سیاسي اقتصادي او مذهبي ازادي
لیکنه: سمیع الله دُرانی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د غرب او امریکا د هغو مرستو له امله، چي له اسلامي هیوادونو سره یې کړي دي یا یې کوي، ازادي ور څخه سلب کړې ده؛
اوسني تاریخي حالت مطالعه کړئ، په هغو ټولو اسلامي هیوادونو کي چي د امریکا پر مرستو تکیه لري، مذهبي او سیاسي ازادي یې په تام ډول سلب سوې ده.
اسلامي حرکت خو څه، بلکي که کوم فرد لا د سیاسي اسلام د نفاذ هڅه کوي، نو سم دلاسه یې په تور لیست کي داخلوي، یا یې د هغو واکمنانو په واسطه چي د پیسو په تلکه کي یې نیولي دي، بندي، زخمي او شهیدان کوي.
مثالونه ډیر سته، خو په نژدې وخت ۲۰۱۲ م کال کي چي مرسي د مصر د نافذه قانون په قالب کي د جمهوري ریاست پر چوکۍ کښېناست، غوښتل یې چي شرعي احکام نافذ کړي، نو د مصر د امریکایي مرستي خوړونکو پوځیانو یوازي دا نه چي په غیر قانوني توګه یې لیري کړ، بلکي له څو کاله بند وروسته یې په زندان کي شهید کړ.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله (۲۷ګڼه)
www.taleemulislam.net