رالېږونکی: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
هغه غږ چي هر وخت په نړۍ کي ازانګه کوي هغه آذان دی که چیري تاسو د نړۍ نقشه وګورئ نو درته څرګنده به سي چي په اسلامي هیوادونو کي اندونیزیا د ځمکي په ختیځ کي پرته ده . دا هیواد له زرهاوو ټاپووزمو څخه جوړ دی چي په هغو کي جاوا ، بورینو ، سیلبذا او سماټرا لویي ټاپووزمې دي.
د اسلامی هیوادونو سهار د سیلبز د ختیځو ټاپووزمو څخه پیل کیږي ، هورې چې د سهار پنځ نیمي بجې وي په افغانستان کی د شپی یو بجه کیدونکې وي له سپیده داغ سره سم د اندونیزیا په ختیځو ټاپووزمو کی د سهار آذانونه پیل سی او په یوه وخت په زرګونو مؤذنان د لوی څښتن تعالی د وحدانیت او د سپېڅلي پیغمبر صلی علیه وسلم د رسالت د اعلان غږونه پورته کړي دا لړى د ختیځو ټاپووزمو څخه د لویدیځیو ټاپووزمو په لور ستنیږي چې نیم ساعت وروسته په جاکارتا کي د مؤذنانو د آذان کولو وار راځي . د جاکارتا څخه دا لړۍ په سمارټا کي پیل کیږي خو د سمارټرا په لویدیځو کلیو او بانډو کي د آذان له پیل کیدونه وړاندي د ملایا په جوماتونو کې آذانونه پیل کیږي.
د ملایا وروسته د برما وار راځي د جاکارتا څخه چې د آذانونو کومه لړى پیل سوې وي هغه یو ساعت وروسته بنګله دیش ته رارسیږي، په بنګله دیش کې آذانونه پای ته لانه وي رسیدلي چه د کلکتې څخه تر سریلانکا پورې د آذانونو لړۍ پیل سی بل لورته دا لړۍ د کلکتې څخه د بمبئ په لور اوږدېږي چي د ټول هندوستان په فضا کي د توحید او رسالت اعلانونه روان وي په سرېنګر او شالکوټ کې د سهار د آذانونو وخت وي له شالکوټ څخه تر کوټي ،
کراچی او ګوادر پورې د څلوېښتو دقیقو توپير دی چې په دې وخت کې په پاکستان کې د سهار آذانونه پورته کيږي ، په پاکستان کې د آذانونو د لړى د پای ته رسېدو مخکې په افغانستان او مشهد کې آذانونه پیل سي بیا د افغانستان څخه تر بغداد پوري یو ساعت توپیر دی چي پر دې مهال په يوار په سعودې عرب، یمن، عرب متحده امارات، او کویټ کې آذانونه اورېدل کیږي.
د بغداد څخه تر اسکندریې پورې بیا یو ساعت توپیر لري چې په دې وخت کې په شام ، مصر، صومالیا او سوډان کې آذانونه شروع کیږي ، اسکندریه او استنبول په یوه لیکه کې په ترکیه کې آذانونه پیلوي د اسکندریې څخه تر طرابلس پورې د یوه ساعت ځنډ دی چې په دې ځنډ کې په شمالي افریقا کې په لیبیا او تیونس کې د آذانونو لړۍ روانه وي ،
د سهار آذان چې د اندونیزیا د ختیځو ټاپووزمو څخه پیل کیږي نه نیم ساعته وروسته د بحر اقیانوس وختیځو څنډو ته رسیږي، بحراقیانوس ته چې د سهار د آذان وخت نه وي رسېدلی په ختیځه اندونیزیا کې بیا د ماپښین د آذانونو لړى پيل سي خو په ډهاکه کی د ماپښین تر آذان وړاندې بیا په ختیځه اندونیزیا کې د مازدېګر آذان د هوا څپې څیروي، دا لړى په یو نیم ساعت کې جاکارتا ته رسیږي چي په ختیځو ټاپووزمو کي د ماښام د آذان وخت را رسېږي د ماښام آذانونه چې له سلبیز څخه تر سماټرا پورې رسیږي نو په دې وخت کي د اندونیزیا په ختیځو ټاپووزمو کې د ماخستن د آذانونو لړۍ پیل سي په دې وخت کي په افریقا کې د سهار د آذان لپاره د مؤذن ګوتي په غوږونو کې وي، تاسو لږ ځیر سئ ،
چې د مځکي پر کره باندې یوه ثانیه هم داسې نه تیریږي چې په هغه کې دې په سلګونو او زرګونو مؤذنان د لوی څښتن تعالی د توحید او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د رسالت اعلان نه کوي . او انشاء الله لوی څښتن تعالی به دا لړى د قیامت تر وررځې پورې همداسې روانه وساتي او په قران کریم کي چې الله تعالی حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایلي دي چې:
وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ (سورت الانشراح ۴)
ژباړه: ستا یاد مو لوړ کړی دی
نو د دغه آیت مفهوم هم له دې پورته مضمون نه ښه څرګندیږي.
-------------------------------------------------------------------
مأخذ: د مشهور کتاب (پر تهذیب او تمدن د اسلام اغیزی)
www.taleemulislam.net