تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي و مدينې منورې ته رجوع
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 7, 2021
  0
 
سیرت نبوي و مدينې منورې ته رجوع (۲۸۸برخه)
 
 
 
 
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
اسلامي لښکر د تبوک څخه د نصرت او کاميابۍ په حالت کي بيرته د مدينې منورې پر طرف رهي سو، الله جل جلاله  مسلمانان د جنګ د مشکلاتو څخه وساتل، د دښمن د طرفه هيڅ ضرر او تاوان نه ور ورسېدى او په لار کي يو څه واقعات پېښ سوه چي په تفصيل سره به درته بيان سي. 
1 - ابو رَهَن رضی الله عنه  چي د غِفار د قبیلې دی وايي: موږ پر لاري رهي وو څو پر رسول الله صلی الله علیه وسلم   زحمه (رَش) او تنګېدل شروع سوه يعني: ډير خلک په جمعه واري او يو ځاى د رسول الله صلی الله علیه وسلم   پر شا وخوا رهي وه او زه هم په دغو خلکو کي وم، ابورَهَن رضی الله عنه  وايي: په دغه وخت کي پر ما خوب غالبه سو او پرېشانۍ يو وړم، پر بوده سپور يم او بيده سوم، په دغه خوب کي چي په ځان هيڅ نه وم خبر زما بوده د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د بوده سره پر څنګ يا بغل رهي ؤ، په دغه خوب کي مي يو آواز يا کښهارى واورېدى چي و مي کتل هغه زما بوده د رسول الله صلی الله علیه وسلم   مبارکه پښه ور زخمي کړې وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم   په چلاخه يا قمچينه و وهلم، ابو رَهَن رضی الله عنه  وايي: زه ويښ او متوجه سوم، خو د دوهم وار دپاره بيا بيده سوى وم او بيا زما بوده د رسول الله صلی الله علیه وسلم   مبارکه پښه ور وګرږل، وايي: زه ډير و بېرېدم او د بيري په سبب د لښکر شا ته ولاړم، بيا چي لښکر د راحت دپاره واړول ما د مسلمانانو پسونه رهي کړه پيايم يې چي ماړه سي، خو د دغه كاره څخه زما اصلي مقصد دا ؤ چي ځان ګوښه او نهام کم چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   دغه موضوع هېره کړي.
 کوم وخت چي بيرته لښکر ته راغلم نو مي پوښتنه وکړه چي چا خو به زما پوښتنه او طلب نه وي کړى؟ راته و ويل سوه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   ستا پوښتنه کول، وايي ډير وارخطاء سوم اصلاً زه د دغه شي څخه بېرېدم او ځان مي پټاوه، و بېرېدم چي زما په باره کي وحيِ او قرآن نه وي نازل  سوى ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم   پښه مي ور زخمي کړې وه، نو يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته ور وستلم او زه ډير په بېره کي يم، رسول الله صلی الله علیه وسلم   را ته و ويل: يا ابا رَهن! خوږ دي کړم زخمي دي کړم، ما عذرکاوه چي يا رسولَ الله!  عفوه را ته وکه د الله جل جلاله   څخه زما دپاره بخښنه وغواړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: يا ابا رَهَن! ما په چلاخه يا قمچينه و وهلې دغه چلاخه واخله او ما په ووهه ځکه ستا قصد او إراده نه وه چي ما خوږ کې ستا د طرفه په بېخبري او نا فهمي کي دا کار پېښ سو او ما و وهلې نو چلاخه واخله او ما و وهه، ما ويل: يا والله هغه مي در بخښلي دي يا رسولَ الله! 
وروڼو! هر انسان په دې شرط چي متعَصِّب نه وي که په دقيق نظر د رسول الله صلی الله علیه وسلم   و ادب او اخلاقو، عدل او مساوات، ښې ګذارې او معاملې ته وګوري بېله اختياره به و وايي: (أشهد أنّ محمّداً رسولُ الله) دا څنګه اخلاق دي! د روم پاچا ځني بېريږي او دئ صلی الله علیه وسلم   په خپله بېله دې څخه چي د الله جل جلاله  رسول دى د جزيرة العرب د پاچا په درجه کي هم دى، بيا هم و خپل يوه ملګري ته يا د لښکر و يوه عادي فرد ته چلاخه ورکوي چي ما و وهه او هغه ويل: يا والله ما دغه وهل در بخښلي دي. 
بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم   امر وکړی چي و ده  ته دي يو څه مال او پسونه ورکول سي، ابو رَهن رضی الله عنه  وايي: دا هغه اول مال دى چي زه يې خاوند او مالک وګرځېدم، يعني: غريب وم شئ مي نه درلودى او د اول وار دپاره د مال خاوند سوم او وايي: الله جل جلاله  په دغه مال کي برکت را واچاوه او ډيرېدى او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم   پوښتنه را څخه وکړه ويل: يا ابا رَهن! ستا د قوم څخه يعني: د غِفار د قبيلې څخه څوک پاته سوي دي؟ ما ور ياد کړه چي فلانئ او فلانئ، بيا يې و فرمايل: ستا د قوم هغه جګ خلک نه وينم، ما ويل يا رسولَ الله! هغه پاته سوي دي، بيا يې و فرمايل: هغه کو تاه قده او غنم رنګه خلک چيري دي؟ ما ويل يا رسولَ الله! په موږکي داسي کو تا ه قده خلک نسته، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: يا په تاسي کي کو تا ه قده او غنم رنګه خلک وه او هغه اوس نسته، 
سبحان الله! په ديرشو زرو نفرو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته ور معلوميږي چي څوک سته او څوک نسته. 
ابو رَهن رضی الله عنه  وايي: ما ورته و ويل: يا رسولَ الله! هغه خلک د غِفار د قبيلې نه دي، هغه د أسلم د قبيلې دي او زموږ حُلفاء دي چي زموږ سره دي ليدلي دي هغه هم پاته سوي دي، بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: هغه د عزت خاوندان هغه خلک چي ماته را نژدې دي هغه مهاجرين، انصار، غِفار او أسلم دي، دغه هغه خلک دي چي ما د دوى پاته کېدل نه غوښتل، ځکه دغو خلکو د رسول الله صلی الله علیه وسلم   په حضور درجه درلودل. 
او د دې خبرو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم   مقصد دا ؤ چي و هغه پاته نفرو ته دا خبر ور ورسيږي چي ستاسي درجه او مقام تر دې لوړ دي چي تاسي دي پاته سى، اصلاً دا و هغه پاته قومو ته تعليم او ښوونه وه.
2 -   لښکر رهي دى او د شپې يې يو ځاى واړول، عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  وايي: د شپې مي د کِندلو آواز تر غوږ سو، وايي ور ولاړ سوم چي په دغه نيمه شپه او موږ په لار او سفر کي یو او مځکه کِندل کیږي! دا څه پېښه ده؟ نو د کِندلو و طرف ته ور رهي سوم، و مي ليدل چي عبدالله ذوالبُجادَين رضی الله عنه  وفات سوى دى او هغه څوک چي دئ رضی الله عنه  ښخوي هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم  ، ابوبکر الصِدِّیق او عمر فاروق رضي الله عنهما  دي، په حيرت کي سوم چي دا کوم شرف دى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم   دننه په قبر کي ولاړ دى او هغه چي جسد ورکښته کوي ابوبکر او عمر رضي الله عنهما  دي، سبحان الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم   يې په خپله ښخوي؟ عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  وايي: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم   څخه واورېدل چي وې فرمايل «اللّهمّ إنِّي أمسَيتُ رَاضِيًا عَنهُ فَارضْى عنه» الْهي زه د ده څخه نن شپه راضي وم ته ځني راضي سې. 
عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  وايي: ما ويل کشکي زه د دغه قبر خاوند واى، دا کومه خوشبختي، کومه درجه، کوم شرف دى؟ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   وايي: الْهي زه ځني راضي يم او ته ځني راضي سې او په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم   يې د ابوبکر او عمر  رضي الله عنهما  په ملکرتیا  ښخوي. 
عبدالله ذو البُجادين د هغو خلکو څخه دى چي په خپل قوم او قبیله کي 
د مسلمانېدلو په سبب دکفارو د طرفه ډير آزارېدى، د ده پلار مړ ؤ او دئ د خپل اکا سره اوسېدی، کوم وخت چي دئ مسلمان سو اکایې د ده مال ټول ځني واخستی، کوم وخت چي ده غوښتل چي هجرت وکړي هيڅ شئ يې نه درلودى بېله یوې زړې او زیږې شړۍ څخه چي په عربي کي (بُجاد) ورته ویل کیږي ځکه ټول شيان کفارو بلکه د ده اکا ځني اخستي وه، نو ده  د هجرت په وخت کي دغه يوه زيږه شړۍ درلودل حتّْی نور د اغوستلو کالي يې هم نه درلودل، نو يې دغه شړۍ لُنګ کړه، لوړ ځيګر او اوږې يې لڅي وې، کوم وخت چي مدينې منورې ته ور نژدې سو دغه شړۍ يې نيمئ کړه نيمه يې لُنګ کړه او نيمه يې لوړه پر اوږو واچول، نو ځکه و ده ته ذوالبُجادين و ويل سوه او دغه يې لقب سو يعني (د دوو شړيو خاوند) هغه يې د هجرت حال ؤ او دغه اوس يې د وفات حال دى، د مدينې منورې او تبوک تر منځ په لار کي ښخ کړل سو.
3 -  لښکر پر لار رهي دى د رسول الله صلی الله علیه وسلم   او لښکر په مخه عقبه ورغله (عَقَبَه) هغه لوړ ځاى يا هغي لوړي ته ويل کيږي چي نه لوى غر وي او نه غونډۍ، بلکه د دغو دوو په منځ کي يوه لوړه ده چي لاښ هم لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: زه دغي لوړي ته خېژم او څوک دي نه پسي راځي، د اصحاب کرامو څخه فقط دوه نفره ور سره ملګري دي چي يو يې عمار بن ياسر رضی الله عنه  دى او بل يې حذيفه بن يمان رضی الله عنه  دى، عمار بن ياسر رضی الله عنه  يې د اوښ مهار نيولى دى او حذيفه بن يمان رضی الله عنه  ترشا په پسي دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم   تر لښکر د مخه سو عقبه ته ور ورسېدى عمار او حذيفه ور سره دي او دغه لوړي ته وختل، نور لښکر په لاندي شېله کي تېريږي.
 رسول الله صلی الله علیه وسلم   پر دغه لوړه و درېدى او لښکر ته ګوري چي د ده صلی الله علیه وسلم   و مخ ته تېريږي، لښکر تر نظر باسي د لښکر نظم او انظباط ته ګوري، دلته بيا د منافقانو يوه ډله چي د بني تميم د قبيلې څخه وه، په ظاهره نوي مسلمانان سوي دي او په زړو کي پر هغه خپل کفر دي، هغو په خپل منځ کي سره و ويل: په والله سړئ بل وار پر دغه حال په لاس نه درځي (چي مقصد يې رسول الله صلی الله علیه وسلم   ؤ) ويل: د اول وار دپاره د لښکر څخه جلا سوى دى، ځکه دئ صلی الله علیه وسلم   همېشه د لښکر په منځ کي وي موږ نه سو ور رسېدلاى او اوس فقط دوه نفره ور سره دي، موږ به هم ورسو او دغي لوړي ته به ور وخېژو هلته به پر را ټول سو ځاى به پر تنګ کو او د دغي لوړي څخه به يې را واچوو او و به وژل سي، نو د بنو تميم د قبيلې څخه دوولس يا څوارلس نفره منافقان سره يو ځاى سوه مولونه يې و وهل هغه لوړي ته ورغله او ور خيژي، رسول الله صلی الله علیه وسلم   دوى وليدل او ډير زيات په قهر سو.
 حذيفه بن يمان رضی الله عنه  وايي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم   په مخ کي مي د قهر او غضب علامې وليدلې او دا نادره پېښېدل چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته دي قهر ورسي او هغه هم په داسي اندازه چي د ده صلی الله علیه وسلم   پر مخ او چهره دي معلوم سي، حذيفه رضی الله عنه  وايي: زما خيال سو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   قهر په دې سبب ؤ چي د ده صلی الله علیه وسلم   د امره څخه يې مخالفت وکړی ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم   ويلي وه: څوک دي نه پسي راځي او دوى راغله، وايي: زه د هغو نفرو و طرف ته په تلوار او چابکي ور رهي سوم چي د راتګ څخه يې منعه کړم او ورته و وايم چي ولاړ سى، په دغه وخت کي زما سره مِحجَن را سره ؤ (مِحجَن) په عربي کي يوې کوچنۍ اسلحې ته ويل کيږي چي نه توره ده نه نېزه، تر هغو کوچنۍ ده لکه برچه، یا لکړه نو حذيفه رضی الله عنه   وايي: دغه محجن را سره دى او د دغو نفرو و طرف ته په ځغستا ورغلم، سبحان الله! هغه د منافقانو ډله د دغه يوه نفره څخه و بېرېدل وايي: کوم وخت چي يې زه وليدم چي د دوى پرطرف د مِحجَنه سره ور رهي يم بيرته پرشا ولاړل او وتښتېدل، زه بيرته و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته راغلم، رسول الله صلی الله علیه وسلم   راته و ويل: يا حذيفه! ته خبر يې چي د دوى څه نيت او إراده وه؟ ما ويل: يا، يا رسولَ الله! ويل: يا حذيفه! د هغو مقصد دا ؤ چي ما پر دغه لوړه تنګ او يوه طرف ته کي او بيا مي لاندي واچوي، يعني: د دوى مقصد دا ؤ چي ما و وژني او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم   راته و ويل: يا حذيفه! تا و پيژندل چي څوک وه؟ ما ويل يا! يا رسولَ الله! هغو مولونه وهلي وه مګر د آسانو د علامو څخه يې دا معلومېدل چي د بني تميم د قبيلې څخه وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: هغه فلانئ او فلانئ او فلانئ وه د ټولو نومونه يې ور ياد کړه، يو يو يې حذيفه رضی الله عنه  ته ور وښوول، حذيفه رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته و ويل: يا رسولَ الله! د دوى و قبيلو ته نفر نه ورلېږې چي هره قبيله هغه خپل نفر و وژني او سر يې را وړي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: يا! چي خلک و نه وايي: محمّد صلی الله علیه وسلم   خپل ملګري وژني، د دغو خلکو د بده نيته او بده حرکته سره سره يې هغه خلک پرېښوول.
