تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ده رسنیوڅو ډوله
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 10, 2021
  0


ده رسنیوڅو ډوله 


تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


کفري رسنۍ:په دې نامه هغه رسنۍ نومولای سو، چي په قصدي او شعوري ډول د اسلامي معتقداتو، احکامو او اخلاقو په خلاف نشرات کوي؛ الحاد، نصرانیت او کفري معتقداتو او افکارو ته په اسلامي ټولنه کي دود او رواج ورکوي.


د فسق رسنۍ: هغو رسنیو ته د فسق رسنۍ ویلای سو، چي اساسي موخه يې د فحشاء او منکر اشاعت ،د کفري عاداتو او خویونو دود او رواج، د ښځو له مخ څخه د حیاء حجاب پورته کول او د نارينه وو او ښځينه وو تر منځ حیواني اختلاط راوستل وي. د فسق ږغ او د ښځو بربنډ عکسونه یې د رسنۍ د جذب، ښکلا او معیاریتوب نه بېلېدونکي اجزاء ګرځولي وي او د ډمتوب او نڅاګرۍ بازار یې ګرم ساتلی وي.


عادي رسنۍ: هغه رسنۍ، چي په صحي، زراعتي، تجارتي او د ژوندانه په بېلابېلو اړخونو کي علمي، معلوماتي،  تنبهي او نوري متنوع ګټوري خپروني نشروي، هغه که څه هم د محتوا له مخي په بېلابېلو نومونو یادېدلای سي، خو دلته یې موږ د عادي رسنیو په نامه یادوو، په دغو کي به موسیقي هم وي، موسیقي ګناه ده خو دا، چي د رسنۍ زیاته برخه یې سمو خپرونو ته اختصاص کړې ده، په همدې اعتبار یې عادي رسنی بولو.


د تحریف رسنۍ:لکه څه ډول، چي  د کافرانو او بې دینه ادارو او اشخاصو لخوا د اسلامي رسنۍ په نامه پر پرانستل سوي رسنۍ باور نه سي کیدلای، دغه ډول  د جاهل او غیر امین پر دیني خپروني هم باور نه سي کېدلای، ځکه اسلامي علمي خپروني که د داسي کسانو لخوا وړاندي کیږي، چي هغوی جاهلان او بې علمه کسان وي دا کسان به یا د اټکل له مخي پر دیني موضوعاتو او مسایلو ږغیزي، چي دا شرعا ممنوع او د تحریف مترادف عمل دی، یا به خپل ذوق او شخصي نظریات د دین په نامه خلکو ته وړاندي کوي، چي دا هم په ښکاره ډول په دین کي تحریف دی.

 

دغه ډول د خپروني وړاندي کونکی که عالم وي خو امین نه وي، د داسي اشخاصو پر دیني خپرونو هم باور نه سي کېدلای، ځکه ډېر ځله دا ډول کسان د خپلو بادارانو د باطل دریځونو، نامشروع غوښتونو او شومو اهدافو لپاره د پیسو په بدل کي په دین کي تحریف کوي، د کفارو او بې دینه ادارو لخوا د اسلام په نامه پرانستل سوي رسنۍ کله هم د تحریف څخه خوندي نه وي، د تحریف د رسنیو خطر د فسق تر رسنیو لا هم ډېر زیات وي. 


ماخذ : تعلیم الاسلام مجله  


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته