سیرت نبوي (۲۵۹برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د بتانو ماتول
وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسي حال کي چي قريش او نور خلک سره را ټول وه پر اوښه سپور سو او خلک يې امر کړه چي د کعبې شريفي څخه ليري سى، خلک ليري سوه او ورته ګوري چي اوس رسول الله صلی الله علیه وسلم څه کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم يواځي پر کعبه شريفه طواف کوي او يوه کوچنۍ لکړه يې په لاس کي ده.
د کعبې شريفي پر شا وخوا درې سوه او شپېته بتان پراته وه چي تر دغه وخته پوري موجود وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم په لوړ آواز د سورة الإسراء (81) نمبر آيات وايي:
وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا ﴿الإسراء: ٨١﴾
دغه آيات شريف وايي او د هغو موجودو بتانو څخه و يوه يوه ته اشاره کوي، د دغه وخت او حال حاضر خلک وايي: د مخه تر دې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه بت لمس کي (يعني: لاس يا لکړه يې ځني ومښلي) فقط چي په لکړه سره به يې اشاره ورته وکړه هغه بت به چپه سو، که به يې و بت ته د شا د طرفه اشاره وکړه هغه بت به پړمخي د مخ پر طرف و لوېدى او که به يې د مخ د طرفه اشاره ورته وکړه بت به پر شا ستوني ستخ غځار سو، فقط د رسول الله صلی الله علیه وسلم په يوه اشاره بېله لمسه څخه بتان چپه کېدل، خلک او قريش ورته ګوري چي د دوى آلهه يا خدايان دغسي يو په بل پسي چپه کيږي او ماتيږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه آيات شريف په تکرار سره وايي:
وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا ﴿الإسراء: ٨١﴾
او د سورة سبأ (49) نمبر آيات شريف هم ور سره وايي:
قُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَمَا يُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا يُعِيدُ ﴿سبإ: ٤٩﴾
رسول الله صلی الله علیه وسلم و يوه يوه بت ته اشاره کوي او هغه لويږي، دا د مشرکانو هغه باطل آلهه يا خدايان وه چي په سوو کلو يې عبادت سوى ؤ او اوس يو په بل پسي لويږي او ماتيږي، حاضرين وايي: عجبه خو دا وه: هر بت چي به غځار سو ټوټه ټوټه به سو، کوچنۍ کوچنۍ ډبري به سو هيڅ ځاى يا هيڅ شئ يې روغ نه پاته کېدى حتّْی لويه ډبره لا نه پکښي پاته کېدل، ښه مثال يې د اوس ناشکن لوښي يا ګلاسونه دي چي مات سي ټک ټک او رېزه رېزه سي، د دغو بتانو هم دغه حال ؤ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول بتان مات کړه بېله هُبله څخه چي هغه يې و آخر ته پرېښاوه، هُـبل هغه تر ټولو لوى بت، د بتانو معظم او د مشرکانو د آلهه یا خدایانو رئيس ؤ، دغه هُـبل ډير لوى بت ؤ چي لوړ په ځنځيرانو تړل سوى ؤ او لاندي بيا پر مځکه په اوسپنه ټينګ او ثابت سوى ؤ چي د ځاى څخه يې حرکت نه کاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورغلى او دغه هُبل يې په سترګو کي واهه او ويل يې:
وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا ﴿الإسراء: ٨١﴾
دلته نو هبل په ښورېدو سو په حرکت کي سو لکه زلزله چي پر کيږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم يې په سترګو کي وهي او آيات شريف وايي، هُبـل ښوري، څرنګه چي پر مځکه په اوسپنه ټينګ سوى ؤ په يوه وار نه سو غځار خو په دغه حرکتو کي لکه يو څوک چي يې ښوروي آخر غځار سو او پر مځکه و لوېدى.
هُبل! څرنګه چي ډير لوى او غټ بت ؤ مات خو سو مګر لوى لوى ډبري سو، داسي نه سو لکه هغه نور چي کوچنۍ کوچنۍ ټوټې به سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب کرام امر کړه چي نور يې هم مات کړی، هغه هم ور ولاړ سوه او هُبل يې ټوټه ټوټه کړی، دغه بت د هغو خلکو په لاسو مات سو چي يو وخت يې د دغه بت عبادت کاوه او الْه یې باله، قريش و خپلو آلهه او خدایانو ته ګوري چي ټوټه ټوټه سوه نو يې اسلام و زړو ته داخل سو ځکه هغه باطل آلهه خو يې ټول تباه او برباد سوه او د هغو بې وسي هم ور معلومه سوه.
د بتانو اوله او شروع هغه وه چي د عمرو بن لُحى په واسطه و جزيرة العرب ته راوړل سوه او دا يې د خير البشر سرورکائنات محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم پر لاس آخر او انتهاء وه، نو د بتانو عبادت چي د عمرو بن لُحى په واسطه سره شروع سوی ؤ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په واسطه په دغه قسم سره پاى ته ورسېدی.
بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم إراده وکړه چي دننه وکعبې شريفي ته ور سي، عثمان بن طلحه رضی الله عنه ته يې نفر ور ولېږى، د عثمان بن طلحه رضی الله عنه قصه مو د مخه درته کړې ده چي د عمرو بن العاص او خالد بن وليد (رضي الله عنه) سره مسلمان سو او د هغو سره يې يو ځاى هجرت وکړی او دکعبې شريفي تصرف او کِلۍ د دغه عثمان رضی الله عنه دکورنيه سره وې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم و دغه عثمان ته نفر ور ولېږى چي يا عثمان! د بني شيبه څخه کلۍ را وړه، بني شيبه د عبدالدار اولاده ده او د دغه عثمان بن طلحه رضی الله عنه کورنۍ او خاندان دى، څرنګه چي د کعبې شريفي کلۍ د دوى سره وې نو د دوى بې اجازې وکعبې شريفي ته څوک نه سواى داخلېدلاى.
عثمان بن طلحه رضی الله عنه ولاړى چي کلۍ را وړي، څرنګه چي کلۍ د ده د مور سُلافه بنت سعد بن سُمیه سره وې نو خپلي مور ته ورغلى او کلۍ يې ځني وغوښتې مور يې ورته و ويل: يا عثمان! ستا هغه قصه نه ده په ياد چي ستا تر مسلمانېدلو د مخه ستا او د محمّد صلی الله علیه وسلم په منځ کي پېښه سوه؟
هغه قصه مي مخ کي بيان کړې ده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هجرت د مخه يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د عثمان بن طلحه څخه وغوښتل چي کعبې شريفي ته مي داخل کړه، څرنګه چي هغه وخت عثمان پر کفر او شرک ؤ نو ويل: والله کعبې ته به نه سې را څخه داخل، رسول الله صلی الله علیه وسلم بيا ورته و ويل: يا عثمان! کعبې ته مي داخل که عثمان ويل: والله هيڅکله به نه سې داخل، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته و ويل: يا عثمان! کعبې ته مي د مخه تردې داخل که چي بيا کلۍ زما په لاس کي وي او و هغه چاته يې ورکم چي زما خوښه وي.
(يعني: کلۍ ستا د لاسه څخه وزي او زما لاس ته راځي) عثمان ويل: والله که دکعبې کلۍ ستا په لاس کي سوې هغه وخت نو زما دپاره د مځکي تر مخ د مځکي نس ښه او بهتر دى. (يعني: هغه وخت نو زما دپاره مرګ تر ژوند ښه دى) خو سبحان الله! دغه ده هغه ورځ راغله مګر عثمان رضی الله عنه مسلمان سوى دى او مور يې دغه قصه ور په ياد کړه، ويل: که زه کلۍ درکړم ته يې محمّد صلی الله علیه وسلم ته ورکوې او هغه درته ويلي وه چي کلۍ د ده صلی الله علیه وسلم لاس ته ورځي او هغه چا ته به يې ورکړي چي د ده خوښه وي، عثمان و ويل:که څه هم داسي وي دا رسول الله دى او خامخا يې بايد د امر اطاعت وسي کلۍ را که، مور يې کلۍ واخستې او په خپلو اغوستو کالو کي يې پټي کړې، ويل: والله نه کلۍ درکوم او نه به يې درکړم، دغه کلۍ ستا! ستا د پلار او بني عبدالدار شرف دى هيڅکله يې نه درکوم، عثمان بن طلحه رضی الله عنه کوښښ کوي چي مور قانع کي وايي: کلۍ را که چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې ور وړم.
هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم په انتظار دى او عثمان وځنډېدى ځکه مور يې نه راضي کيږي چي کلۍ ورکي، دلته نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ابوبکر الصِدِّیق او عمر فاروق رضي الله عنهما پسي ور ولېږل چي ورسى کلۍ را وړى، دوى هم د عثمان رضی الله عنه کورته پسي ورغله حضرت عمر رضی الله عنه په ډير قوت سره دروازه و ټکول او ناري يې کړه:
يا عثمان! کلي دي څه کړه؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم په انتظار دى او ته و ځنډېدې، د عثمان بن طلحه رضی الله عنه مور د ډيري بيري څخه رېږدېدل کلي يې دکالو څخه را وايستل او عثمان رضی الله عنه ته يې ورکړه ويل: چي په زور يې اخلي تر هغه دا ښه ده چي په رضاء يې درکم، عثمان رضی الله عنه کلي واخسته او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې ور وړه، ټول قريش ورته ګوري!
د عبدالدار د اولادې شرف او عزت په دغه کلي کي دى او اوس يې دغه خپل شرف د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس کي کښېښاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم پوهيږي چي د عثمان رضی الله عنه هغه پخوانۍ قصه په ياد ده او هغه قصه په خلکو کي مشهوره هم وه، خير رسول الله صلی الله علیه وسلم د کعبې شریفي دروازه خلاصه کړه وې لیده چي مشرکانو دننه په کعبه شريفه کي بتان رسم کړي دي چي په هغه جمله کي يې د ابراهيم عليه السلام او اسماعيل عليه السلام عکسونه هم رسم کړي وه او پر داسي شکل يې رسم کړي وه چي غشي يا ازلام يې تقسيمول، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: «قَاتَلَهُمُ الله فَعَلُوا بِشَيخِنَا هْذا، واللهِ مَا استَقسَمَ بِالاَزلاَمِ قَط» الله دي دغه رسم کونکي و وژني، زموږ د شيخ سره يې داسي عمل کړى دى، په والله هغو هيڅکله ازلام (غشي) نه دي تقسيم کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په کعبه شريفه کي د کوتري يوه مجسمه وليدل چي د لرګي څخه جوړه سوې وه، هغه مجسمه يې په خپل مبارک لاس سره ماته کړه، نور نو رسول الله صلی الله علیه وسلم کعبې شريفي ته نه ور ننوتى بلکه ځيني اصحاب کرام يې امرکړه چي کعبې شريفي ته ور ننوزي او هغه رسمونه چي په کعبه شريفه کي دي پاک او زايل کړي، هغه پاک کړه سوه بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم کعبې شريفي ته دننه ورغلى خو بيا هم د ابراهيم عليه السلام د رسم يو څه آثار او علامې پاته وې، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه د رسمو پاته علامې په خپل مبارک کالي په خپله د دې دپاره مښلې چي پوره پاکي سي.
اوس چي دننه کعبه شريفه د بتانو د رسمو څخه پوره پاکه سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم ور ننوتى او دروازه يې په ځان پسي وتړل، په دغه وخت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دننه په کعبه شريفه کي بېله بلال او اسامه رضي الله عنهما څخه بل هيڅوک نه وه ور سره، رسول الله صلی الله علیه وسلم دننه په کعبه شريفه کي په دغه مبارک ځاى او مبارک وخت کي دوه رکعاته لمونځ آداءکړی، د لمانځه د آداء کولو په وخت کي يې مخ و هغه دېواله ته ؤ چي پر دروازه مخامخ دى او د دېواله څخه يونيم متر ليري ولاړ ؤ، په هغه وخت کي د کعبې شريفي چت پر شپږو عمودو يا پايو ولاړ ؤ.
