ګناهګاره ژوند د پریښولو یوه کیسه
رالیږونکي : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د فرانس په جزیری یونین کي زما یو دوست دي ، اول سر یې د غزلو او سازو عادت درلودي او دونه مهارت یې پکښي کي درلودي چي د غرو په لمن کي به یې چیرې تولکه ووهله نو ټوله انګریزان به ورته بیده سول داسي به يې ووهله : لاکن کله چي حق تعالی د خپل ځان کړي او د هدایت توفیق یې ورکړي نو ټول سازونه یې مات کړل او په مځکه کي یې ښخ کړل ، اوس د هغه حال څه درته ووایم ، سر تر نوکه صالح سړی دي ، خولۍ پر سر ، اوږد قمیص ، د اولیاوو وضع او الحمدلله زړه یې هم د اولیاوو زړه سو ، تاسي د هغه خبری واوری نو حیران به پاته سي لکه یو لوی خدای دوست چي ګډ وي لاکن غم یې (پرځان) یوړی که یا ، غم خو تراوسه پورۍ ورسره سته وایي چي اوس هم که د یو ځایه څخه د غزلی ږغ راسی نو په زړه کي مي غم پیداسي او زړه مي دا غواړي چي غزله واوره لاکن اورم یې نه .
ماخذ : دتقوا ژوند
www.taleemulislam.net