تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موږ هغه قوم او ملت يو چې څه باندې ۱۲ پیړۍ وړاندې مو د تمدن او ټیکنالوجی سیال نه وو.
هغه وخت چې موږ نړۍ او دنياوالو ته صنعت وړاندې کاوه؛ اروپا د جهل اوتیارو په لارو کې د يو او بل په ناترسه وژلو لگيا وه.
دهارون الرشيد لخوا دفرانسې پادشاه ته د ساعت لېږلو کیسه ټولو ته معلومه ده.
كله مسلمان ارايه کوونکي د مسلمانانو د خليفه تحفه(شارلمان)ته وړاندې کړه نو هغه له ډيره وهمه له ځايه وښورېده چې په دې کې خوجنيات ځای پر ځای سوي چې وژني مو.
دا چې اوس ولې موږ دومره شاته پاته يو علت يې زموږ له خپل دين او کلتور نه مخ اړول او د اروپا په جاهلیت پسې اقتداء کول دي.
بناء دين ته په تمامه مانا ورگرځيدلو کې زموږ بریا او كاميابي نغښتې ده.
زموږ دين د هر راز معنوي اومادي برياوو او پرمختگونو ازمايل سوی صادق ضامن دی. د اندلس پوهنتونونه اومدرسې له هیچا هيري نه دي چې اروپايانو به خپل بچي دزده کړې لپاره راليږل، څو دوی هم د مسلمانانو څخه د کامياب ژوند کولو اصول او طريقي زده کړي.
www.taleemulislam.net