تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مولوي محمد عمر خطابي مختصر ژوند لیک
  تعلیم الاسلام مجله(ګڼه۲۷)
  April 20, 2021
  0

د مولوي محمد عمر خطابي مختصر ژوند لیک

 

 

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د تعلیم الاسلام ادارې رئیس مولوي محمدعمر خطابي چي د دعوت او تعلیم په ډګر کي په ډېرو ستونزمنو سیاسي، امني او اقتصادي حالاتو کي په لږو امکاناتو د وخت د اړتیا او ضرورت سره سم په ولسي چوکاټ کي کوم خدمات او د خیر بنیادونه په ممتاز او ابتکاري ډول انجام کړي او اوس هم الحمد لله ادامه لري هغه د هیواد دننه او دباندي ډیرو کسانو ته معلوم دي. 


خو بیا هم د ښه معلومات لپاره د تعلیم الاسلام مجلې په همدې ۲۷مه ګڼه کي یې په لنډ ډول شخصي تعارف، د تعیلم مراحل ، لیکلي اثار ، د مدارسو تاسیس ، په مختلفو ولایتونو کي یې د تعلیم الاسلام راډیو پرانستل ، جهان ګښتي او د انقلابونو په اږدو کي یې جهادي او نظامي فعالیتونه د – مختصر ژوند لیک – په عنوان لوستونکو ته وړاندي کوو څو هیواد والو ته یې پوره معرفت حاصل سي ، د اوسني عصر د شدید ضرورتونو ادراک ته په متوجه سي ، د باطل د هر سنګر په مقابل کي د حق د اشاعت لپاره د ښه بدیل په را منځ ته کولو کي یې د ابتکاراتو څخه الهام واخستل سي ، الله تعالي دی یې ټول کړي خدمتونه قبول او د مزید خدماتو توفیق ورته نصیب کړي. امین 

  
شخصي معرفت: نوم مولوي محمد عمر خطابي بن مرحوم حاجي خیر محمد بن مرحوم حاجي مهردل رحمهم الله تعالی.


قوم: الکوزی. د تذکرې له مخي یې د زیږېدو نیټه: ۱۳۴۱ هـ ش – ۱۹۶۳ میلادي. د زیږېدو ځای: د الکوزو کوڅه، دوهمه ناحیه، کندهار.


د کورنۍ شغل: تجارت. د کورنۍ مشهوره څیره: مرحوم حاجي مهردل چي د خپل وخت د مشهورو او لویو تجارانو او مخورو شخصیتونو څخه وو ، پر نا وسه کسانو ډېر مهربان د مېړاني ، سخاوت او نورو ښو صفاتو څښتن وو. 


عصري زده کړه: شپږ کاله ابتدائیه مکتب په کندهار کي.


دیني زده کړه: ابتدائي دیني زده کړي په کندهار کي په مروجه طریقه، اتمام یې په پاکستان کي.


د فراغت ځای: الجامعة الاسلامیة للعلامة السید محمد یوسف البنوري رحمه الله تعالی، کراچي پاکستان.


د فراغت سنه: ۱۴۱۲ هـ ق موافق  ۱۹۹۲ میلادي.


د فراغت سند: د پاکستان د وفاق المدارس شهادة العالمیة کومه چي د پاکستان د لوړو زده کړو د وزارت لخوا رسما د شپاړسم پاس یعني د لیسانس معادل ګڼل کیږي.


تدریبي لنډ مهاله دوره: جامعة الازهر الشریف، قاهره، مصر ۱۵/مارچ/۲۰۱۲.


ژبي: مورنۍ ژبه پښتو، تفاهم په دري، عربي، اردو او انګلیسي ژبو.


بهر ته لومړنی سفر: لومړنی بهرنی سفر د ۱۳۵۸ کال تخمینا د قوس په میاشت کي د کمونسټ حفیظ الله امین د سل ورځني حاکمیت په دور کي په قاچاکي ډول کله پیاده کله پر حیوانانو د ارغسان او بالا ژړي د لاري د توبې پر لوړو ژورو د پاکستان سرحدي ښارګوټي چمن ته.


لومړنی تجارتي سفر:  د پاکستان څخه لومړنی تجارتي سفر د ۱۳۵۸ کال تخمینا د جدي په میاشت کي د کراچي څخه د هندوستان بمبيي ( ممبایي ) ښار ته سوی دی، هم هلته ممبايي کي وو چي د ۱۳۵۸ کال د جدي پر ۶ مه نیټه د روسانو سره لښکر افغانستان ته داخل سول، د خلق د کمونسټ ګونډ مشر حفیظ الله امین یې وواژه او د پرچم د کمونسټ ګونډ مشر ببرک کارمل یې د واک پر ګدۍ کښېناوه.


د هجرت ځای: کراچي پاکستان.


لیدلي هیوادونه: پاکستان، هندوستان، ایران، سعودي عربستان، امارات، کویټ، عمان، سریلانکا ،هانګ ګنګ  ( اوس د چین برخه ) ، ټایلنډ، جنوبي کوریا، مصر، جرمنی، انګلستان، امریکا، کاناډا په یادو هیوادنو کي زیاتو ته یې څو څو ځلي د تجارتي مقاصدو لپاره سفرونه سوي دي.
د تعلیمي مراکزو تاسیس:


د ابوحنیفه اسلامي مدرسه: د ابوحنیفه اسلامي مدرسه، ۲مه ناحیه کندهار د تاسیس کال یعني لومړنی تعلیمي کال: شوال میاشت ۱۴۱۳هـ ق کال موافق ۱۳۷۱هـ ش موافق ۱۹۹۳ میلادي.


د حضرت عمر فاروق مدرسه: د حضرت عمر فاروق مدرسه، ۵ مه ناحیه د مخابراتو د کلپ تعمیر ( اوسنی نظم خاص ) د تاسیس کال: ۱۴۱۵ هـ ق موافق ۱۹۹۴ میلادي .


یادونه: د ابوحنیفه رحمه الله تعالی مدرسه او ښاخ یې د حضرت عمرفاروق رضی الله عنه مدرسه د زرګونو طالبانو تربیت ځای وو، دابو حنیفه مدرسې اساس او تعلیمي فعالیت په ډېر منظم ډول پداسي اړین وخت کي پیل سوی دی چي د توپک سالارانو ترخه او پاچاهي وه، مدارسو او مکاتبو فعالیت نه لاره، ماشومان ایله په کوڅو کي ګرځېدل، خو متاسفانه په ۲۰۰۱ کال کي د امریکایي یرغل د ګوډاګي نظام د حامیانو لخوا دواړي مدرسې وتړل سوې خو د همدې مدرسې ښې خاطرې یې اوس هم د طالبانو، استاذانو په ذهنونو کي پاته دي او ډېر نهالګي یې ثمر ته رسېدلې، د دین او وطن لپاره د خدمت مصادر ګرځېدلي دي.


مدرسة عایشة للبنات: مدرسة عایشة للبنات د کندهار په دوهمه ناحیه کي، د طالبانو د حاکمیت په دوران کي پرانستل سوه، همدا مدرسه تقریبا د یوه کال څخه زیاته مده فعاله وه ، د ښځینه استاذانو لخوا یې سلونو نجونو ته په خپل غېږ کي دیني تربیت ورکاوه خو متاسفانه د ځینو ستونزو لکبله بنده سوه.


سیدنا حمزه دار الحفاظ: د سیدنا حمزه دار الحفاظ په ۶مه ناحیه کي د سټوډیم جنوب غرب ته په ۱۳۸۰هـ ش موافق ۱۴۲۲ هـ ق موافق ۲۰۰۲ تاسیس سو، وروسته ابتدائیه صنفونه هم پکښي پیل سول د سیدنا حمزه مدرسې په نامه ونومول سوه، الحمد لله اوس هم فعالیت لري.
سبل السلام دار الحدیث: د سبل السلام په نامه په ۶مه ناحیه کي د سټوډیم جنوب غرب ته د شهید محمد ابراهیم په مسجد جامع کي د مکملي لویي دورې د احادیثو تدریس د بنده لخوا پیل سو، د همدې دورة الحدیث لومړنۍ دوره پر ۱۰مه د شوال د ۱۴۲۵ کال موافق ۳ قوس ۱۳۸۳موافق ۲۰۰۴ میلادي پیل سوه لله الحمد و هو ولي التوفیق اوس هم د نورو استاذانو په ملتیا په جامعة الخیر الاسلامیة کي ادامه لري البته په منځ کي یې دوې وقفې هم راغلي دي.


تعلیم الاسلام للبنات: تعلیم الاسلام للبنات یا تعلیم الاسلام د نجونو مدرسه دوې څانګي لري په هره څانګه کي یې دوې دورې درس ویل کیږي ، یو شمېر نجوني د سهار څخه تر غرمې او یو شمېر نوري بیا د غرمې څخه تر مازیګره درسونه پکښي وایي.


لومړي څانګه یې د میرویس روغتون او د ډنډ د چوک د تقاطع قبلې خوا ته موقعیت لري او دوهمه څانګه یې د تعلیم الاسلام راډیو د کوڅې په پای کي موقعیت لري ، د اولي څانګي تعلیمي فعالیت پر ۱۲مه د شوال ۱۴۳۷ موافق ۲۸ سرطان ۱۳۹۵پیل سوی دی او د دوهمي څانګي تعلیمي فعالیت پر ۲۵ /  دلوه /  ۱۳۹۶   پیل سوی دی، اوس هم الحمد لله د دواړو مدرسو تعلیمي او ادارې چاري د ښځینه استاذانو لخوا په ډېر منظم ډول مخته ځي د ابتدایې څخه مخکي روضة الاطفال یعني د اماده ګی دوره لري، ابتدائيه دوره یې څلور کاله ده ، تر هغه وروسته تر فراغت پوري شپږ کاله عربیه درجات لري، کوم کتابونه چي ښځینه استاذاني یې نسي تدریس کولای هغه د تعلیم الاسلام راډیو د ځانګړو سټوډیوګانو څخه د نارینه استاذانو لخوا د پروجکټر په ذریعه ورته تدریس کیږي.


جامعة الخیر الاسلامیة: جامعة الخیر الاسلامیة د تعلیمي کال پیل : ۲۵ شوال ۱۴۳۸ موافق ۲۸ سرطان ۱۳۹۶.


په جامعة الخیر الاسلامیة کي عربیه درجات د اولی درجې څخه تر دورة الحدیث او همدا راز تخصص في الفقه تدریس کیږي. د جامعة الخیر الاسلامیه د جدید تعمیر چي د کندهار د محکمې شاته موقعیت لري د بشپړ کېدو څخه وروسته به هلته ان شاء الله تعالی د درجاتو او تخصص في الفقه سره سره  ابتدائیه او یو شمېر نور تخصصات لکه تخصص في الحدیث ، تخصص في التفسیر ، معهد اللغة العربیة ، د صحافت او ژورنالیزم کورسونه او لنډ مهاله تکاملي دورې هم شروع سي، د یادوني وړ ده چي د جامعة الاخیر الاسلامیة د دورة الحدیث درسونه د کمپوټري سافټ ویر په ذریعه د تعلیم الاسلام للبنات دار الحدیث ته انتقالیږي او سږ کال (۱۴۴۱هـ ق ) به ان شاء الله تعالی د نارینه فاضلانو تر څنګ ښځینه فاضلاني هم ولرو.


تعلیم الاسلام انلاین مدرسه: ۱۴۴۰ هـ ق موافق ۱۳۹۹ هـ ش موافق ۲۰۱۹ میلادي.     [email protected]


د رسنیو تاسیس: 


د تعلیم الاسلام راډیو کندهار (FM 89.70) - د تاسیس کال: ۱۳۸۷ هـ ش موافق ۲۰۰۸ م .


تعلیم الاسلام راډیو هلمند (FM 89.50)- د تاسیس کال: ۱۱/ اسد / ۱۳۹۱هـ ش موافق ۲۰۱۲ م .


تعلیم الاسلام راډیو ارزګان  ( FM 88.20)- د تاسیس کال: ۲۴ /اسد/ ۱۳۹۲هـ ش موافق ۲۰۱۳ م.


تعلیم الاسلام راډیو ننګرهار ( FM 91.50)-د تاسیس کال: ۵/ سنبله/ ۱۳۹۳هـ ش موافق ۲۰۱۴ م.


د ننګرهار د څانګي فعالیت د اقتصادي او اداري مشکلاتو له کبله پر ۱۰/عقرب/۱۳۹۶ هـ ش موافق ۲۰۱۷ م بند سو.


تعلیم الاسلام راډیو فراه ( FM 89.60)  د تاسیس کال: ۲۱/  دلوه  /۱۳۹۴ هـ ش موافق ۲۰۱۵ م.


تعلیم الاسلام راډیو زابل (FM 89.30) د تاسیس کال: ۱۵/ قوس / ۱۳۹۵هـ ش موافق ۲۰۱۶ م.


تعلیم الاسلام راډیو بولدک ( FM 88.90)- د تاسیس کال: ۸/ جدي/ ۱۳۹۵ هـ ش موافق ۲۰۱۶ م.


تعلیم الاسلام راډیو نیمروز ( FM 88.20) - د تاسیس کال:۸ /سرطان/۱۳۹۶هـ ش موافق ۲۰۱۷ م.


تعلیم الاسلام راډیو موسی قلعه  (FM 88.80)-د تاسیس کال:۸/ جوزا /۱۳۹۹هـ ش موافق ۲۰۲۰ م.


مجله: د تعلیم الاسلام مجلې د تاسیس کال: ۱۵ / ۱ / ۱۳۸۷هـ ش موافق ۲۰۰۸ م کال. همدا اوس یې ۲۷مه ګڼه په لاس کي لری.


ویب پاڼه: په پښتو ، دري، عربي، اردو، انګلیسي ژبو د تعلیم الاسلام ویپ پاڼه : www.taleemulislam.net


تعلیم الاسلام دار الافتاء : خلک کولای سي د تعلیم الاسلام دار الافتاء څخه د ور پېښو مسایلو جواب د راډیو ادارې ته په ورتګ تر لاسه کړي یا یې هم د تعلیم الاسلام ویب پاڼي څخه انلاین تر لاسه کړي.


چاپی اثار: طلایي لړۍ پنځه رسالې: د تکفیر لاملونه. حنفي او غیر حنفي . د دعوت بهیر. د فضیلت پګړۍ .د چا مرید سم؟


د اول صنف کتابونه : اسلامیات، ادبناک هلک/ ادبناکه نجلۍ . تعلیم القران . د لیک مشق. حساب .


د دوهم صنف کتابونه: هدایة الاطفال. تادیب الاطفال . د لیکني مواعظ . حساب .


نور تدریسي کتابونه: تمهید الصرف . فقه المبتدي : اول جلد عبادات ، دوهم جلد مناکحات، دریم جلد معاملات. معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث. (پښتو)

 

د مطالعې کتابونه: د حج ښه ملګری ( پښتو ) همسفر حج ( دري )


جهادي او نظامي فعالیتونه: د شوریانو د اشغال د تور تاریخ په مهال د دیارلسوه شپېتمي لسیزي (۱۳۶۰مي لسیزي) په اوایلو کي د متعددو کلونو لپاره بنده ته د جهاد شرف حاصل سوی دی او د جهادي دورې په وروستیو کي یې د جبهې د عمومي قوماندان د معاون په صفت چاري انجام کړي دي. 


د طالبانو د اسلامي امارت په دور کي چي د کندهار څخه تښتېدلي توپک سالاران د هرات د عمومي توپک سالار په حمایه تر ګرشک راورسېدل ، ویره پیدا سوه چي کندهار به یې هم په ولکه کي راسي د تېر په شان به بیا چور چپاول ، وحشت او ګډوډي را منځ ته کړي ، د توپک سالارانو د یرغل د تمبولو په موخه د ابوحنیفه رحمه الله د مدرسې د استاذانو او طالبانو او نورو مخلصو کسانو څخه د بنده په هڅو یوه نظامي قطعه تشکیل سوه د اسلامي امارت د نورو جبهاتو تر څنګ د ګرشک په لور یې حرکت وکړ، شینډنډ ته په رسیدو د تحریک د اول معاون ملا محمد رباني لخوا د یوشتمي (۲۱) فرقې مسؤلیت بنده ته وسپارل سو، په داسي حالت کي چي د شینډنډ دهوايي ډګر مسؤلیت د ملا اختر محمد منصور پر ذمه وو، د شینډنډ په شاوخوا او لیري ولسوالیو کي د مخکنیو قوماندانانو د خلع سلاح کولو او په ۲۱مه فرقه کي یې د سل ګونو سپکو او درنو وسلو د ډېپو کولو څخه وروسته د اسلامي امارت مشرتابه د بنده استعفاء منظور کړه څو خپل د مدارسو اداري او تدریسي چارو ته فارغ او په احسن طریقه د تعلیم او تربیت دروند مسولیت انجام کړای سي.


د یادوني وړ ده چي په یادو خدماتو کي ډېر مخلص با استعداده ملګري په هر ‌ډګر کي ور سره مل پاته سوي دي او د ستایني وړ ، نه هیرېدونکي همکاري یې کړي ده جزاهم الله احسن الجزا‌ء.


دا حقیقت ټولو ته څرګند دی چي د موجوده عصر ضرورت دا ایجابوي چي باید د دعوت او تعلیم خدماتو ته توسیع ورکول سي ، کیفیت یې ورځ تر بلي لوړ سي ، د اوسنیو او هم وروسته د را پیدا کېدونکو تخنیکي وسایلو څخه د دین د اشاعت لپاره په مشروع ډول استفاده وسي نو د همدې کبله د بنده سره ډېر نور پلانونه هم سته چي د تعلیم الاسلام ادارې لخوا به ان شاء الله تعالی د الله تعالي په توفیق تحقق پیدا کوي ، د همدې جملې څخه یو هم د تعلیم الاسلام په نامه د داسي تلویزون پرانستل دي چي د شرعیت په حدودو کي دننه د تعلیم او دعوت په ډګر کي استفاده ځني وسي او د فحشاء د نشرونکو تلویزونونو په مقابل کي د مسلمانانو لپاره یو ښه بدیل وګرځي .

و الله هو الموفق و نعم الوکیل.

تعلیم الاسلام اداره

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته