تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کبر تعریف او د هغه نتیجه
 
  March 6, 2016
  0

 

رالېږونکی: محب الله  "ذاکر"

سرچينه: تعليم الاسلام ويب پاڼه

دکبر تعریف اودهغه نتیجه 

دحضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  څخه روایت دي  چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي هغه کس به جنت نه داخلیږي ، دچاپه زړه کي چي دیوي زري برابرکبر هم وي.

یو نفر داعرض وکي  چي اي دالله رسوله صلی الله علیه وسلم ! که یوسړی داوغواړي چي دهغه جامي دي ښائسته وي او دهغه  څپلي دي ښائسته وي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفر مایل : الله جل جلاله  ښائسته دی اوهغه ښائست خوښوي ، کبر خو دحق په مقابله کي ځان لوړ اوخلګ له ځانه څخه کمزوري ګڼلو نوم دي ( مسلم ).

فایده :له دي حدیث  څخه داخبره معلومه سوه چي په جائز و حدودوکي  په جامو ،داوسیدلو په ځاي ، سنګار ، ښائست اونفاست غوره کول اوخپل زړه خوشحاله کول  د دین څخه خلاف نه دي.
 
البته  داهرڅه خلګوته دځان ښوولواونورخلګ کمزوري ګڼلولپاره وکړل سي نوداکبر اوغرور دي ، ددي نتيجه دوږخ دي ، یوچاڅرنګه ښه ویلي دي  سنګار هم جائز ، ښائست هم جائز خو ښکاره کول ( ریا ) ناجائز ، الله  جل جلاله دي موږ په خپل حفاظت وساتي  آمین.
 
-----------------------
 
ماخذ: پاشلي ملغلري
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته