دروژې تاريخ
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
كله چي آدم (عليه السلام) دجنت څخه و مځکي ته راغلی نو د زیات توښ په سبب يي بدن تور سو، ځکه نو هغه ته د (ایام بیض) يعني دهري قمري میاشتي د ديارلسم، څوارلسم، پنځلسم تاریخ د روژې نیولو حکم و سو، اوله روژه ونیوله نو دجسم یوه برخه سپینه سوله، کله یي چي يې دوهمه روژه ونیوله نو د جسم مبارک دوې برخي يي سپیني سوي او کله چي يې دریمه روژه ونیول نو د دده
مبارك ټول بدن سپین سو.
دغه ډول روژه د آدم (عليه السلام) څخه پیل او د هغه پر امت باندي فرض پاته سوې ده که څه هم په نوعیت کي يي فرق سته.
لیکن زموږ خبره په دي کي نه ده چي مخکنیو امتونو دپاره کومه میاشت او کومه ورځ روژه فرض وه.
د روایاتو داختلافاتو سره سره هر رنگه چي وه خو د امام الانبياء (عليه السلام) د امت لپاره د روژې میاشت رمضان ټاکل سوې ده، او د دغه اصل حکمت الله تعالی ته بهتر معلوم دی. اوهغه احکم الحاکمین ذات دی.(۱) غنية الطالبین ص 46
په ایاتو سره دروژې فرضيت.
د هجرت په دوهم کال یعني د هجرت څخه اتلس میاشتي وروسته د شعبان په میاشت کي د تحویل قبلې( د قبلېدلیدلو )وروسته د رمضان د میاشتي روژه نیول فرض سول او د دې څخه مخکي نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) او اصحابو کراموعاشورا رد محرم الحرام لسمه او ایام بیض یعني د هري قمري میاشتي دیارلسم، څوارلسم او پنځلسم تاریخ روژې نیولې د روژې د میاشتي روژه په تدریج سره فرض سوې ده، ځکه د لومړي ځل لپاره د دغه آیت ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿البقرة: ١٨٣﴾ ) په واسطه فرض سول.
ترجمه: اې ایمان والاووا فرض کړل سول پر تاسوباندي روژه لکه فرض سوې چي وه ستاسوڅخه تر مخه امتونو باندي ددې لپاره چي تاسي پرهیزگاران جوړ سي.
بیا د ایام معدودات په واسطه تعیین وسو چي هغه څو حساب. سوى روژې وې او د هغه څخه د روژې د میاشتي روژه مراد ده یعني د روژې د میاشتي روژه پر تاسو باندي فرض سوې ده، البته دا اختیار وو که يي غوښتل روژه به يې ونيول، او که به يې نه غوښتل نه به يې نیول او په بدله کي به یې فدیه ورکول، یعني یوه مسکین ته به يې دوه وخته تر موړ تیا پوري ډوډۍ ورکول، ځکه په ایت وَعَلَى ٱلَّذِينَ يُطِيقُونَهُۥ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ كي همدغه اختیار بیان سوی دي لیکن د اختیار ورکولو سره يې داهم فرمایلي دي چي روژه نیول افضل اوبهتر دي، ځکه د الله تعالی ارشاد دي.
وَأَن تَصُومُوا خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿البقرة: ١٨٤﴾
ترجمه: او روژه نیول ستاسو لپاره ډېره بهتره ده د خوراك اوځاي يي د فديې ورکولو څخه که چیري تاسي پوهيږي.
بیا څو ورځي وروسته دا اختیار منسوخ سو او پر هر صحتمند باندي د روژې د میاشتي روژه فرض او لازمه وبلل سول ځکه د الله تعالی ارشاد دي.
فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ ﴿البقرة: ١٨٥﴾
ترجمه: ستاسوڅخه هر يو چي په دغه میاشت کي حاضر سي نو هغه دي روژه ونیسي، نو د دي آیت وروسته روژه نیول فرض سول او د روژې پرېښول او پر ځاي يي فدیه ورکول منسوخ اوختم سول، په هر صورت د روژې د میاشتي روژه نیول فرض سول لیکن په شروع کي دا حکم وو چي په روژه کی اول ماښام د خوراک څيښاک او جماع يعني کورداري اجازه وه لیکن د خوب څخه وروسته د دغه شيانو څخه منع وه، د ځیني صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه سهوي وسوي،
يعني: د خوب څخه وروسته به یي کورداري وکړل وروسته بیا نبي اکرم (صلی الله عليه وسلم)ته راغلل، عرض یي ورته وکړي، د خپلي دغه خطا او كوتاهي اقرار یي وکړي، پښېمانتیا یي وکړل او د نبی کریم (صلی الله عليه وسلم) څخه يي د توبې د قبلېدو غوښتنه وکړل نو بیا الله پاک دا آیت نازل کړي.
«أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَائِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتَانُونَ أَنفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنكُمْ فَالْآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ وَلَا تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَقْرَبُوهَا كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ﴿البقرة: ١٨٧﴾»
ترجمه : (حلال سول تاسو ته دروژې په شپه کي یوځای والی خپلو ښځو سره، هغوي ستاسو دپاره لباس دي او تاسي دهغوئ لپاره حجاب یاست، الله تعالی ته معلومه ده چي تاسوتېر وتنه کول د خپلو ځانو سره بیا یې رجوع په رحمت سره وکړل پر تاسي باندي او عفوه یې وکړل تاسوته دتېر خیانت نو اوس جماع کوي د خپلو ښځو سره د روژې په شپو کي او وغواړي هغه شي چي الله پاک ستاسو لپاره لیکل مقرر کړي دي او وخورئ او وڅیښئ تر څو پوري چي تاسو ته سپین تار جلا د تور تار دسپېدو څخه بیا پوره کي روژه (خپله تر شپې پوري (ترجمه شیخ الهند) او دالله پاک عزوجل فرمان دي.
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ ﴿البقرة: ١٨٥﴾
ترجمه : د روژې میاشت هغه میاشت ده چي په هغه کي خلکو د هدایت لپاره قرآن نازل سوی دي او په دغه قرآن کي د هدایت واضحي نښانې دي چي هغه د حق او باطل په مابین کي فرق کوي نو ستاسو څخه چي څوک په دغه میاشت کښي حاضر وي هغه ته په کار ده چي ددغي میاشتي روژه ونیسي.
دغه آیت مبارک کي د امر په صیغه سره حكم سوي دي چي په هغه سره د روژې د میاشتي فرضیت ثابتیږي او د هغه منکر باندي د کفر حکم کول کیږي.
په احاديثو سره د روژې فرضیت
اول حديث : فعن ابن عمر رضي الله عنهما عن النبي (صلی الله عليه وسلم) قال: بني الاسلام على خمس: شهادة أن لا اله الا الله وأن محمدا عبده و رسوله واقام الصلوة وايتاء الزكوة، وحج البيت وصوم رمضان.
ترجمه: د حضرت عبد الله ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دي چي نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) وفرمایل: اسلام پر پنځو شیانو جوړ دي.
اول، شاهدي ادا کول د دې چي بېله الله څخه بل د عبادت وړ ذات نسته او محمد(صلی الله عليه وسلم) د الله بنده او رسول دي، (دوهم لمونځ کول، (دریم، زکوة ورکول، (څلورم، حج کول، پنځم د روژې د میاشتي روژه نیول.
دوهم حديث : فر عن أبي هريرة رضي الله عنه قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم): اتاكم رمضان شهر مبارک فرض الله عليكم صيامه و تفتح فيه ابواب السماء وتغلق فيه ابواب الجحيم وتغل فيه مردة الشياطين الله فيه ليلة خیرمن الف شهر من حرم خيرها فقد حرم. (۲)
ترجمه : د حضرت ابوهريرة رضي الله عنه څخه روایت دي چي نبي کریم(صلی الله عليه وسلم) وفرمایل: تاسو ته د روژې داسي با برکته میاشت راغلل چې الله تعالى يې پر تاسو باندي روژې فرض کړې دي، په دغه میاشت کي د آسمان دروازې خلاصیږي او د دوږخ دروازې بنديږي، دغه ډول په دې میاشت کي سرکښ شیطانان په ځینځيرانو تړل کیږي، په دغه میاشت کښي دالله تعالی یوه خاص شپه ده چي تر زرو میاشتو غوره ده ، کوم څوک چي د دغي شپې د خیر څخه بې برخي سو نو هغه د هر خير څخه بې برخي سو.
حديث : قوله (صلی الله عليه وسلم)لا عام حجة الوداع: یا ایها الناس اعبدواکم و صلوا هستم و صوموا شهر كم وحجوا بيت ربكم و ادوا زكاة أموالكم طيبة بما انفسكم تدخلوا جنة ربكم».(۲)
د روژې پر فرضیت باندي دریم حدیث د نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) د حجة الوداع په کال کښي دغه فرمان دي:
ترجمه: اې خلگوا تاسو د خپل رب عبادت وکړي او خپل پنځه وخته لمونځونه وکړي، او د خپلي میاشتي روژې ونیسي، او د خپل رب د بیتې حج وکړي او د خپلو ځانونو د پاکولو په خاطر د خپلو مالونو زکات اداء کړي، نو تاسو د خپل څښتن جنت ته داخل سي .
څلورم حديث : اتاكم رمضان شهر مبارک فرض الله عليكم صيامه.
ترجمه : تاسو ته د روژې مبارکه میاشت راغلل الله پاک يي پر تاسو باندي روژې فرض کړي دي.
د امت په اجماع سره د روژې فرضيت
واما الاجماع: (فان الامة اجمعت على فرضية شهر رمضان لايجحدها الاکافر)
ترجمه : ټوله امت د روژې د میاشتي پر فرضیت باندي اتفاق کړي دي، د دې څخه بېله کافرانو بل څوك انکار نه کوي.
په عقلي دلائلو سره دروژې فرضيت.
په عقلي دلائلو سره هم د روژې فرضیت په لاندي ډول ثابت دي:
روژه د نعمتونو د شکر د ادا کولو وسیله ده. الله پاک فرمایي : وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿١٨٥:: البقرة﴾
ترجمه : د دې لپاره چي تاسي شکر ادا کړي.
د تقوی حاصلولو لپاره هم وسیله ده. د الله پاک ارشادمبارک دی :لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿١٨۳:: البقرة﴾
ترجمه: ددې لپاره چي تاسي تقوی وکړي.
په روژه کي د طبیعت او مزاج خلاف ورزي او د خواهشاتو ماتولی راځي.
د پورتنیو دلايلو څخه ثابته سول چي روژه عقلا او نقلا فرض ده ، او کوم څوک چي د دې د فرضیت څخه انکار کوي نو پرهغه باندي د کافر کیدلو حکم کیږي.
ماخذ:دروژې فضائل او احکام
www.taleemulislam.net