د هر مسلمان لپاره څلور دښمنه دي
لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱ : نفس
۲ : شيطان
۳ : داخلي إنسي دښمن
۴ : خارجي إنسي دښمن
نفس تر شيطان خطرناکه دي او داخلي انسي دښمن تر خارجي إنسي دښمن خطرناکه دی.
نفس د إنسان په بدن کي شيطان ته د مداخلې لاره آواره وي داخلي إنسي دښمن خارجي انسي دښمن ته د مداخلې لاره آواره وي.
نفس د شيطان معاون او همکار دی داخلي انسي دښمن د خارجي انسي دښمن معاون او همکار دی.
نفس او شيطان د انسان د هلاکت لپاره ډېر مشترکات سره لري، داخلي انسي دښمن او خارجي انسي دښمن هم د مسلمان د هلاکت لپاره ډېر مشترکات سره لري.
إنساني حواس چي کله د نفس تر تأثير لاندي راسي نو نفس دېته هڅوي تر څو د خپل پلان د عملي کولو لپاره شيطان ته دعوت ورکړي.
ملحد او بې دينه انسانان چي کله د داخلي دښمن تر تأثير لاندي راسي نو داخلي دښمن دېته هڅوي تر څو د خپل پلان د عملي کولو لپاره خارجي دښمن ته دعوت ورکړي.
نو را ويښ سه مسلمانه!
د څلورو واړو پر ضد په قوي ايمان باندي مقابله وکړه.
ماخذ : اسلامي مقالي
www.taleemulislam.net