته] او هغه حصه ده موږ ته را نه کړه، نو خود موږ په خپلو زړوکي خپه او ناراضه ؤ. 


په دغه حديث شريف کي چي امام مسلم يې روايتوي وايي: مسلمانان د حضرت علي(رض)  په خبرو خوښ سوه او علي(رض)  ته يې و ويل: هو دا صحي ده يعني: دا دي حق دى چي خپه او ناراضه سې. 


کوم وخت چي علي(رض)  بيرته د هغه خپله فکره څخه رجوع وکړه يعني تر خپل خپګان او نه رضائیت تېر سو نو د مسلمانانو په زړو کي يې ځاى ونيوى، ځکه چي دا موضوع په آرامي سره فيصله سوه، کوم وخت چي خبري پاى ته و رسېدې نو علي(رض)  بيعت وکړى، تر ده وروسته طلحه بن عبیدالله او زبير بن العوام(رض)  هم بيعت وکړى، ځيني هغه نور کسان چي هغه هم د بيعت څخه پاته سوي وه هغو هم بيعت وکړى، او ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د ټولو په خوښي او اتفاق سره د رسول الله(ص)  خليفه وګرځېدی.


اوس نو په دغو معلوماتو سره پر هغو کسانو رَد دى چي دوى وايي حضرت علي(رض)  بيعت نه دى کړى، حضرت علي(رض)  بيعت کړى دى او د ځنډ سبب يې هغه د مالو موضوع وه چي موږ درته بيان کړه. 

 
ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء  راشدين


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته