تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱: د جماعت د لمانځه پابندي مو کول، راتلونکو میاشتو کي باید د جماعت لمونځونه را څخه قضاء نسي. (زیاتونه)
۲: د روژې نیولو سره عادت سوه نو په نورو میاشتو کي نفلي روژې نیول راته اسانه سوه باید اهتمام يې وکړو.
۳: د قرانکریم د تلاوت سره عادت سوو، راتلونکو میاشتو کي باید ډير ډير تلاوت وکړو.
۴: په پیشلمي راویښیدو سره د تهجد لمونځ راته اسانه سوه، نو باید ددغه لوی اجر لرونکي لمانځه څخه ځانونه برخمن کړو.
۵: په روژه کي د صدقاتو سره بلد سوو، باید راتلونکو میاشتو کي صدقې ورکولو ته خاصه پاملرنه وکړو.
(د منبر اواز خپروني څخه، تعلیم الاسلام راډیو)