تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ځوانانو ارزښت او مسئولیتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 19, 2021
  0


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


پدې خاطر چي ځوانان حيثيت د ستون فقرات د ټولني لري، په دوي باندي ټولنه قوت او بقاء پيدا کوي، ددوي په کار او مټ سره ټولنه پرمختګ او ارتقاء کوي، نو بايد لومړی خپله دوی او بيا د ټولني نور وګړي ددوی ارزښت او مسئوليتونه وپېژني. 


زموږ ځوانان بايد پدې باندي سر خلاص کړي چي  ځوانان په هره زمانه کي د اسلامي امت پايه او ستون دی، د اسلامي امت انقلابي پاڅون، حماسي مقابله، د ښېرازۍ په لور د پام وړ خوځښت، د اسلام مبارک دين د نړۍ ګوټ ګوټ ته غځېدل، په نړۍ کي د اسلامي بيرغ رپېدل او اسلامي ټولنه د رڼا او روښانه آينده په لور رهبري کول د همدغه ځوانانو له لوري سوې او کيږي.


که سړی تاريخ ته ځير سي نو دا به ورته په ډاګه سي چي په انساني ټولنه کي بيا په خاصه توګه په اسلامي ټولنه کي  ځوان څومره د بدلون رول لوبولی دی؟


د اسلام د پیل څخه چي کله رسول الله صلي الله عليه وسلم ددين لپاره دعوت شروع کړ ډېری هغه مسلمانان چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم څنګ ته ودرېدل او دده نصرت او مرسته يې وکړه ځوانان وه.


عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما فرمايي: الله پاک هيچا ته دومره پوهه نده ورکړې لکه ځوان ته چي یې ورکړېده، خير او ښيرازي ټوله په ځوانۍ کي ده. بيايي لاندي آيتونه تلاوته کړه:


(قَالُوا سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ)


(إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدًى)


(وَآَتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا)


همدا راز رسول الله صلی الله عليه وسلم د ځوانانو د اخلاقو د تهذيب او پاکولو لپاره، ددوی د تشويق کولو او ويښولو لپاره او مسئوليت ته ددوی د متوجه کولو لپاره خاصه او ځانګړې پاملرنه کول لکه د هغه احاديثو څخه چي له ورايه داسي ښکاري کوم چي د ځوانانو په فضيلت او اررښت کي راغلي دي.


رسول الله صلي الله عليه وسلم ځوانان دېته هڅولي چي بايد په بدن او کار دواړو کي قوي او زورور وسي، او فرمايي:المؤمن القويّ خيرٌ وأحبّ إلى الله من المؤمن الضّعيف وفي كلّ خير. ژباړه: زورور مسلمان تر ناتوانه مسلمان ډېر ښه دی او د الله پاک ډېر خوښ دی او په هر یوه کي خیر دی.


خو د بدني او کاري قوت تر څنګ بايد ځوان پرخپل نفس باندي د کنټرول کولو قوت هم ولري لکه رسول الله صلي الله عليه وسلم چي فرمايي: :ليس الشّديد بالصّرعة، إنّما الشّديد الّذي يملك نفسه عند الغضب.


ژباړه: زورور هغه ندی چي خلګ را غورځاوري بلکي زورور هغه دی چي د غضب په وخت کي ځان کنټرول کوي.


هر ځوان بايد خپلو مسئوليتونو ته او هغه کارونو ته چي لومړيتوب ولري پوره پاملرنه وکړي، مثلا ځوان بايد:


۱. شرعي علومو ته پوره پاملرنه وکړي او هغه زده کړي ځکه چي د انسان سعادت په شرعي علومو کي دی او فرض هم شرعي علوم دي. الله تعالي فرمايي: هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ [الزمر ۹ ]. 


ژباړه: آیا سره برابر دي هغه خلګ چي پوهیږي او هغه چي نه پوهیږي یقینا چي هوښیاران خلګ وعظ قبلوي.


همدا راز حديث کي راځي:طَلَبُ العِلْمِ فَرِيْضَةٌ عَلَىْ كُلِّ مُسْلِمٍ – [ابن ماجه]


ژباړه: د علم طلب پر هر مسلمان باندی فرض دی.


۲.  ځوان بايد د الله لوري ته دعوت ورکړي او خلګو ته ښوونه وکړي ځکه چي دعوت ورکول او په خير باندي امر کول د هر مسلمان دنده او وظيفه ده. الله تعالي فرمايي:وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ.[ آل عمران/۱۰۴]


ژباړه: په تاسو کي به یوه ډله وي چي خیر ته بلنه ورکوي، په ښه کار باندي امر کوي او د بد کار څخه خلګ را ګرځوي او دغه خلګ کامیاب دي.


۳.  ځوان بايد ددين په لاره کي کړاوونه او مشکلات وګالي، الله تعالي د لقمان پر ژبه چي خپل ځوان زوی ته توصيه کوي فرمايي: يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الأُمُورِ. [لقمان/ ۱۷]. ژباړه: ای زویه! لمونځ وکړه او په ښه کار باندي امر وکړه او د بدکارڅخه منعه وکړه او پر هغه څه باندي صبر وکړه چي تاته رسیږي یقینا چي دغه د ټینګو کارونو څخه دی. 


او ددين په لاره کي تر ټولو ځوانانو ډېر کړاوونه ګاللي دي.


۴. ځوان بايد د الله پاک د اوامرو اطاعت وکړي او د نواهي څخه ځان وساتي.


۵. ځوان بايد د خپل نفس تزکيه وکړي چي لويه ذریعه يې د نکاح کول دي.


۶. د رښتيني علماو سره بايد تل په ارتباط کي وسي، ځکه چي د علماو څخه دوی هر اړخيزه ګټه پورته کولای سي.


۷. ځوان بايد د يوه کامل انسانيت او پوره مسلمانۍ لپاره يوه نمونه وسي.


۸.  ځوان بايد د خپل دين عزت وکړي او د کفارو او پرديو څخه د تقليد کولو څخه ځان وساتي.


۹. ځوان بايد د خپل دين د دفاع لپاره هر هغه څه وکړي چي په توان کي يې وي.


۱۰. په كارونوكي اخلاص او دا چي تنها به د الله رضا او خلګو ته خدمت كول په نظر كي نيسي.


۱۱. خدمت به تر خپلي رشتې او يا هم د خپلي وظيفې پوري نه منحصر كوي.


۱۲. خپله خبره او عمل به د تحقيق سره موافق پر مخ باندي وړي.


۱۳. كوم خلګ چي د إسلام ددين رسول كوي د هغوی سره دي تر خپله وسه كومك وکړي.


۱۴. د فكري جنګ په مقابل كي بايد ځان په فكري سلاح باندي مجهز كړي ځکه چي فکري جګړه تر نظامي جګړې ډېره خطرناکه ده ځکه چي فکري جګړه د فکر او عقيدې د تسخير لپاره وي چي د هيواد او مځکي تسخير ورسره لازم دی خو سوچه نظامي جګړه تنها د هيوادونو او خاوري د تسخير لپاره وي چي تسخير د فکر او عقيدې ورسره لازم ندی.


۱۵. پر خپل اسلافو باندي دي باور له لاسه نه وركوي، بلكه د هغوی د حيثيت څخه به دفاع د ځان دنده بولي.


۱۶.  وخت د انسان  عمر دی بايد  سمه استفاده ورڅخه وکړي.


۱۷. تل بايد د ځانه سره دا فكر وكړي چي موږ مسلمان محصلين يو كه ډاكټر يم نو مسلمان ډاكټر يم كه انجينر يم مسلمان انجينر يم همدا راز نور..... نو بايد د ځان لپاره داسي يونيفورم غوره كړي چي ټولني ته دا ور وښايي چي په مسلمانانو كي هم ډاكټران سته او هم انجينران او هم داسي نور.


۱۸. د فكري عقيدې په دواړو ډولو باندي بايد ځان خبركړي او د هغه په مقابل كي وجنګيږي چي هغه: عقيدوي او فرهنګي دي.


ماخذ : اسلامي مقالي 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته