په اعتكاف كښي مباح شيان
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د اعتكاف په وخت كښي لاندي كارونه بېله كراهته جائز دي.
معتكف په مسجد كي خوراك او چيښاك كولاى سي؟
د معتكف لپاره په مسجد كښي خوراك، څيښاك، ناسته، ولاړه او آرام كول ټول جائز دي.
( وكذا اكله ... الى قوله لغير المعتكف ان ينام في المسجد مقيما كان او غريبا مضطجعا او متكئا... رد المحتار صـ ۵۰۱.)
معتكف رانيول او خرڅول كولاى سي ؟
د معتكف لپاره د ضرورت په اندازه د خپل ژوند د ضرورت شيان رانيول او خرڅول په مسجد كښي جائز دي.
( ان احضار الثمن و المبيع الذي لا يشغل .....كما يعلم مما قبله. رد المحتار ص ۵۰۷ ج ۳)
معتكف دځان سره دخوراك سامان ايښولاى سي ؟
معتكف د خپل خوراك، څيښاك لپاره يو څه د ضرورت سامان هم دځان سره ايښودلاى سي البته دومره راوړل هم په كار ندي چي د نورو خلګو لپاره تكليف جوړ سي.
معتكف درانيولو شى په مسجد كي كتلاى سي ؟
كه معتكف د خوراك، څيښاك يا يو بل د ضرورت شي رانيسي نو مسجد ته يې د كتلو لپاره راغوښتلاى سي.
( ان احضار ا لثمن و المبيع الذي لا يشغل المسجد جائز . رد المختار صـ ۵۰۷ ج ۳. )
معتكف كولاى سي چي كاروباري مرستيال په اعتكاف كي ضروري لارښووني وكړي ؟
معتكف كه تجار يا د فابريكې او كارخانې مالك وي، هغه خپل نائب يا مزدور ته د تجارت ضروري لارښووني كولاى سي، او د هغه مربوط خبري هم ور څخه پوښتلاى سي.
(و لا باس للمعتكف ان يبيع و يشتري الى قوله و يتحدث ما بدا له بعد ان لا يكون ماثما. بدائع الصنائع صــ ۱۷۶ج ۲. )
معتكف كولاى سي كالي بدول ، عطر وهل او داسي نور دنظاف كارونه ترسره كړي.
د معتكف لپاره د كالو بدلول، عطر وهل، سر او ږيره غوړول او ږمنځول ټول جائز دي.
(و لا باس للمعتكف....ان يلبس و يتطيب و يدهن . بدائع الصنائع صــ ۱۷۶ج ۱. )
معتكف خپله يا دبل نكاح تړلاى سي
د معتكف لپاره خپله نكاح كول يا د بل نكاح ور تړل او يا په رجعي طلاق سره طلاق سوي ښځي ته په خوله رجوع كول ټول جائز دي.(ولاباس للمعتكف ان يبيع ويشتري ويتزوج ويراجع. بدائع الصنائع صــ۱۷۶ ج ۲.)
معتكف كه ډاكټر وي په اعتكاف كي مريضان كتلاى سي ؟
معتكف كه ډاكټر وو نو د هغه لپاره په مسجد كښي د مريض كتل او د هغه لپاره نسخه ليكل او دواء ورښودل ټوله جائز دي. (فتاوى دار العلوم ديوبند صــ۵۰۱ ج ۶.)
ايا معتكف كولاى سي چي درس وكړي ؟
د معتكف لپاره د قرآن شريف يا ديني علومو درسول جائز دي.
(و لو جلس المعلم في المسجد و الوراق يكتب فان كان المعلم يعلم للحسبه والوراق يكتب لنفسه فلا باس به لانه قربة و ان كان بالاجرة يكره الا ان يقع لهم الضرورة كذا في محيط السرخسي هنديه صـ ۲۱ ج ۶.)
معتكف داړتيا ( دباد ايستلو)لپاره دمسجد څخه وتلاى سي ؟
د ضرورت په وخت كښي معتكف د باد د ايستلو لپاره د مسجد څخه وتلاى سي. ( قوله واخراج الريح فيه من الدبر اي يكره الى قوله بل يخرج اذا احتاج اليه و هو الاصح انتهى و العلة في ذلك ان الملائكة تتاذى بما يتاذى به بنو آدم كما ورد في الحديث . حموي ، شرح اشباه ، احكام المسجد صــ۵۶۰.)
معتكف ته دنوكانو پرېكول ، بريتونه كوچني كول جائزدي؟
د معتكف لپاره نوكان پرې كول، بريتونه كوچني كول، حجامت كول جائز دي البته په مسجد كي د نوكانو او وريښتانو د پرې كولو څخه ډډه كول په كار دي.
(فتح الباري بحواله مسائل اعتكاف صــ ۷۷)
فائده: كوم كارونه چي د اعتكاف لپاره مفسد او مكروه نوي او هغه په خپل ځان كښي حلال وي هغه ټول د اعتكاف په حال كښي جائز دي.
ماخذ :دروژې فضائل او احكام
www.taleemulislam.net