نو حذيفه بن يمان رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د سِر او پټ راز ساتونکى ؤ او دغه منافقان و هغه ته ور معلوم وه حتّْی د رسول الله صلی الله علیه وسلم   تر رحلت وروسته چي به و مسجد نبوي ته جنازه را وړل سوه او حذيفه رضی الله عنه  به حاضر ؤ خلکو به و ده  ته کتل، که به حذيفه رضی الله عنه  پر هغه مړي د جنازې لمونځ آداء کاوه نورو خلکو به هم د جنازې لمونځ پر کاوه اوکه به حذيفه رضی الله عنه  د هغه د لمانځه څخه انکار وکړی خلک به پوه سوه چي دغه سړئ منافق دى، هغو به هم د جنازې لمونځ نه پرکاوه ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم   د دغو او نورو منافقانو نومونه و حذيفه رضی الله عنه  ته ويلي او ورښوولي وه او دا يې هم ورته ويلي وه چي دغه خلک و چا ته مه ورښوه، نو ځکه و حذيفه رضی الله عنه  ته کاتِمُ السِّـر رسولِ الله صلی الله علیه وسلم   ويل کيږي، دغه حادثه په قرآن مجيدکي ذکر سوې ده الله جل جلاله  فرمايي: 
﴿ يَحْلِفُونَ بِاللَّهِ مَا قَالُوا وَلَقَدْ قَالُوا كَلِمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُوا بَعْدَ إِسْلَامِهِمْ وَهَمُّوا بِمَا لَمْ يَنَالُوا وَمَا نَقَمُوا إِلَّا أَنْ أَغْنَاهُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ مِن فَضْلِهِ فَإِن يَتُوبُوا يَكُ خَيْرًا لَّهُمْ وَإِن يَتَوَلَّوْا يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمَا لَهُمْ فِي الْأَرْضِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ﴾ [التوبه:74] 
يعني: دوى د هغه شي قصد او إراده وکړه چي دوى نه ور ورسېدل، دوى د عقبې څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د را اچولو قصد کړى ؤ، مګر و خپل مقصد ته نه ورسېدل، دغه آيات شريف تر آخره د دغو نفرو  په باره کي نازل سوى دى. 
4 -   بيا هم لښکر مخ پر مدينه منوره رهي دى څو و داسي ځاى ته ورسېدل چي يو منزل لار و مدينې منورې ته پاته وه، د دغه ځايه څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم   مالک بن دُخشُم او مَعَن بن عدى رضي الله عنهما  د دوو نورو نفرو سره و يوه ډير عجيب کارته ولېږل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   د اول وار دپاره داسي کار کوي، هغه دا چي دغه دوه نفره يې ولېږل چي د مدينې منورې د مساجدو څخه يو مسجد وسوځي او ونړوي، دا مسجد هغه مسجد ضِرار ؤ چي منافقانو د بدو مقاصدو دپاره جوړ کړى ؤ او قصه یې مخ کي درته بيان سوې ده.
5 -   رسول الله صلی الله علیه وسلم   و دغه آخري منزل ته را ورسېدى او په دغه آخري منزل کي د مدينې منورې تر رسېدلو د مخه يوه بله واقعه هم پېښه سوه، هغه دا چي د سهار 
د لمانځه پر وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم   د مسلمانانو د نظره څخه لیري سو، د حاجت د آداء کولو دپاره ليري منطقې ته تللى ؤ او  وځنډېدى، مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم   په انتظار دي چي لمانځه ته به راسي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم   وځنډېدى قريبه ده چي لمر را وخېژي بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم   نه راغلى، خلک نه پوهيږي چي څنګه وکړي؟ اوس بېله رسول الله صلی الله علیه وسلم   لمونځ آداءکي؟ او که د رسول الله صلی الله علیه وسلم   انتظار وکړي؟ او که انتظار کوي ښايي لمر را وخېژي او که لمر را وختى د سهار د لمانځه وخت تېر سو، نو صحابۀ کرام پر دې متفق سوه چي الله جل جلاله   لمونځ پرخپل وخت فرض کړى دى او دا نه ده جائزه چي لمر را وخېژي او موږ لمونځ نه وي کړى، صحابۀ کرامو عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه  د مخه کړى چي و دوى ته لمونځ ورکي، عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه  هم په لمانځه شروع وکړه، اول رکعات لمونځ يې آداءکړی پر دوهم رکعات رسول الله صلی الله علیه وسلم    راغلى او په عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه  پسي يې اقتداء وکړه، کوم وخت چي خلک د لمانځه څخه فارغه سوه وې لیده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   ولاړ دى او هغه تېر سوى رکعات لمونځ پوره کوي، خلک په بېره او تشويش کي سوه چي دا مو څنګه کار وکړی رسول الله صلی الله علیه وسلم   موجود ؤ موږ ولي بېله هغه لمونځ وکړی؟ ولي مو د هغه انتظار نه کاوه؟ او دا څنګه کېدلاى سي چي يو څوک دي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   امامت وکړي؟ د مسلمانانو په زړوکي دغسي تشويشونه پيداسوه او و دوى ته يې تکليف ور کاوه، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   د لمانځه څخه فارغه سو وې فرمايل:« أحسَنتُم وَ أصَبتُم» ښه مو وکړه او حق ته ورسېدلاست، پرخپل وخت د لمانځه آداءکول تر انتظار ښه او بهتر دي، دا پر خپل وخت د لمانځه د آداء کولو درجه ده حتّْی د رسول الله صلی الله علیه وسلم   انتظار هم نه دى لازم او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: آيا ما تر دغه د مخه نه وه درته ويلي؟ چي تر هغو نه قيامت کيږي تر څو يو ستاسي د خپل نبي امامت و نه کړي. 
تاسي پوهېږى چي د دغه څخه مقصد څه دى چي د اُمت څخه دي يو نفر د خپل نبي امامت کوي؟ دا ډيره مهمه خبره ده، د دې کار څخه مقصد دا دى چي دغه دين پوره سو يا مخ پر پوره کېدلو دى او دين چي پوره سي د رسول او نبي وظيفه پاى ته رسيږي او د دنيا څخه رحلت کوي، نو خود په امت کي يو بل داسي څوک په کار دى چي د دعوت او جهاد مسئوليت پر غاړه واخلي، لکه څرنګه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   په غياب کي د لمانځه امامت و بل چا ته پاته کيږي، دغه رنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم   تر رحلت وروسته بايد د اسلام ټول مسئوليتونه د يو چا پر غاړه وي چي هغه ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم   خليفه يا اميرالمؤمنين ويل کيږي، دين بايد هيڅ وخت بېله اميره او بېله سر پرسته نه سي پاته.  
سبحان الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم   دغه واقعه د هغې تر پېښېدلو د مخه بيان کړې وه، نو عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه  هغه څوک دى چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   امامت يې کړى دى، په يوه روايت کي ويل کيږي چي ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د مريضۍ په وخت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   امامت کړى دى، مګر د عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه  د لمانځه او امامت روايت واضح او صريح دى او دا چي يو امتي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   امامت کوي د دې څخه مقصد او معنْی دا ده چي د الله جل جلاله   د طرفه دين پوره کیږي او کامليږي، اوس نو ستاسي څخه بايد يو څوک د تبليغ او دين نشرولو امانت پر غاړه واخلي او دغه امانت اوس و تاسي ته در سپارل کيږي. 
رسول الله صلی الله علیه وسلم   و اصحابِ کرامو ته داهم و فرمايل: په مدينه منوره کي داسي خلک سته چي تاسي داسي تګ نه دى کړى او نه ترکومي شېلې تېر سوي ياست مګر هغه نفر ستاسي سره وه او هغو لره هم دغومره أجر او ثواب دى لکه ستاسي أجر او ثواب، صحابۀ کرامو و ويل: يا رسولَ الله! هغه خلک په مدينه منوره کي دي او را وتلي هم نه دي او ثوابونه يې زموږ د ثوابو پر اندازه دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: هـو! هغه خلک خپل واقعي عذر بند کړي وه. يا پاته کړي دي.
وروڼو! هغه انسان چي په واقعي او حقيقي عذر سره معذوره وي او کوم د خیر کار د هغه عذر په سبب ځني پاته سي هغه لره پوره أجر او ثواب ورکول کيږي، د ده پر نيت معامله ور سره کيږي، د يوه واقعي عذر په سبب د خير دکاره څخه پاته کېدل هيڅ أجر او ثواب نه کموي او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د طرفه زېرى دى: که يو انسان ته عذر پېښ سو هغه ته د خپل نيت ثواب پوره ورکول کيږي، علماءکرام وايي: 
که د يو چا عادت ؤ چي په دوشنبې او پنجشنبې يې روژه نيول او بيا یې د سفر یا مرض په سبب د دغو ورځو روژه و نه نيول و ده  ته د هغه روژو ثواب ورکول کيږي، لکه نيولي چي يې وي، که يو چا د خيرات او صدقې ورکولو عادت درلودى بيا غريب سو په لاس کي یې څه نه درلودل، بيا هم هغه ثواب ورکول کيږي، دغه قسم دنورو ټولو عبادتو ثواب ورکول کيږي، دا د الله جل جلاله  رحمت او مهرباني ده که يوه انسان د خير او ښو کارو عادت درلودى او بيا په يوه عذر هغه کارونه ځني پاته سوه و ده ته کامل او پوره أجر ورکول کيږي، لکه هغه کار چي يې پوره کړى وي، سبحان الله! تاسي د الله جل جلاله  و لطف او کرم ته متوجه ياست؟ چي پر خپلو بندګانو څومره مهربانه دى؟
 رسول الله صلی الله علیه وسلم   چي د ليري څخه د مدينې منورې علامې وليدلې نو يې و فرمايل: دغه طابه ده او هغه اُحُد دى، اُحُد داسي غر دى چي موږ  خوښ لري او موږ يې خوښ لرو، نو اُحُد مشرفه غر دى.
د مدينې منورې خلک د رسول الله صلی الله علیه وسلم   په را تګ سره ډير خوشاله وه ښځو او نجونو، هلکانو او کوچنيانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په را تګ سره خوشالي کول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم   او لښکر و مخ ته ور و وتل او دغه ترانه يې ويل:
 
طلع البدرُ علينا من ثنيات الوداع وجب الشکر علينا ما دعا لله داع
 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم   د رجب په مياشت کي د تبوک غزاء ته وتلى ؤ او د روژې په مياشت کي مدينې منورې ته را ورسېدى، د دغه سفر ټوله موده پنځوس ورځي وه، چي شل ورځي يې په تبوک کي تيري کړې او نوره موده يې په تګ او را تګ کي تېره سوه، دغه غزاء د رسول الله  صلی الله علیه وسلم   آخرنۍ غزاء ده، تر دغه وروسته بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم   بله غزاء نه ده کړې.
دغه غزاء په دغه خپلو خاصو شرائطو چي ګرمي وه او لار ليري وه، غريبي او مفلسي وه د دنيا د لوى قوت او طاقت سره جنګ ؤ، د الله جل جلاله  د طرفه يو سخت او لوى امتحان ؤ چي په دغه امتحان سره واقعي مومنان د منافقانو څخه جلا اوکاميابه سوه او دا د الله جل جلاله   قانون دى چي په دغسي امتحانو سره صادق د کاذب څخه جـلا کوي، واقـعي مومن د مـنافق څخه جـلاکوي، الله جل جلاله  فرمايي: 
﴿ مَّا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَىٰ مَا أَنتُمْ عَلَيْهِ حَتَّىٰ يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ ﴾ [آل عمران:179] 
يعني: الله جل جلاله  داسي نه دى چي مومنان پر دغه نا معلومه حال چي دغه اوس تاسي پر هغه باندي ياست پرېږدي، ترڅو چي الله جل جلاله  نا پاکه د پاکو څخه جلا نه کړي او په خپله خلکو ته صادق او کاذب ور معلوم نه سي.
وروڼو! لکه څرنګه چي په دنيا کي د کفارو دپاره آرام او هوسا ژوند د دې دليل نه دى چي دوى د الله جل جلاله  په دربار کي خوښ او مقبول دي همدارنګه و مخلصو مسلمانانو ته د آفتو او مصيبتو راتله (لکه د اُحُد په غزاء او نورو کي) د دې دليل نه دى چي دوى د الله جل جلاله  په دربار کي مغضوب او مقهور دي، بلکه اصلي خبره دا ده چي الله جل جلاله  مسلمانان بېله امتحانه نه پرېږدي، ځکه که انسانان بېله امتحانه پاته سي! په دغه صورت کي به ډيرو کفارو د نفاق پر قسم د اسلام کلمه ويلاى او د مسلمانانو سره به يې ګډ ژوند کولاى، چي د دوى د دغه ظاهري حالاتو په ليدلو سره چا و دوى ته منافق نه سواى ويلاى نو ځکه دا لازمه ده چي الله جل جلاله  په هغه وخت او تر هغه وروسته په نورو وختو کي داسي حالات او واقعات پېښ کړي چي د هغو په واسطه سره پاک او نا پاک، اومه او پاخه سره جلا سي، صادقه مومنان او منافقان سره وپيژندل سي.
و دغي غزاء ته هم هر هغه څوک چي صادق مومن ؤ و وتى او د دغي غزاء څخه پاته کېدل د نفاق علامه وه، نو ځکه هرڅوک چي به و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته ور ياد کړل سو چي فلانئ پاته سوى دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم   به و فرمايل: پرې يې ږدى که خير پکښې ؤ درپسي را به سي او که بېله دغه څخه بل شئ ؤ الله جل جلاله  ځني بېغمه کړلاست، د دغي غزاء څخه بل څوک نه سوه پاته، يا داسي کسان وه چي واقعي عذر يې درلودى، يا هغه کسان وه چي و الله او رسول الله ته يې درواغ ويل، چي هغه منافقان وه او دغه د درواغو په عذرو يې ځانونه پاته کړل، يا خو هغه کسان وه چي هيڅ اجازه يې و نه غوښتل او پاته سوه. 
