حضرت عايشه رضي الله عنها وايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي په لمانځه کي يوې او بلي خوا ته کتل څنګه دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمايل چي دا د شيطان يو اختلاس دی چي د مسلمان د لمانځه څخه يې حمله کوي. رواه البخاري. يعني دا د مسلمان د لمانځه څخه يوه حمله دی چي شيطان يې ځني کوي.