(يعني: دننه په کعبه شريفه کي شپږ عموده وه) او رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسي ځاى کي لمونځ آداءکړى چي يو عمود يې و راسته طرف ته ؤ او دوه عموده يې و چپه طرف ته وه او درې عموده يې تر شا وه، د لمانځه تر آداء کولو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم دننه په کعبه شريفه کي شا وخوا وګرځېدى تکبير او تهليل يې و وايه او بيا يې دروازه خلاصه کړه، قريش ټول دباندي په انتظار ولاړ دي چي اوس رسول الله صلی الله علیه وسلم څه کوي او څه به وکړي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم د کعبې شريفي د دروازې پر دوو چارچوبو لاسونه کښېښوول او وې فرمايل:
﴿لا إلْه إلا الله وحده لا شريک له، صدق وعدَه، و نصر عبدَه، و هزم الأحزاب وحدهُ﴾.
يا معشر القريش! الله جل جلاله ستاسي د جاهليت فخرونه او په پلرو سره ځانونه لوى بلل ايسته کړه، ټول انسانان د آدم عليه السلام څخه دي او آدم عليه السلام د خاورو څخه دى او بيا يې د سورة الحُجُرات (13) نمبر آيات تلاوت کړی چي الله جل جلاله فرمايي:
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ ﴿الحجرات: ١٣﴾
يعني: اې خلکو! بېشکه چي موږ! تاسي ټوله د يوه سړي او يوې ښځي څخه پيدا کړي ياست (چي آدم عليه السلام او حواء دي) او موږ تاسي د دې دپاره فرقې او قبيلې ګرځولي ياست چي يو د بله سره و پېژنى، بېشکه چي په نېز د الله جل جلاله معزز او مکرم هغه څوک دى چي په تاسي کي ډير متقي او د ښو اخلاقو خاوند وي.
وروڼو! د نن ورځي د حالاتو او د هغو بېځايه فخرو چي په قوم یا وطن سره فخر کیږي د حقيقت د ښکاره کولو دپاره به د دغه آيات شريف لږ تفسير هم بيان کړم:
نن ورځ چي يو څوک د يو چا غيبت کوي يا يې بد وايي او د نورو خلکو په عيبو پسي ګرځي او بيا د هغو عيبونه بيانوي، د دې ټولو منشأ او اساس کبر او غرور دى، هر هغه انسان چي خپل ځان تر نورو لوړ بولي او نورو ته د حقارت په سترګه ګوري نو دغه کارونه کوي، مګر الله جل جلاله موږ ته دا را وښوول چي يوه انسان لره نه ښايي چي په خپل اصل او نسب، عزت او لويي، مال او دارايي مغروره سي او فخر په وکړي، بلکه انسان بايد پوه سي چي د انسان دپاره اصلي او اساسي عزت او محترم والى په دې کي دى چي ښه عمل او ښه اخلاق ولري او همېشه د الله جل جلاله څخه وبېريږي، په دغو صفاتو سره يو انسان د الله جل جلاله په دربارکي معزز، محترم او مکرم کېدلاى سي، د نسب خو اصلي حقيقت دا دى چي ټول انسانان د آدم او حواء څخه پيدا سوي دي، سيادت او حضرتوالى، صاحبزاده او آخندزاده، عثماني او فاروقي، صديقي او انصاري، هاشمي او قريشي، شيخي او خاني او نور ټول دغسي د تعريف او ستايني الفاظ لکه دُرانئ او فلانئ زى، د ښه علم او ښه عمل، د ښو اخلاقو او ښې معاملې،
د تقوْى او پرهېزګارۍ په مقابل کي هيڅ هم نه دي، دغه خانداني صفتونه او ستايني فقط د دې دپاره دي چي خلک په وپېژندل سي، بېله دغه څخه بل قدر او قېمت نه لري، د انسان اصلي قدر او قېمت په دې کي دى: چي متقي او پرهېزګار، عالم او د پوهي خاوند وي، هـو! هلته داسي کسان سته چي الله جل جلاله په يوه شريفه او معززه کورنۍ کي پيدا کړي وي، دا يو داسي شرف دی چي د الله جل جلاله د طرفه و انسان ته ورکول کیږي، د دې مثال داسي دى لکه ځيني کسان چي الله جل جلاله خوبصورته او ښايسته جوړکړي وي، خو يواځي هغه ښايست د فخر او ناز وړ نه دى او نه د يوه انسان د کمال دپاره دغه ښايست معيار ايښوول کېدلاى سي او نه دغه ښايسته انسان دا حق لري چي د خپل ښايست په سبب دي نورو ته په سپکه سترګه وګوري، هو د دغه نعمت که ښايست دى او که په ښه کورنۍ کي پيدا سوى دى، شکر دي آداء کړي، چي الله جل جلاله دغه نعمت و ده ته بېله د ده د اختياره او تصرفه څخه ورکړى دى، خو د شکر يو اساسي شرط دا دى چي په دغه نعمت سره پر نورو فخر او غرور و نه کړي او دغه نعمت بايد په بد اخلاقيو او بدو خويو سره خراب نه کړي، مقصد دا چي د مجد او شرف، د عزت او فضيلت اصلي معيار نسب نه دی! بلکه علم، تقوْى او پاک ژوند د عزت او فضیلت معیار بلل کیږي او متقي سړئ هيڅکله ونورو انسانانو ته په سپکه سترګه نه ګوري.