مګر هو هلته څو نفره صادقه مسلمانان هم وه چي بېله عذره پاته سوي وه او دا هغه کسان دي چي الله جل جلاله  مبتلاء او امتحان کړه او بيا يې د دوى توبه قبوله کړه، چي تفصيل به يې په وروسته کي درته راسي.
کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   مدينې منورې ته ورسېدى اول و مسجد ته ورغلى او هلته يې دوه رکعاته لمونځ آداءکړى، اوس نو هغه خلک چي پاته سوي وه و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته راځي او خپل عذرونه وايي، خو هلته په مسجد کي (7) نفرو خپل ځانونه د مسجد په پايو يا عمودو پوري تړلي وه، او ويل: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم   څخه پاته سوي يو موږ به هيڅوک نه خلاصوي ترڅو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   مو په خپل لاس نه کي خلاص، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: زه به يې تر هغو خلاص نه کم چي الله جل جلاله  د دوى توبه قبوله نه کړي، څرنګه چي د دوى توبه په صدق او اخلاص سره وه الله جل جلاله  د دوى توبه قبوله کړه او عفوه يې ورته وکړه. 
د دغو اوو نفرو په باره کي چي ابو لُبابه او د ده ملګري وه آياتونه نازل سوه، الله جل جلاله  فرمايي:
﴿ وَآخَرُونَ اعْتَرَفُوا بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُوا عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا عَسَى اللَّهُ أَن يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴾.  [التوبه:102] 
 يعني: ځيني نور خلک دي چي پر خپلو ګنهو يې إقرار او إعتراف کړى دى، دوى نېک عمل د بل بد عمل سره ګډ کړى دى (نېک عمل يې توبه او پښېماني ده) او  (بد عمل يې د جهاد څخه پاته کېدل دي) نو دوى بد هم وکړه او بيا يې ښه هم وکړه، قريبه ده چي الله جل جلاله  به د دوى توبه قبوله کي، بېشکه چي الله جل جلاله  بخښونکى او د ډير رحم خاوند دى. 
علماءکرام وايي: کوم وخت چي الله جل جلاله  د يو شي په باره کي د عَسْى لفظ و فرمايي يعني: واجب سو، نو په قرآن کريم کي د عَسْى د کلمې ترجمه او معنْی څه شي سوه؟ واجب او لازم سو، که څه هم اصلاً په عربي کي د عَسْى ترجمه يعني: قريبه او نژدې ده، خو علماء کرام وايي: د الله جل جلاله  د طرفه د عسْى د لفظ استعمال د وجوب او لزوم په معنْی سره دى. نو په دغه آيات شريف کي چي الله جل جلاله  فرمايي:
﴿     رضی الله عنه   ﴾ يعني: پر الله جل جلاله  لازمه ده چي د دوى توبه قبوله کړي، نو الله جل جلاله  و دوى ته عفوه وکړه، بيانو دغو اوو نفرو خپل ټول مالونه و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته راوړل او ويل: يا رسولَ الله! هغه چي موږ يې پاته کړو هغه دغه زموږ مالونه وه، په  دغو خپلو مالو مشغوله وو، نو زموږ د توبې څخه يو هم دا دى چي موږ 
تر دغه خپل ټول مال تېريو نه يې غواړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: زه نه يم امر کړه سوى چي ستاسي مالونه واخلم ما ته فقط ستاسي د ايله کولو امر  وکړه سو، خو دوى زارۍ کوي او وايي: يا رسولَ الله! دغه مالونه زموږ د فتنې سبب وګرځېدل را څخه قبول يې کړه، نور هم زارۍ کوي څو د الله جل جلاله  دا قول نازل سو چي فرمايي: 
﴿ وَآخَرُونَ اعْتَرَفُوا بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُوا عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا عَسَى اللَّهُ أَن يَتُوبَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴾. [التوبه: 103]
يعني: د دوى د  مالو څخه صدقه واخله چي دوى د ګنهو څخه ښه پاک کړې او د هغه صدقې په سبب يې با برکته کړې او دوى ته د خير دعاء وکه، بېشکه چي ستا دعاء د دوى دپاره سکون او اطمينان دى او الله جل جلاله  پوره اورېدونکى او پوره عالم دى.
 بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم   د دوى د مالو څخه يو څه مال واخستى او ويل: دا امر نه دى راته سوى چي ټول مال مو واخلم، ځکه الله جل جلاله  فرمايي:﴿     ﴾  يعني: د دوى د مالو يو جزء واخله نه ټوله، نو يې يوه حصه ځني واخستل او نور يې ور رَد کړه، دا هغه د دوى د توبې قبلېدل وه. 
اوس نو منافقان و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته ورځي او د پاته کېدلو په سبب و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته قِسم قِسم عذرونه وايي او رسول الله صلی الله علیه وسلم   هم د دوى عذرونه قبلوي که څه هم عذرونه يې غير معقول او جوړي سوي بهانې دي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم   يې قبلوي، دغه د دوى ظاهري خبري او قسمونه يې قبول کړه، د دوى دپاره يې د مغفرت دعاء وکړه او د دوى باطني حال  يې و الله جل جلاله   ته پرېښاوه. 
اوس نو دغه ټول پاته سوي نفر څو نفره وه؟ د انصارو څخه هغه پاته سوي منافقان (82) نفره وه او هغه چي د اعرابو څخه پاته سوي وه او عذرونه يې ويل چي د بني غِفار او نورو قبيلو څخه وه هغه هم (82) نفره وه، مګر عبدالله بن اُبى بن سلول منافق او د ده د قوم څخه د ده ډله ډير نفر وه چي پاته سوي وه، د پاته سوو خلکو په جمله کي درې نفره نور هم وه چي يو يې کعب بن مالک رضی الله عنه  ؤ او دوه نور اصحاب کرام وه چي د اصحاب بدر څخه وه، د کعب بن مالک رضی الله عنه  قصه عجبه قصه ده، د ده د پاته کېدلو قصه په بخاري شريف او د احاديثو په نورو کتابو کي روايت سوې ده، راسى چي د کعب بن مالک رضی الله عنه  قصه په خپله و ده  ته پرېږدو چي را ته بيان يې کړي.
کعب بن مالک رضی الله عنه  خپله قصه په يوه ډير اوږده حديث کي روايتوي چي امام بخاري او امام مسلم دواړو روايت کړى دى، چي په هغه حديث شريف کي د کعب رضی الله عنه  دا قول راغلى دى چي وايي: په دغه وخت کي چي زه د دغي غزاء څخه پاته کېدم هيڅ وخت مي اقتصادي حالت تـر دغه وخت ښه نه ؤ، سهار چي به دکوره څخه را وتم د ځان سره به مي و ويل: زه هم بايد د خپل ځان ضروريات پوره کړم چي د مسلمانانو سره ووزم، خو کوم وخت چي به کور ته راغلم هيڅ به مي نه وه کړي، د ځان سره به مي و ويل: زه قدرت لرم پروا نه لري زه خپل ضروريات ډير ژر برابرولاى سم، په دغه خبرو ورځي راباندي تېرېدې څو چي خلک په رشتيا سره د وتلو دپاره تيار سوه او ما د ځان دپاره هيڅ نه وه برابر کړي، څو خلک د تبوک پر طرف رهي سوه ما د ځان سره دا  قصد وکړی: چي زه به هم پسي رهي سم او ځان به پسي ور ورسوم، (کشکي مي دغه کار کړى واى) خو دا مي هم و نه کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم   او لښکر ولاړى زه په مدينه منوره کي پاته يم، تر دې وروسته چي به هر وخت دکوره څخه دباندي را و وتم ډير به غمجن سوم، ځکه ما بېله هغو کسانو بل څوک نه ليدل چي يا به په منافقت کي ډوب وه يا يو معذوره سړئ چي الله جل جلاله  به معاف کړى ؤ. 
کوم وخت چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د رجوع يا بيرته را تلو خبر را ورسېدى دلته نو هَم او غَم را باندي را وګرځېدل، د ځان سره به مي درواغ جوړول او ويل به مي چي سبا به د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د قهره څخه په څه شي سره ځان خلاصوم؟ او د خپلي کورنۍ د هر غړي سره به مي په دې باره کي مشورې کولې چي څه ورته و وايم؟ کوم وخت چي مي واورېدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   را ورسېدى هغه باطلي او درواغ خبري ټولي را څخه ولاړې او دا مي قصد وکړی چي رشتيا به ورته وايم، بېله رشتيا څخه مي بل شئ نه خلاصوي، هـو! په درواغ ويلو سره په ظاهره څوک خلاصيږي خو دننه په زړه کي به زهير وي، کعب رضی الله عنه  وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته ورغلم او سلام مي ورته و وايه، رسول الله صلی الله علیه وسلم   راته وکتل او د قهر تبسم يې راته وکړی، بيا يې و ويل: راسه، زه هم ورغلم او د ده صلی الله علیه وسلم   و مخ ته  کښېنستم، ويل: څه شي پاته کړې؟ آيا تا د خپل ځان دپاره بوده  نه ؤ رانيولى؟ 
کعب رضی الله عنه  وايي: ما ويل هـو! بوده مي را نيولى ؤ خو په والله که بېله تا څخه د اهل دنيا د هر چا په حضور کي کښېنستلى واى تا به ليدلي واى چي زه د هغه د قهره څخه په يوه عذر سره ځان خلاصوم، ځکه الله جل جلاله  داسي ژبه راکړې ده چي دلائل په و وايم، مګر په والله زه په دې پوهېږم که نن ورځ زه درواغ درته و وايم ته به زما څخه په هغه درواغو راضي سې، مګر قريبه ده چي الله به دي پر ما په قهر کي او که مي رشتيا درته و ويل، هو! ته به مي په هغه کي ملامت کړې مګر په دغه رشتيا کي مي د الله جل جلاله   څخه دا اميد دى چي عفوه به راته وکړي، په والله ما هيڅ عذر نه درلودى او ما هيڅ وخت دومره مال نه درلودى لکه په دغه ورځ چي ستا څخه پاته سوم، يعني: پاته کېدل مي د غريبۍ يا بل عذر په سبب نه وه، والله هيڅ عذر مي نه درلودى فقط إهمال، بې پروايي او ضعيفه همت ؤ چي زه يې پاته کړم، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: دغه سړي رشتيا و ويل، په دې کي اشاره وه چي کومو نورو نفرو چي عذرونه ويل درواغ يې ويل، مګر دغه سړي رشتيا و ويل او ويل ولاړ سه تر څو چي الله جل جلاله  ستا په باره کي حکم کوي، په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم   د ده په باره کي حکم و نه کړى، نه يې عفوه ورته وکړه نه يې کوم عِقاب او عذاب د ده دپاره مقرره کړى، ويل صبر وکه تر څو چي الله جل جلاله  ستا په باره کي حکم كوي. 
نـو د دغو درو نفرو په باره کي چي کعب بن مالک، هلال بن اُميه او مراره بن ربيع وه چي حق او رشتيا يې و ويل د سورة التوبه (106) نمبر آيات نازل سو، الله جل جلاله  فرمايي: ( وَآخَرُونَ مُرْجَوْنَ لِأَمْرِ اللَّهِ إِمَّا يُعَذِّبُهُمْ وَإِمَّا يَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ )يعني: د دغو کسانو څخه چي د تبوک د غزاء څخه پاته سوي دي نور درې نفره دي (چي نومونه يې د مخه ذکر سوه) چي د الله جل جلاله  د حکم دپاره پرېښوول سوي دي،  يا به الله جل جلاله  دوى ته عذاب ورکي يا به يې توبه قبوله کي، د دوى په باره کي حکم و وروسته ته معطله سو، کعب بن مالک رضی الله عنه  وايي: ما هغه خپل حقيقت و وايه نو هوسا سوم، پرخپل قصور او کو تا هي مي اعتراف وکړی خو زما قوم او کورنۍ راته راغله او ويل: سړيه! ټولو خلکو يو عذر و وايه او رسول الله صلی الله علیه وسلم   هم د هغو دپاره د مغفرت غوښتنه وکړه تا هيڅ داسي شئ نه کړی پيدا چي هغه د ځان دپاره عذر او بهانه وګرځوې؟ يو عذر پيدا که او ولاړسه هغه ورته و وايه، که رسول الله صلی الله علیه وسلم   ستا دپاره د بخښني طلب وکړی الله جل جلاله  به عفوه درته وكړي. 
کعب رضی الله عنه  وايي دا خبري يې دومره راته وکړې چي دا إراده مي وکړه چي بيرته و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته ورسم او يو عذر ور ته و وايم، کعب رضی الله عنه  وايي: وَلَقَد اُوتِيتُ جَدَلاً) يعني: زما سره داسي ژبه وه چي دلائل مي په ويلاى سواى، خلکو ته مي قناعت ورکولاى سواى، په هرځاى کي مي ځان په خلاصولاى سواى، نو د دوستانو ډير ويل په دې قانع کړم چي بيرته و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته ور سم او ژبه واړوم، خو بيا مي پوښتنه وکړه چي بېله ما څخه بل چا هم دغسي خبره کړې ده؟ يعني: ويلي يې وي چي عذر مو نه  درلودى فقط کاهلۍ پاته کړو، ويل هـو، ما ويل: هغه څوک وه؟ ويل: هِلال بن اُميه او مُراره بن ربيع، کعب رضی الله عنه  وايي: داسي دوه صالح نفر يې را ياد کړه چي د اهل بدر څخه وه، د بدر غزاء ته حاضر سوي وه او اوس د تبوک څخه پاته سوي دي، نو ما د ځان سره و ويل: ما ته هم هغه را پېښيږي کوم چي و دوى ته ور پېښيږي، هغه دوه د اهل بدر څخه دي زه هم د هغو سره يم، نو د هغه خپلي رشتيا خبري څخه نه واوښتم، پسله څه وخته د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د طرفه و ټول اهل مدينې ته امر وسو چي د دغو درو نفرو سره خبري کول منعه دي، هيڅوک به خبري نه ور سره کوي، کعب وايي: خلکو خبري را سره بندي کړې حتّْی سلام ور واچوم جواب يې نه را کوي، کعب رضی الله عنه  وايي: مځکه هم را ته بدله سوه هغه مځکه نه وه چي ما ته را معلومه وه، وايي: هغه دوه نفره چي په پاته کېدلو کي زما ملګري وه يعني: هلال بن اُميه او مُراره بن ربيع په خپلو کورو کي کښېنستل شپه او ورځ يې په ژړا تېرول، مګر ما صبر کړى ؤ بازار ته ځم، مسجد ته ځم خو هيڅوک خبري نه را سره کوي. 
وروڼو! دا امتحان دى د هغه انسان به څه حال وي چي په ټول ښار کي څوک خبري نه ور سره کوي؟ نه خپل نه پردئ، کعب رضی الله عنه  وايي: بيا مي هم صبر کاوه، وايي: مسجد ته به ولاړم رسول الله صلی الله علیه وسلم   به پسله لمانځه د خپلو اصحابو سره ناست ؤ ما به سلام ورته و وايه خو هيچا زما د سلام جواب نه راکاوه، ما به رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته کتل چي آيا زما د سلام جواب د شُنډانو په ښورولو سره راکوي که يا؟ بيا به مي نژدې و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته نفل  لمونځ کاوه او په لمانځه کي به مي و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته د سترګو تر کُنجانو کتل چي ما ته ګوري که يا؟ 
خو کوم وخت چي به زه په لمانځه مشغوله وم راته کتل به يې، چي بيا به ما د ده صلی الله علیه وسلم   و طرف ته وکتل مخ به يې را څخه واړاوه، څلوېښت ورځي پر دغه حال پاته سوم، کعب رضی الله عنه  وايي: يوه ورځ د مدينې منورې په بازار کي رهي وم چي د شام د تاجرانو څخه يو سړئ چي د شام څخه يې ارتزاقي مواد راوړي وه او د مدينې منورې په بازار کي يې خرڅول او د خلکو څخه پوښتني کوي چي کعب بن مالک به څوک را وښيي؟  خلکو زما و طرف ته اشاره وکړه چي هغه دى، نو دغه تاجر راغلى او ما ته يې د غسان د پاچا د طرفه يو ليک راکړی او ويل: دغه ليک د غسان د پاچا د طرفه ستا دپاره دى، ليک چي مي خلاص کړي پسله سلام او احترامه يې ليکلي وه: موږ ته خبر را ورسېدى چي ستا ملګري ستا سره جفا وکړه، الله جل جلاله  نه ته خوار کړى يې او نه يې ضائع کړى يې، موږ ته راسه چي عزت او احترام دي وکو.
 وروڼو! دا ليک امتحان په امتحان کي ؤ، په مدينه منوره کي ټولو خلکو مقاطعه ور سره کړې ده څوک خبري نه ور سره کوي او هلته بيا يو بل ښار دى د هغه پاچا يې دعوتوي او وايي: موږ ته راسه عزت به دي وکو. 
کعب رضی الله عنه  وايي: دغه ليک چي مي و وايه د ځان سره مي و ويل: دا هم د الله جل جلاله  د طرفه امتحان دى نو د دې دپاره چي په زړه کي مي شئ را و نه ګرځي او د دغه ليک سره مي تعلق نه سي پیدا ليک مي په تناره کي واچاوه او و مي سوځى، زه پر هغه خپل حال پاته يم، كله چي پر دغه حال څلوېښت ورځي را باندي تيري سوې د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د طرفه قاصد راغلى او ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم   دي امرکوي چي د خپلي ښځي څخه جلا سه، ما ويل: طلاقه يې کم؟ يعني: امر يې کړى دى چي خپله ښځه طلاقه کم؟  
وروڼو! دغه مسلمانان وه او دغه يې اطاعت ؤ، قصد او إراده يې کړې ده چي په هر کار سره امر کړه سي هغه عملي کوي، خپل ځان او خپل ژوند يې و الله جل جلاله  او رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته تسليم کړي دي، قاصد ويل: يا طلاقه وه يې مه بلکه ته ځني جلا سه يواځي ژوند کوه او هغه زما دوو ملګرو ته يې هم دغسي امرونه ور لېږلي وه، کعب رضی الله عنه  وايي نو مي خپلي ښځي ته و ويل: ته د خپل پلار کره ولاړه سه هلته اوسېږه تر څو چي الله جل جلاله  په دې موضوع کي فيصله کوي، ښځه مي هم ولاړل خو د ښځي کورنۍ او دوستان يې راغله او ويل: هلال بن اُميه او مُراره بن ربيع خپلي ښځي په خپلو کورو کي ور سره پرېښوولې، فقط دوى ځني جلا سوه او تا دکوره وايستل، کعب رضی الله عنه  و ويل: يا! هغه دوه په عمر ډير دي مګر زه ځوان يم بيا به رسول الله صلی الله علیه وسلم   څه وايي؟ زما ښځه بايد د خپل پلار په کور کي و اوسيږي، کعب رضی الله عنه  يواځي په کور کي پاته سو، په تيرو څلويښتو ورځو کي فقط دغه يوه ښځه وه چي د ده سره يې خبري کولې ځکه په کور کي ور سره وه او اوس هغه هم ولاړل، نو په کور او دباندي کي يواځي سو، کعب رضی الله عنه  وايي: و داسي حال ته ورسېدم چي ټوله دنيا راباندي تنګه سوه په خپل ځان کي نه ځايېږم، پنځوس ورځي کيږي چي نه څوک خبره راته کوي او نه مي چا ته خبره کړې ده، حتّْی د سلام جواب هم څوک نه را کوي.
 وروڼو! دغه حال ډير سخت او مشکل دى، تاسي یې پر خپل ځان فرض کړی: په پنځوس ورځو کي دي هيچا خبره نه وي در سره کړې حتّْی خپله ښځه دی هم در څخه جلا سي او هلته بيا د خپل قُصور او کو تا هۍپه سبب د الْهي عذاب څخه بېره هم سته، نو هم دنيوي ژوند تریخ او په تکليف سو او هم د الْهي عذاب بېره موجوده ده. 
کعب رضی الله عنه  وايي: پسله پنځوسو ورځو ما په خپل کور کي د سهار لمونځ وکړی او په داسي حال کي وم چي هغه حال مي الله جل جلاله  په قرآن مجيد کي بيان کړى دى او فرمايي:
﴿ حَتَّىٰ إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ﴾. [التوبه: 118]
يعني: تر داسي اندازې په تکلیف کي وه چي مځکه د خپل پراخوالي سره سره پر دوى تنګه سوه او د ډيره غمه څخه د دوى زړونه پر دوى تنګ سوه. 
لکه موږ چي وايو (د ډيري خواشينۍ مي زړه وچاودى) نو وايي: کوم وخت چي مي د سهار لمونځ آداء کړی زه د خپل کور پر بام په دغه غمجن او دردونکي حالت کي ناست وم چي د يوه ناره کونکي آواز مي واورېدى چي و جبلِ سلع ته ختلى ؤ او په لوړ آواز يې ناري کړه: زېرى مي درباندي يا کعب بن مالک! وايي: زه دستي د شکر پر سجده پرېوتم پوه سوم چي خوشالي راغله، رسول الله صلی الله علیه وسلم   د سهار تر لمانځه وروسته زموږ د توبې د قبلېدلو اعلان کړى ؤ، که مي کتل چي دوه نفره را رهي دي، يو  پر آس سپور ؤ او بل پر پښو را رهي ؤ، اصلاً زموږ د توبې د قبلېدلو آياتونه نازل سوي وه، نو دغه دوه نفره را رهي وه چي زېرى را باندي وکړي هر يو غواړي چي تر هغه بل را د مخه سي او تر هغه بل د مخه زېرى را باندي وکړي، هغه چي پر پښو را رهي ؤ پوه سو چي سپور ترما د مخه ور رسيږي نو و يوې لوړي ته وختى او په لوړ آواز یې په نارو  شروع وکړه، غواړي چي آواز يې تر هغه سپاره د مخه را ورسيږي، کعب رضی الله عنه  وايي: ما هم و دغه زيري کونکي ته چي ما يې آواز اورېدلى ؤ زېرى ورکړى او په والله ما بل هيڅ شئ نه درلودى بېله هغه خپلو اغوستو کالو، هغه کالي چي ما اغوستي وه هغه مي په زيري کي ورکړه او بيا ما د خپلو اقرباوو څخه په استعاره کالي واخستل او وامي غوستل، (استعاره دا ده چي ته اوس دغه ستا شئ راکه چي ما خپل کار په اجراء کړی بيرته به يې درکم) او بيا د مسجد نبوي و طرف ته رهي سوم، د مسجد په لار کي په ډلو ډلو خلک را باندي را ټوليږي او مبارکي را ته وايي، چي دغه د خلکو ډير والي او د خلکو مبارکۍ زه د مسجد څخه وځنډولم، هر يو دغه را ته وايي: يا کعب بن مالک! د توبې د قبلېدلو دي مبارک سه، (مُبَارکٌ عَليکَ توبةُ الله) څو وايي: مسجد ته ورسېدم او د خلکو د ډير والي څخه مسجد ته نه سواى ننوتلاى. 
كم وخت چي و مسجد ته ور داخل سوم رسول الله صلی الله علیه وسلم   د اصحاب کرامو د مشرانو سره ناست ؤ طلحه بن عبيدالله رضی الله عنه  په ځغستا را وغورځېدى څو تر ما پوري راغلى مصافحه يې را سره وکړه او مبارکي يې را ته و ويل، کعب رضی الله عنه  وايي: په والله د مهاجرينو څخه بېله ده څخه بل څوک نه سوه را ولاړ او زه به د طلحه رضی الله عنه  دغه ورځ هيڅکله هېره نه کړم، کعب رضی الله عنه  وايي: زه ور تېر سوم او رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته مي سلام و وايه، رسول الله صلی الله علیه وسلم   په داسي حال کي چي د خوشالۍ شغلې يې د مخ څخه ولاړېدې را ته و ويل:    «أبشِر يَا کعب بن مالک! أبشِر بِخَيرِ يَومٍ مَـرّ عَلَيکَ مُنذُ وَلَدَتکَ اُمُـکَ».
يعني: د هغه ښې او مبارکي ورځي زېرى درکوم چي ستا په ژوند کي دکومه وخته څخه چي ستا مور ته زېږولى يې پر تا راغلې ده، يعني: نن ورځ ستا دپاره داسي نېکمرغه او مبارکه ورځ ده چي ستا په ټول عمرکي تر دغه ښه ورځ نه ده درباندي راغلې.
 کعب رضی الله عنه  وايي: ما ورته و ويل: يا رسولَ الله! دغه د توبې قبلېدل مي ستا د طرفه څخه دي که د الله جل جلاله  د طرفه څخه؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: يا  زما د طرفه څخه نه دي بلکه د الله جل جلاله  د طرفه څخه دي، نو وايي: ما ورته و ويل: يا رسولَ الله! زما د توبې څخه يو هم دا دى چي زه خپل ټول مال د الله او رسول الله صلی الله علیه وسلم   دپاره صدقه پرېږدم، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: خپل ځيني مال دي د ځان دپاره وګرځوه دا ستا دپاره خير دى او بيا ما و ويل: يا رسولَ الله! زه خپلو رشتيا ويلو خلاص کړم او  زما د توبې څخه يو هم دا دى: تر څو چي ژوندئ يم بېله رشتيا څخه به بله خبره و نه کړم. 
وروڼو! اوس نو دغه ټول حالات، دغه خوابدي، دغه د خبرو مقاطعه د څه شي په سبب وه؟ دا د جهاده څخه د پاته کېدلو په سبب وه او دا ټوله د دې دپاره وه چي په اسلام کي د جهاد درجه او مقام را معلوم سي، په دغه قصه کي يوه نفر جهاد پرې اېښى ؤ دغه یې حال ؤ او که ټول امت مسلمه جهاد پرېږدي څه حال به يې وي؟ د جهاد پرېښوول يا د جهاده څخه پاته کېدل کوچنۍ او آسانه مسئله نه ده، د دغي قصې څخه موږ ته د جهاد د وجوب او فرضيت اندازه را معلوميږي، جهاد د اسلام او مسلمانانو د سر لوړۍ او عزت دپاره، د اسلام حتمي او ضروري جُزء دى، بې جهاده اسلام ته اسلام نه ويل کيږي، د مسلمانانو ژوند بېله جهاده د ذِلّت ژوند وي او موږ ته نن ورځ دغه تجربه په يقيني ډول سره حاصله ده.
نو الله جل جلاله  د کعب بن مالک رضی الله عنه  او د ده د هغه دوو ملګرو توبه قبوله کړه او دغه توبه الله جل جلاله  د سورة التوبه په (118) نمبر آيات کي ذکر کړې ده، چي رب عزوجل  فرمايي:
﴿ وَعَلَى الثَّلَاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا حَتَّىِ  إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَن لَّا مَلْجَأَ مِنَ اللَّهِ إِلَّا إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴾. [التوبه:118]
ژباړه: او خُصوصاً پر هغو درو نفرو چي د توبې د قبلېدلو څخه پاته سوي وه (يعني: د توبې قبلېدل يې ځنډېدلي وه) تر هغه وخته چي مځکه پر دوى تنګه سوه، سره د پراخوالي د دغي مځکي او پر دوى د دوى زړونه د ډيره غمه څخه تنګ سوه او د دوى يقين سو چي د الله جل جلاله  د قهره څخه بل د ساتني او پناه ځاى نسته مګر هم ده الله ته پناه ور وړو او بيا الله جل جلاله  پر دوى رجوع وکړه چي د توبې توفيق يې ورکړى، دپاره د دې چي دوى توبه وکاږي، بېشکه چي الله جل جلاله  ښه توبه قبلونکى دى او د ډير رحم خاوند دى. 
دا د هغو درو نفرو قصه وه چي د جهاد څخه پاته سوي وه او الله جل جلاله  يې پسله دغه امتحانه څخه توبه قبوله کړه.
الله جل جلاله  دي موږ او تاسي ته هم عفوه وکړي، زموږ او ستاسي توبې دي قبولي کړي، الله جل جلاله  دي صدق او رشتيا ويل زموږ عادت وګرځوي، آمين.
 
ان شاءالله نور بیا....
 
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته