ولې باید له ټکنالوژۍ څخه له کچې زیاته گټه وانخلو؟
رالیږونکي : بصیر یوسفزی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ځکه د کورنیزو اړیکو د سړېدو لامل گرځي.
ځکه له ډېرو کسانو سره اشنا کېږو او گډ ژوند مو زیانمن کېږي.
ځکه ترې ډېره گټه اخیستنه د ټکنالوژۍ په وسيلو باندې د باور لامل گرځي.
ځکه د اندېښنې، غوسې او زړه تنگېدو لامل گرځي.
ځکه له یو بل سره د بې ځایه خبرو او ناندریو لامل گرځي.
ځکه د خوب کمېدلو او ویښ پاتې کېدلو لامل مو گرځي.
ځکه خپل شخصي حریم مو په خطر کې لوېږي.
ځکه ددې لامل ګرځي، چې د ژوند په موخو کې مو بې پروا سو.
ځکه په ژوند کولو کې مو د خلاقیت او هوښیارۍ د کچې د کمښت لامل ګرځي
ځکه د ژوند د ملگرو مخامخ اړیکې کموي.
ځکه د لړ معلوماتو د ترلاسه کولو او لږ کتاب لوستلو لامل مو گرځي.
ځکه ددې لامل ګرځي، چې د ژوند ملګري پر يو او بل باندې شک وکړي.
ماخذ : د گډ ژوند ۱۰۰ رازونه
www.taleemulislam.net