پر مسلمان د تهمت لګولو عذاب
لیکنه : محمد شفیق (فرهادي)/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
له حضرت علي ( رضي الله تعالی عنه ) څخه روایت دی چې څوک مؤمن سړی یا ښځه د هغه غریبۍ او نا چارۍ په وجه سپک او ذلیل ګڼي الله تعالی به د قیامت په ورځ دا سي بنده د اولینو او آخرینو په ډله کي دا سي رسوا او ذلیل کړي او څوک پرمسلمان سړی یا ښځي تهمت لګوي او څه دا سي عیب ور پوري وتړي ، کوم چي په هغه کې موجود نه وي ، نو الله تعالی به دغه بنده د قیامت په ورځ د اور په یوه لوړه غونډۍ ودروي ترڅو چې خپل ځان دروغجن ونه ګڼي .
ماخذ : پاشلي ملغلري[ معارف القرآن ج۱ ص۵۶۷ ]
www.taleemulislam.net