لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د محمّد مصطفْیﷺ واقعي او حقيقي محبت د هغهﷺپه متابعت کي دى، د رسول اللهﷺپه لار ښوونه پسي اقتداء کول او د دهﷺ د اوامرو عملي کول، د رسول اللهﷺ متابعت دی.
متابعت بېله واقعي او صادقه محبته څخه په وجود نه سي راتلاى، د رسول اللهﷺ سره واقعي محبت درلودل تا د هغهﷺ و متابعت ته ور جذبوي او ور بولي، نو د متابعت دپاره لازمي شرط محبت دى، که چيري په تا کي د رسول اللهﷺ د محبت شوق موجود وي او ته د هغهﷺ محبت غواړې نو څلور شيه دي چي ستا سره د رسول اللهﷺ په محبت درلودلو کي مرسته کوي، يعني: د د غو څلورو شيانو په عملي کولو سره د رسول اللهﷺ سره ستا محبت پيدا کيږي او زياتيږي او دغه محبت په تا کي د متابعت شوق زياتوي، چي هغه څلور دا دي:
اول: پر رسول اللهﷺ ډير درود ويل.
دوهم: په تکرار سره د رسول اللهﷺ د سيرت ويل يا اورېدل، او په هغه سره پوره ځان خبرول او پوهول.
درېیم: د رسول اللهﷺ د طريقې متابعت کول، که ته غواړې چي رسول اللهﷺ خوښ ولرې او محبت دي ور سره زيات سي متابعت يې کوه (سنت يې عملي کوه).
څلورم: د رسول اللهﷺ د مبارك ښار مدينې منورې زيارت، خاصتاً د روضې مبارکې، مګر هو د پوره ادب او عبادته سره.
الله جل جلاله دي ما او تاسي د هغو کسانو څخه وګرځوي چي د رسول اللهﷺ سره محبت لري، او د هغهﷺ متابعت كوي او د هغهﷺ د رسالت د رسولو او دین د نشرولو دپاره ژوند کوي. الله عزوجل دي موږ او تاسي ټولو ته دا توفیق راکي چي د رسول اللهﷺ متابعت تر هغه وخته وکړو چي د الله تعالی په حضور کي دريږو.
ـــــــــــــــــ
د مدینې منورې غوره والی او د زیارت آداب
د مدینې سفر (۹)
آمين، ثم آمين، ثم آمين.