تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښه نیت کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 11, 2021
  0

ښه نیت کول

 

رالیږونکي : محمد شفیق فرهادي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دنیت په صورت کي الله (جل جلاله)  ومؤمنانو ته د کیمیاهغه نسخه ورکړې ده چي په هغه سره هر مسلمان په لږ توجه سره خاوري هم سره زرګرځولای شي ، په حدیث کي د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) ارشاد دی چي د ټولو اعمالو تعلق په نیتونو سره دي . 


ځیني کسان د دې مطلب دا فهموي چي په ښه نیت سره غلط کار هم سمېدلای شي او ګناه هم ثواب ګرځېدلای شي دغه خبره يقينا غلطه ده، ګناه حالت کي ګناه ده، په څومره ښه نيت سره چي وشي هغه نه شي جائز کېدلاى، مثلا یو څوک د یو چا د کوره په دې نیت غلا کوي چي کوم مال لاس ته راغی هغه به خيراته ومه نو په دغه نيت سره د غلا کولو ګناه نه معاف کیږي ، خو د حضرت محمد د پورتني ارشاد په هرمطلب دا دي چي:


لومړی : پر هیڅ ښه عمل باندي تر هغه وخته ثواب نه ورکول کیږي تر څو چي په صحیح نیت سره ونه شي ، د مثال په ډول د لمانځه ثواب هغه وخت ورکول کیږي چي هغه د الله (جل جلاله) د رضا لپاره وشي.


 که دریاکارۍ لپاره وشي نو ثواب يې ختم ، بلکي ګناه لا هم لري .


دوهم : مطلب دا دي او دغه اوس بیانول مقصود دی چي څومره کارونه مباح یا جائز دي، د هغوی اصلي حکم دادی چي نه پر هغه باندي ثواب شته نه عذاب ، خو که هغه جایز کار په ښه نیت سره وکړل شي نو هغه عبادت ګرځي او وکوونکي ته ثواب ورکول کیږي مثلا ډوډۍ خوړل له مباح کارونه څخه ده خو که يو څوک ډوډۍ په دې نیت و خوري چي په دې سره زه طاقتور شم نو دغه طاقت د الله (جل جلاله) په اطاعت کي مصرفوم نو دغه ډوډۍ خوړل هم د اجر او ثواب باعث ده او یا په دغه نیت ډوډۍ وخوري چي الله (جل جلاله) زما د نفس پر ماباندي هم حق ټاکلی دی د دې د ادا کولو لپاره ډوډۍ خورم او یا یې په دغه نیت وخوري چي په دې سره خوند او راحت راته حاصل شي نو د زړه د اخلاصه به د الله (جل جلاله) شكر ادا کوم نو په دغو نیتونو سره ډوډۍ خوړلو کي هم ثواب شته.


مقصد دا چي د ژوندانه هيڅ يو مباح کار داسي نشته چي هغه په ښه نيت کولو سره عبادت او د ثواب وړ ونه ګرځول شي مثلا د ښه نیت څو مثالونه چي ورڅخه موږ د ورځني کارونو د ثواب وړ جوړولای شو، په لاندي ډول دي : 


روزي ګټل، هغه که د سوداګرۍ په شکل کي وي یا د ملازمت په صورت کي یا د کښت او صنعت په صورت کي په دې کي که انسان دانيت وکړي چي الله (جل جلاله) زما په ذمه چي زما د نفس او زما د کوروالاؤ حقوق مقرر کړي دي .


 دغه خواري له دې امله کاږم چي هغه حقوق په ښه طریقه ادا کړم نو د حلال رزق دغه ټوله معامله عبادت او ثواب ګرځي بیا که په دې کي دغه نیت هم وکړي چي خپله ګټه د ځان او د کوروالاوو پر ضروریاتو د خرڅولو وروسته چي څه پاته کیږي د هغه څخه د غریبانو کومک او په نورو نیکو کارونو کي مصرفوم نو په دغه نیت نور هم ثواب ورکول کیږي.


که یو سړی اوس تعليم حاصلوي او هغه دغه نیت وکړي چي زه د دغه علم په ذریعه د خلکو خدمت کوم، مثلا یو څوک دیني علم حاصلوي نو مخلوق ته د دین رسولو نیت وکړي د طب پوهنتون طالب دی نو دغه نیت وکړي چي د ډاکټرۍ په ذریعه د ناروغانو خدمت به کوم، د انجینری طالب دی نو دغه نيت وکړي چي زه په دې فن سره د وطن او قوم خدمت کوم ، یو بل کمال زده کوي نو په دې مقصد سره يې زده کړي چي کوم خلک و دغه هنر ته اړ وي د هغوی حاجت به پوره کیږي ، نو انشاء الله څومره وخت چي هغه د تعلیم په حاصلولو کي تېره وي هغه ته د دغه ښه نیت ثواب ورکول کیږي چي انسان کومه پیښه غوره کړي په دې کي دا فکر وکړي چي د رزق ذمه خو الله (جل جلاله) په خپله ذمه اخیستې ده. 


هغه خو به په یو صورت کي خامخا ورکول کیږي او د لاس ته راوړلو او ګټلو يې ډېري لاري دي خو زه هغه فلانۍ لاره غوره کوم چي د دې په ذریعه د الله (جل جلاله) د مخلوق خدمت وکړم نو دغه پېشه هم د اجر باعث ګرځي مثلا یو څوک ډاکټر جوړیږي نو دغه نيت وکړي چي د رزق د ډېرو لارو څخه دغه لاره ما له دې کبله خوښه کړې چي ددې په وسیله په تکلیف کی بوخت کسانو کومک کیږي نو هغه که څه هم د ناروغانو څخه جائز او مناسبي پیسې اخلي بیا به هم انشاء الله د دې نیت ثواب ورکول کیږي او کله چي حقيقتا دغه نیت وي نو ښکاره خبره ده چي داسي حالات به هم راځي چي کله هغه یو غریب وویني خو د هغه علاج مفت یا په رعایت سره وکړي يو څوک بیا د ټوکرانو تجارت کوي او هغه دا نیت وکړي چي د هر انسان په ذمه شرعا جامې اغوستل هم انشاء الله واجب دي، زه د ډېرو کارونو څخه دغه له دې کبله غوره کوم چي ددې په ذریعه و مخلوق ته د واجب په ادا کولو کي کومک وکړم نو امید دی چي دغه پبشه به باعث د ثواب وي .

 

دغه ډول که یو سړی دولتی ملازم وي نو په خپل ملازمت کي دغه نيت وکړي چي د دې په ذریعه د مخلوق د کارونو د پوره کولو موقع په لاس راځي نو هغه که دغه کار په تنخواه سره کوي انشاء الله د دغه نیت ثواب به ورکول کیږي مقصد دا چي هیڅ یو پیښه داسي نشته چې په هغه کي کوم ښه نيت دي وکړل شي دغه ډول ښه جامې له دې کبله واغوستل شي چي الله (جل جلاله) ما ته کوم نعمت راکړی دی د هغه اثر ښکاره شي او کتونکی خوشحال شي (نه دا چي هغه ما غټ یا خان وګني) د خپلو بچیانو سره په دې نيت سره محبت وشي .


د حضرت محمد مصطفی (صلی الله عليه وسلم)سنت دادی ، چي مبارک به د بچیانو سره محبت کوی د کور کار په دغه نیت وشي چي حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم)به کله کور ته تشريف وروړی نو د کور په کارونو کي به يې د زنانو سره کومک کوی.


د ښځي او ماشومانو سره د خوشحالۍ خبري په دې نیت وکړل شي چي دا د حضرت محمد صل علیه وسلم  سنت دی او ده مبارک د کوروالاوو سره د ښه سلوک حکم کړی دي.


د مېلمنو سره ښه چلند په دې غرض وکړل شي چي د مېلمه اکرام سنت دی او دا د مؤمن د حقوقو څخه دی. په کور کي یو بوټی یا درخته په دې نيت سره ولګول شي چي په دې سره یو انسان یا څاروي ته ګټه ورسي او وکتونکي ته دغه منظره ښه وبريښي نو به هغوی خوشحاله شي خپل خط په دې نیت سره صفا او ښایسته د لیکلو اخي وشي چي ولوستونکو ته اساني وي.


ښځه جایز ښایست له دې امله وکړي چي خاوند خوشحاله شي او سړی بیا په دې نیت صفا وګرځي چي ښځه خوشحاله او راحت وموندي جایز تفریحات د ضرورت په اندازه په دې غرض سره وشي چي له دې څخه د فرائضو په ادا کولو کي چالاکي او تازګي وموندل شي ( ساعت ګړۍ ) په دې نيت سره استعمال شي چي په دې سره د لمانځه د وختونو خبرتیا وشي او د وخت قدر او قیمت وپیژني او په ښه کارونو کي یې مصرف کړي.


مقصد دا چي دغه خو څو بېلا بېل او سرسري مثالونه وه ، ولي چي امام غزالی رحمة الله علیه  په احیا العلوم کی رښتیا فرمایلي دي د انسان د ژوند کوم جایز کار داسي نشته چي هغه په کوم ښه نيت کولو سره د ثواب کارونه ګرځول شي، تر دې پوري چي ښځه او خاوند په خپل منځ کي يو له بله که په دغه نیت سره خوند اخلي چي يو له بل حق ادا کړي او له دې څخه به د دواړو عفت او پاکي هم خوندي وي ، په دغه عمل به هم ثواب لیکل کيږي .

 

ماخذ : العمال الصالحه 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته