تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خلکو ته د مسلمان د غيبت کولو اجازه مه ورکوئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 21, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


خلکو ته د مسلمان د غيبت کولو اجازه مه ورکوئ 


وَعَنْ أَنَسٍ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: مَنِ اغْتِيبَ عِنْدَهُ أَخُوهُ الْمُسْلِمُ وَهُوَ يَقْدِرُ عَلَى نَصْرِهِ فَنَصَرَهُ، نَصْرَهُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ. فَإِنْ لَمْ يَنْصُرْهُ وَهُوَ يَقْدِرُ عَلَى نَصْرِهِ أَدْرَكَهُ اللَّهُ بِهِ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ. [مشکاة المصابيح]


ژباړه: د انس رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د هر چا مخ ته چي د ده د مسلمان ورور غيبت وسي او دی د دې توان لري چي د خپل ورور کومک وکړي؛ نو کومک يې وکړي الله پاک به په دنيا او آخرت کي دده کومک وکړي، که يې کومک ونکړ  په داسي حال کي چي کومک يې هم کولای سو نو الله پاک به يې په دنيا او آخرت کي ددې په ګناه باندي ونيسي.


يعني که ستا مخي ته ستا د بل مسلمان ورور غيبت کيدی او تا کولای سوه چي د هغه دفاع وکړې؛ نو که دي دفاع وکړه او غيت کوونکی دي د غيبت کولو څخه منع کړ الله پاک به ستا دفاع او مرسته وکړي او که دي دفاع ونکړه نو لدې کبله به الله پاک په دنيا او آخرت کي عذاب درکړي.
که ستاسي مخ ته د کوم مسلمان ورور غيبت کیږي نو که مو غيبت بندولای سو بايد يې بند کړی او که مو په وسه نه وو بيا نو ددې مجلس څخه ولاړ سئ.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته