لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
کلال او کوزه
يوه ورځ يوه زاړه کلال په خپل کارځاى کي د زرګونو کوزو له منځه يوه ډېره ښايسته کوزه، چي په ډېر ښکلي ډول جوړه سوې او په ډېر لوړ هنر پسولل سوې و، پورته کړه او د خپلو ګڼو سيلانيانو په منځ کي يې کښېښوده.
رشتيا هم د کوزې ښايسته جوړښت او هنري نقشونه دومره زړه وړونکي ول، چي هر چا به ورته د نړۍ ستر شهکار وايه. لږ ګړى وروسته کلال د ګڼو کتونکو په منځ کي داسي مسکى سو، چي د ټولو کتونکو فهم يې د ځان پر لور ور واړاوه. له لږ ځنډ وروسته يې کوزه په ډېر احتياط له مځکي پورته کړه. په کيڼ لاس کي يې ونيول او وېويل:
زه د کلالۍ تر څنګ يو ښه هنر مند هم يم. زه د ميناتورۍ په کور کي هم ښه بلد يم. دا کوزه چي تاسو يې زما په لاس کي وينئ. زما د هنر ښهکار دى. دا کوزه زما په لاسونو جوړه سوې د. زه خپل هنر ته ښه عقيده لرم. له څه نورو ګڼو خبرو وروسته بيا د خپل هنر پر لور راوګرځېدى او وېويل: ماته خپل هنر ډېر قدر لري. تر سرو او سپينو هم راته ګران دى.
بيا يې د هنر او د هنر د ارزښت په اړه ډيري خبري وکړې. موږ ټول ورته غوږ غوږ وو. کله د ده او کله به د کوزې په فکر کي ډوب تللي وو. هنر يې تر ټولو شيانو ښه او غوره وباله. د مځکي پر مخ يې هره مصنوع د هغه زېږنده وبلل. موږ لا له دې ځايه وتلي نه وو او د کوزې په څه ډول د لاسته راوړلو په فکر کي وو، چي هغه ښکلې کوزه يې په ډيرو لږو روپو پر داسي چا و پلورل، چي هغه د ګلاونو ايښوولو او اوبو څښلو پر ځاى د شرابو له پاره کاروله.
په همدغه ګړي يوه بل سړي خپل ايمان په همدارنګه لږ ګټه وپلوره او د خپل زړه کور يې د کلال د کوزې په څېر د تل له پاره له دغه نوره خالي کړ.
ماچي دوى وليدل: ډېر سخت و وېرېدم. وجود مي په لړز سو. ډېر ژر مي خپل قلم په لاس کي و نيو او ښکل مي کړ. ومي ويل: هسي نه چي يوه ورځ ته هم د خپل قلم هنر تر پښو لاندي کړې. داسي څه وليکې چي شيطانان ځيني و زېږي او شيطاني افکار ځيني و څاڅي. هسي نه چي د داسي اشعارو په لاسونو د شعر د پرشتي سپين مخ ور تور کړې او د شعر ملکه د نفس بدرنګه ديو ته واده کړې چي په ورا کي يې د څو خبيثو ارواګانو له پاره مداحيه سندري وبولې او انساني شعور مړ كړي.
www.taleemulislam.net