تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورونو ته د برکتونو راتلو اسباب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 3, 2023
  0

لیکنه: ریحان محمدي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه  

 

کورونو ته د برکتونو راتلو اسباب

 

برکت څه شي دئ؟


بركت د الله تعالی یو پټ لښکر دئ، چي په خپلو بنده ګانو کي یې چي کوم چاته خوښه سي، را لیږي.


د الله تعالی دا پټ لښکر که په مالونو کي راسي؛ نو زیاتیږي، که په اولادونو کي راسي؛ نو د اصلاح لاري ته برابریږي، که په جسم باندي راسي، نو جسم کي قوت پیدا کیږي او که په وخت کي راسي نو اوږدیږي.


د الله سبحانه و تعالی څخه خواست کوو، چي زموږ په ژوند، جسم، مال، اولاد، وخت او کورونو کي برکت واچوي. 


لاندي څو اسباب کورونو ته د برکتونو د راتللو باعث کیږي. 

 

۱. د قران الکریم په تلاوت باندي استمرار او همېشه توب کول


د قران الکریم پر تلاوت باندي استمرار کول د برکت راتللو له لویو اسبابو څخه دي او لاندي ګټي ورباندي مرتب کیږي.


ـ په رزق کي برکت راتلل.


ـ په زړه کي سکون راتلل.


ـ د شجاعت احساس پیدا کيدل.


ـ پر نفس غلبه پیدا کيدل.


ـ د خوښۍ احساس پیدا کول.


ـ جنت ته د تللو لویه بریا حاصلول. 

 

۲. د سورة البقرې پر تلاوت همېشه توب کول


که څوک د سورة البقرې پر تلاوت باندي همېشه توب وکړي او دا کار تر ډېره وخته جاري وساتي، نو په خپل ژوند کي به جالب تغیرات وویني.


ـ جسم به یې له ناروغیو څخه شفاء موندلې وي.


ـ په رزق کي به یې زیاتوب راغلی وي.


ـ سینه به یې خلاصه سوې وي. 


ـ په عمر کي به یې برکت پیدا سوی وي.

 

۳. استغفار (استغفرالله) ویل او په اخلاص سره له ګناهونو څخه توبه ایستل


زیات استغفار ویل او په خپلو شرایطو سره په اخلاص توبه کښل د برکتونو د رانازلېدو سبب جوړیږي.


د استغفار ویلو ځیني ګټي


ـ د ګناهونو بخښه او د خطاګانو معافي.


ـ له مرګ وروسته د درجو او مرتبو لوړېدل.


ـ د زړه پاکوالی او له جسم او قوت څخه د سالمي ګټي پورته کولو همت ترلاسه کول.


ـ د عذابونو او افتونو د راتلو دفع. 

 

۴. پر خپل وخت د لمونځونو ادا کول


پر خپل وخت لمونځ ادا کول هم د برکاتو د رانازلېدو باعث ګرځي.


لمونځ هغه عبادت دی چي په اړه یې د قیامت په ورځ له بنده څخه لومړی او  تر بل هر عبادت مخکي پوښتنه کیږي.


که چیري لمونځ اصلاح وي ټول اعمال اصلاح کیږي او که لمونځ فاسد وي نو ټول اعمال فاسدیږي. لمونځ انسان له فحشاء او منکراتو راګرځوي او الله تعالی ته په اعمالو کي خوښ عمل په خپل وخت کي د لمانځه ادا کول دي. 

 

۵.  پر رسول الله صلی الله علیه وسلم زیات درود ویل


پر رسول الله  صلی الله علیه وسلم درود ویل هم د برکتونو د رانازلېدو باعث ګرځي او په څنګ کي نوري بې شمېره ګټي هم لري چي ځیني دادي.


ـ د رسول الله صلی الله علیه وسلم شفاعت. 


ـ د قیامت له دردناکه حالاتو څخه نجات.


ـ د ګناهونو مغفرت.


ـ د نېکیو زیاتوالی. 


ـ د خفګان او غمونو له منځه تلل. 


ـ پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي په یو ځل درود ویلو سره د الله تعالی له لوري پر تاسو لس ځلي درود (رحمت) رانازلېدل.


ـ د ژوند په هر اړخ کي برکتونه محسوسول.


ـ د فقر څخه نجات او خلاصون.


ـ د دعا قبلېدل. 

 

۶.  صدقه کول خصوصا په پټه


د صدقې کولو ګټي


ـ د رب عزوجل قهر له منځه وړي.


ـ خطاګاني ختموي.


ـ د اوره د خلاصون سبب جوړیږي.


ـ د قیامت په سخته او ګرمه ورځ به یې د الله تعالی له لوري یو خاص سیوری په برخه وي.


ـ د بلاوو او افتونو دفع کوي.


ـ د جسمي او قلبي ناروغیو څخه به یې علاج په برخه وي.

 

ـ په مال کي برکت راځي.


ـ د سینې خلاصوالی ورته حاصلیږي. 

 

۷. نرمي کول


له خپلي ښځي او د کورنۍ د نورو غړو سره د نرمي کولو ګټي.


ـ د رزق زیاتېدو لوی سبب دئ.


ـ الله تعالی اوږد ژوند ور په برخه کوي.


ـ په ژوند کي برکت راځي.


ـ په هر کار او د ژوند په هره برخه کي نېکمرغي او سعادت ورته حاصلیږي. 

 

۸. احترام او درناوی


د کورنۍ د غړو ترمنځ یو بل ته د احترام کولو ګټي.


ـ د کورنی د غړو ترمنځ د الفت او محبت پیدا کيدو باعث ګرځي.


ـ د بدو الفاظو مخنیوی کیږي.


ـ د شفقت او احترام میکانیزمونه په وجود راځي.

 

۹. نېکي خبري کول


نېکي او ښه خبري کول کورونو ته د برکت راتللو له مهمو اسبابو څخه شمېرل کیږي په کومو کورونو کي چي ښې خبري کیږي؛ نو د هغه کورنۍ غړي د جنت مستحق ګرځي او ښو خبرو کوونکي لره ښې خبري کول صدقه جوړیږي؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: "اتقوا النار ولو بشق تمرة فإن لم تجدوا فبكلمة طيبة"


ژباړه: د اور څخه ځانونه خلاص کړئ که څه هم د خورما د یوې ټوټې په صدقه کولو سره وي که مو پیدا نه کړله؛ نو په ښو خبرو کولو سره دا چاره ترسره کړئ. 

 

الله تعالی دي زموږ کورونه له برکتونو څخه نه بې برخي کوي. امین.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته