سیرت نبوي (۱۳۲برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په جنګ او قتال سره الْهي اجازه
د دغه خطرناکو حالاتو په جريان کي کوم چي په مدينه منوره کي يې د مسلمانانو وجود په خطر کي اچولى ؤ او د قريشو پردغه حال يې دلالت کاوه چي دوى هيڅکله د غفلت د خوبه څخه نه را ويښيږي او د خپلو سرکښيو څخه لاس نه اخلي، الله جل جلاله و مسلمانانو ته په جنګ کولو سره اجازه وکړه، دا فقط اجازه وه د جهاد فرضيت نه ؤ، الله جل جلاله فرمايي:
﴿ أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ ﴾ [الحج :39]
يعني: هغو کسانو ته د جنګ اجازه ورکول سوې ده چي د دوى سره د کفارو د طرفه جنګ کيږي، دا هم په دې سبب چي پر دوى ظلم کيږي او بېشکه چي الله جل جلاله د دوى پرنصرت او کومک قادر دى.
کوم وخت چي دغه د جنګ کولو اجازه نازله سوه په دغو وختو کي هغه يواځنی لوى او سرکښه قوت چي مسلمانانو ته متوجه ؤ هغه د قريشو قوت ؤ، نو حکمت دا ؤ چي مسلمانان خپله سيطره او تسلط پر هغو لارو قائم کړي چي هغه د مکې مکرمې څخه و شام ته د قريشو د تجارت لاري وې او رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغو لارو د سيطرې دپاره دوه عمده کاره يا دوې نقشې عملي کړې.
اول دا چي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو قبيلو سره چي د دغو لارو پر شا وخوا پرتې وې يا د مدينې منورې څخه تر دغو لارو پوري پرتې وې، د حِلف يا يو پر بل د نه تجاوز کولو معاهدې وليکلې، لکه څرنګه چي د مخه د يهودو سره دغسي معاهده ليکل سوې وه دغه رنګه د مخه تر دې چي عسکري نشاط يا عسکري تحرکات او ګزمې شروع سي د(جُهَينه) د قبيلې سره د نه تجاوز کولو معاهده وليکل سوه چي دغه د جُهَينه د قبيلې کورونه د مدينې منورې څخه درې ميله ليري پراته وه.
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د نورو قبيلو سره هم نوري د نه تجاوز کولو معاهدې د خپلو عسکري ګزمو او ګښتو په ترڅ کي وليکلې چي پرخپل وخت به درته بيان سي.
دوهم دا چي: رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه د قريشو تجارتي لارو ته پرله پسې معلوماتي ډلي لېږلې، نو د دغو دوو نقشو د عملي کولو دپاره په مسلمانانو کي عسکري نشاط او تحرکات شروع سوه، لیري لیري پیرې او ګزمې شروع سوې،البته دغه کارونه پسله هغه الْهي اجازې څخه وه چي د جنګ دپاره ورکول سوه.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net