(داهم د رسول الله صلی الله علیه وسلم يوه خطبه وه چي په دغه ځاى کي يې و فرمايل)
پسله هغه څخه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دکعبې شريفي څخه را و وتى راغلى په مسجد الحرام کي کښېنستى او د کعبې شريفي کِلي يې په لاس کي ده، عباس بن عبدالمطلب رضی الله عنه ډير ژر ورغلى او ويل: يا رسولَ الله! سِقايه او رفاده او دکعبې شريفي کِلۍ دا ټوله شرف ما ته راکه سِقايه او رِفاده خو د عباس رضی الله عنه په لاس کي وه، که اوس د کعبې شريفي کلۍ هم ورکول سي نو د کعبې شريفي ټول شرف د ده سو، ځکه يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه کلۍ هم وغوښتې، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: عثمان بن طلحه چيري دى؟ عثمان رضی الله عنه حاضر سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: يا عثمان! دغه دي کلۍ دي « اليومُ يومُ بِرٍّ و وفاء ـ اليوم يومُ بِرٍّ ووفاء» واخلى د عبدالدار اولادې! د شيبه اولادې! او تر ابده يې واخلى د قيامت تر ورځي دغه کلۍ ستاسي دي، ستاسي څخه به يې څوک وا نه خلي مګر ظالم، الله جل جلاله تاسي د ده پر بيته امينان کړي ياست کوم شئ چي د دغه بيتې څخه و تاسي ته در رسيږي په ښه طريقه سره يې خورى.
نو ځکه د کعبې شريفي کلۍ تر نن ورځي پوري د بني شيبه څخه دي، دوى دي چي د کعبې شريفي دروازه خلاصوي، بېله اجازې څخه د بني شيبه نه پاچا او نه رئيس او نه بل د عزت خاوند وکعبې شريفي ته ننوتلاى سي، دغه تولْى د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امر سره د دوى ده او که چا ځني واخستل هغه څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شاهدي سره ظالم دى.
مګر کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په کعبه شريفه کي لمونځ آداء کړی او بيا را و وتى، فوراً عبدالله بن عمر بن الخطاب رضی الله عنه وکعبې شريفي ته ور ننوتى او د بلال رضی الله عنه څخه يې پوښتنه وکړه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم پرکوم ځاى لمونځ آداءکړی؟ ځکه عبدالله بن عمر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر متابعت ډير حريص ؤ هرکار چي به رسول الله صلی الله علیه وسلم کاوه يا به يې کړى ؤ عبدالله بن عمر رضی الله عنه د هغه کار د کولو ډير کوښښ کاوه نو فوراً وکعبې شريفي ته ورننوتى او د بلال رضی الله عنه څخه يې پوښتنه وکړه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم پر کوم ځاى لمونځ آداء کړی؟ حضرت بلال رضی الله عنه هَغه ځاى ور وښاوه او عبدالله بن عمر رضی الله عنه پر هغه ځاى لمونځ آداءکړی او وايي: دا مي هېر سوه چي د بلال رضی الله عنه څخه پوښتنه وکم چي رسول الله صلی الله علیه وسلم څو رکعاته لمونځ آداءکړى؟
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net