د رحمت نبي صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: زما سره زما رب وعده کړې ده چي زما د امت څخه به اويا زره (۷۰،۰۰۰) کسان و جنت داسي داخلوي چي نه د هغو سره حساب کيږي او نه به عذاب ورکول کیږي او د هرو زرو سره به او يا زره نور کسان وي او زما د رب د لپو څخه به درې لپي (کسان وي چي و جنت ته به بېله حسابه او بېله عذابه داخليږي). رواه احمد و ترمذي و ابن ماجه