رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ عَبْدَهُ الْمُؤْمِنَ الْفَقِيرَ الْمُتَعَفِّفَ أَبَا الْعِيَالِ. (رواه ابن ماجه)
ژباړه: الله تعالی هغه مؤمن بنده خوښوي (محبت ورسره لري) چي مفلس وي، پاک (متقي) وي او عیال داره وي (خپل اهل او عیال ته په محنت او مزدورۍ سره حلال رزق لاس ته راوړي او فقر نه کوي) .