د نوي عصر مبارزه او د هغه جواب
د دارالعلوم ديوبند په درالحديث کي د مشهور معاصر عالم علامه مولانا ابوالحسن ندوي رحمه الله وينا چي په ١٩٧٢ کي يې طالبانو ته کړې ده دلومړى ځل لپاره ثبت سوې ده بيا په تحريري بڼه تر بيا کتني وروسته نشر سوې ده.
مولانا صاحب تر خطبې ويلو وروسته وويل:
زما عاجز رابطه ددارالعلوم ديوبند سره خورا دډېره وخته ده ، الله جل جلاله لره شکر ادا کوم چي ماته يې توفيق راکړ، چي په دې مدرسه کي واوسېدم د شيخ الاسلام مولانا حسين احمد مدني رحمة الله علیه شاګردي مي وکړه دا زما لپاره ستر وياړ وو چي دده له برکته لوى سعادت را په برخه سو ، زه دلته طالب وم اوس هم طالب يم، ټول عمر مي دطالبانو سره تېر کړى دئ او د الله جل جلاله څخه غواړم چي پاته ژوند هم ددوى سره را په برخه کړي.
څو درسول الله صلی الله علیه وسلم ددې حديث مصداق وګرځم چي انصارو ته يې وفرمايل:
( المحيا محياکم ، والممات مماتکم )
ژباړه : ژوند به مي هم ستاسو سره وي او مرګ به مي هم ستاسو سره وي.
دديوبند دمدرسې دتاسيس اصلي انګېزه څه وه؟
غواړم چي دطالبانو څخه پوښتنه وکړم چي ددې مدرسې دتاسيس اصلي انګېزه څه وه؟ او کومي ځانګړتياوي لري؟ حتما به تاسو بېلابېل جوابونه راکړئ او بېلابېل جوابونه به اماده لرئ.
ممکن داسي راته وواياست چي دامدرسه دعلم لپاره تاسيس سوې ده او اصلي انګېزه يې اخلاص وو، ممکن داسي وواياست چي دبدعتونو سره دمبارزې لپاره تاسيس سوې ده او يا داسي راته وواياست چي دامدرسه دعلم حديث دخدمت لپاره تاسيس سوې ده، داټول جوابونه ديادولو وړ دي. خو داخبره يقيني ده چي په هندوستان کي زيات شمېر مدرسې شتون لري ، ټوله دهمدې اهدافو لپاره پرانستل سوي دي او ټوله په دغه اهدافو کي سره شريکي دي.
په حقيقت کي دديوبند مدرسې ستر هدف ددين حفاظت او داسلامي غيرت ژوندي پاته کېدل دي همدا ددې مدرسې انګېزه او ځانګړتيا ده.
دفرهنګ او تمدن سره مقابله
دديوبند بنسټ ايښودونکو علماوو چي کله دمغولي حکومت شومي ارادې وليدلې چي په ښکاره يې ځان ددې دين ساتونکي بلل او په حقيقت کي ددوى واک دغربيانو ټولو فرهنګونو ته لاره هواره کړې وه بلکي دغربيانو ناروا لارو او بدعتونو پر اسلامي عقايدو او عنعناتو باندي ستر يرغل کړى وو ، دوى غوښته چي داسلام دنامه څخه استفاده وکړي په ظاهره داسلام په نوم خپل واک ثابت پاته کړي او په حقيقت کي يې غوښته چي داسلام دين له منځه يوسي. همدا لامل وو چي دديوبند علماوو په خپل پوره واک سره ددين دساتلو لپاره ، داسلامي فرهنګ او داسلامي علومو دصيانت لپاره ليڅي را ونغښتې ځکه دوى په دې باور وه چي داسلام دين تل پاتى دئ ، هيڅکله فنا نه قبلوي او الهي کتاب ثابت او حق دئ لکه الله جل جلاله چي فرمايي:
لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنْزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ . (سورة فصلت الاية ٤٢)
ژباړه : دقرآن په وړاندي باطل نه دمخ دخوا راځي او نه دشا دخوا راځي، نازل کړل سوى دئ دحکيم او حميد ذات له لوري څخه.
الهي دين کامل او تل پاتى دئ ځکه الله جل جلاله فرمايي:
الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا . (سورة مائدة الاية ٣)
ژباړه : نن ورځ مي ستاسو لپاره دين کامل ، پرتاسو مي خپل نعمت پوره کړ، او زه ستاسو لپاره داسلام په دين سره راضي يم.
همدا لامل وو چي دوى مبارکانو په پوره زور داسلامي فرهنګ او اسلامي علومو دساتني او پراخوني لپاره کار وکړ. په دې لاره کي يې هيڅ ډول کوشش ونه سپماوه. که خداى مه کړه دوى په دې لاره کي دومره کوششونه نه واى کړي نو دومره تاوانونه به مو ليدلي واى چي اوس به په هيڅ طريقه سره نه جبرانېدلاى.
د مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمة الله علیه ستر امتياز
دمولانا محمد قاسم نانوتوي رحمة الله علیه او دده دلوړ رتبه ملګرو ستره انګېزه په دين کي اسلامي غيرت وو . که څه هم مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمة الله علیه په علم کي داجتهاد درجې ته رسېدلى وو، الله جل جلاله ده ته په اسلامي معارف ، الاهيات ، علم کلام ، دقت ، مهارت په لوړه سويه ورکړى وو چي دده کتابونه هر يو تقرير دلپذير او حجة الاسلام ددغه خبري څرګندونه کوي مګر دده ځانګړتيا دا وه چي په ده کي اسلامي غيرت پروت وو. الله جل جلاله ده ته دډک زړه تر څنګ ژور فکر هم ورکړى وو، ده په دې کي غور کاوه چي څنګه به دغربيانو فکري حملې چي ددې خاوري پر مسلمانانو باندي يې کوي ــ پرشا وتمبوي او څنګه به يو وخت دا هيواد ددين لپاره مرکز وټاکي. ټول عمر به يې دا ويل چي زه څنګه دا وزغمم چي دمسلمانانو نوى نسل او نوي بچيان دي دبې دينۍ او الحاد خوراک سي او زموږ دمشرانو ټولي خوارۍ دي بې ځايه ولاړي سي.
بلي ! همدا مسئله وه چي دغه مېړني انسان دغه لويه مدرسه تاسيس کړه ، زما له انده دا به ظلم وي چي څوک وايي چي دا مدرسه يوازي دڅو کتابونو دتدريس ځاى دئ ، که څوک داسي ووايي دغه کس به سبا دخپلو مشرانو په مخ کي شرمنده وي.
حضرت شيخ الهند مولانا محمودالحسن چي کله دا خبره واورېده چي دا مدرسه يوازي ددرس ځاى ناارمه سو ځکه دى په دې آند وو چي دا مدرسه يعني دارالعلوم ديوبند دمدرسې ترمقام لوړ مقام لري، بلکي دا مدرسه داسلام قلعه ده ، دمجاهدينو او داعيانو لپاره تربيت ځاى دئ .
بلي ! ګرانو وروڼو مولانا محمد قاسم رحمة الله علیه اجازه ورنه کړه چي دمسلمانانو دزړه ټوټې او هغه کسان چي په رګونو کي يې دعلماؤ اولياؤ ويني جريان لري هغه دي په پوهنتونو او پوهنځيانو باندي ددين څخه ليري کړل سي.
مولانا صاحب دخپل لوى نيکه حضرت صديق اکبر په ژبه دانګليسانو په وړاندي داسي اواز وکړ: (اينقض الدين و انا حي ) ايا دين ماتيږي او زه ژوندى يم؟ نه ، نه هيڅکله په داسي ونه سي. همدغه جمله دده حال دژبي په حال ويل هغه جمله چي دحضرت صديق اکبر رضي الله عنه په خوله باندي ويل سوې وه او دتاريخ په پاڼو کي وليکل سوه.
رشتيا خبره ده که دحضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه سيرت بيخي تدوين نه سي دده دمعرفت لپاره بس دا يوه جمله هم بس ده او داجمله په حقيقت کي ده ته الهام وو چي پر ژبه يې جاري سوې وه.
بلي ! دديوبند دمدرسې دتاسيس هدف يوازي دصرف ، نحو او داسي نورو علومو تدريس هدف نه وو ځکه داسي مدرسې نوري هم سته لکه الازهر په مصر کي ، القرويين په مراکش کي ، زيتونة په تونس کي او داسي نوري مدرسې چي زياتي وړتياوي هم لري په هندوستان کي سته خو صرف دنوموړي مدرسې هدف کار وو.
نوي زمانه او نوي فتنې
ګرانو طالبانو! اوس نوي فتنې داسي څرګندي سوي دي چي پر موږ باندي يې د هر لوري څخه احاطه کړې ده. هغه پخواني لات ، منات اونور طاغوتيان او جاهلان په نوو جامو کي راڅرګند سوي دي.
ايا دا دشرم خبره نه ده چي مؤمنان چي دسيدنا ابراهيم علیه السلام ځاى ناستي دي هغه ابراهيم علیه السلام چي بت ماتونکى وو او نن يې ځاى ناستي دکمزورى احساس وکړي او دميدان څخه دي وتښتي؟
ددې زمانې لويه فتنه
دطالبانو لپاره داسي تصميم نيول سوى دئ چي دخپل فرهنګ څخه يې ليري کړي که څه هم هغه وخت لا ليري دئ چي د هند مسلمانانو ته دي وويل سي چي تاسو لمونځ پرېږدئ، يا روژه پرېږدئ او يا فلانۍ عقيده پرېږدئ مګر کنايتاً داسي بريښي چي دوى غواړي چي مسلمانان دخپل ځان تابع وګرځوي. دوى په دې تصميم کي دي چي مدرسې تر خپل قابو لاندي راولي او مدرسې په خپل اختيار وچلوي کوم څوک چي يې خوښ وي هغه ور ولېږي.
که څه هم حکومت خو دا نه غواړي چي دمسلمان په نوم دي موږ له منځه يو سي خو دا غواړي چي موږ دخپلو عقيدو څخه لاس واخلو او ددوى په ساز دي ورخصيږوي.
دهمدې خبري پر بنياد باندي دا لوى خطر دئ هرڅوک په پوهيږي عميق فکر وهل نه غواړي بلکي داسي څرګند خطر دئ لکه پردېواله چي ليکلى وي. نن د (علي ګړهـ) په پوهنځۍ کي مداخله وسوه سبا به په ديوبند او ندوة العلماء کي کيږي.
د ننني دولت د تېر دولت سره توپير
اوسنۍ دولت خورا غوړېدلى دئ دپخوانيو دولتونو کار يوازي په قانون ګذارۍ ، ماليه ټولونه ، دنظامي او انتظامي امورو په سمبالښت پوري تړلى وو، دچا په شخصي کار يې سر نه ګرځاوه او نه يې په شخصي مدرسو او شخصي زده کړه کار درلودئ او نه يې دچا په دين او مذهب کار درلودئ، اوسنى حکومت په هر شي کار لري هيڅوک نه پرېږدي چي په يو ډول نه يو ډول يې تر خپل ګورت لاندي راولي.
کېداى سي چي ددغه نوراني څېرو په ليدلو سره چي تاسو په شاوخوا کي دي او دقال الله او قال الرسول په اورېدلو سره چي په دې علمي محفلونو کي ليدل کيږي او اورېدل کيږي ــ خوشاله سئ که تاسو دباندي ووزئ نو هرڅه به ددې برعکس ووينئ، دايقيني خبره ده که تاسو په دباندي کي تغير نه راولئ نو دڅو ورځو وروسته به ځانونه پردي او بېګانه وګڼئ.
کورنى خطر
بد بختانه دمسلمانانو په منځو کي داسي کسان هم سته چي سخت کمزوري دي ، دنامسلمانو خلګو خبري پر خوله باندي راوړي او وايي چي موږ بايد داکثريت تابع سو ، بايد په لباس او فرهنګ کي دنامسلمانو خلګو تابع سو څو موږ ښه وتوانيږو چي دهيواد دزياتو امتيازاتو څخه برخمن سو. دا خلګ نو دهغه مقولې مصداق دي چي وايي: سست مدعي او چالاک شاهد.
خپل ځان جوړ کړئ
ګرانو وروڼو! مخکي تردې چي جامعې ته راسئ لومړى کوشش وکړئ خپل ځانونه ښه اماده کړئ، خپل ضمير او وجدان ښه محکمه کړئ، دتعليم اوتربيې نوې تګ لاره داسي چي خپل ځانونه ياد کړي او خپل ځانونه څنګه خرڅ کړي او څنګه دوى لوړي رتبې ته ورسيږي مګر زموږ شعار داسي دئ:
هر دو عالم قيمت خود گفته اى - نرخ بالا کن که ارزانى هنوز
رشتيا هم نن داسي کسان سته چي دنظر ، ذهن او مطالعې په مټ ښه ليکنه کولاى سي او په داسي نورو تواناييو کي لوړ مقام لري مګر په دوى کي وجدان په بآطن کي نه وي، ښه قلم لري مګر دالله جل جلاله په حضور کي مسؤل وي او دخپل خالق په محضر کي غافل او بې خبره دي.
ونوي رهبرۍ ته اړتيا
الحمدلله نن ورځ زموږ په ټولنه کي ښه پېشوايان او رهبران لري کولاى سي چي په کالبد کي نوى روح پوه کړي، خپل ارزښتونه بيا را نوي کړي او خلګو ته اعتماد او ځواک ور وبخښي.
تاسو چي ددې ځاى څخه ولاړ سئ کېداى سي چي ښه واعظان ، مدرسين او مؤلفين سئ دا ټوله کارونه دي تاسو ته مبارک وي مګر تاسو پوه سئ چي زموږ اصلي نيازمندي دټولني تحول دئ دټولني دتحول پرته ژوند نه سي کېداى نور به پر موږ بآندي ژوند تنګ سي او راتلونکي مسلمانان به دخطر سره مخ سي . خداى مه کړه ددې آيت مصداق ونه ګرځو چي الله جل جلاله فرمايي:
إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ . (سورة توبة الاية ١١٨)
ژباړه : پردوى بآندي پراخه مځکه تنګه سوه او په خپلو ځانو کي هم په تنګ راغلل.
دنيا دوړاندي او ليري څخه لا وپېژنئ، زه عاجز تاسو ته اميدوار يم ، ښه پوهېږم کي چي په دغه زړو جامو او ډنګرو بدنونو کي لوى استعدادونه پټ دي. زه هم دغه بيدو استعدادونو ته خطاب کوم په دې هيله چي راويښ او بيدار سي دجهان دراتلونکي فکر وکړي او په خپل اصلي ارزښت پسي پى ور وړي.
اقبال داختر مياشتي ته ويلي دي او زه تاسو ته وايم:
برخود نظر گشا زتهى دانى مرنج درسىنه تو ماه تمامى نهاده اند
والحمدلله رب العالمين
ماخذ: خپل ځان وپېژنئ
ژباړه: مولوي عبدالهادي حماد