د اسلامي نړۍ نامتو او ستر عالم حافظ ابن قیم رحمه الله او شیخ الاسلام تقي الدین حراني رحمه الله د ګناهونو آثارو یادونه کړې ده او موږ یې دا اوه (۷) علامې په لنډ ډول سره ذکر کوو او هغه عبارت دي له:
۱ـ په ژوند کي تنګسه او غمونه .
۲ـ د روزي(رزق) تنګي.
۳ـ د علم هېرېدنه.
۴ـ له ګناهکار سره د خلکو په زړونو کي بغض پیدا کېدل.
۵ـ د بنده او د هغه د رب په منځ کي وحشت (بېلتون) راتلل.
۶.د زړه سختوالی او یا مړ کېدل.
۷ـ د هغو ناوړه عواقب په آخرت کي که انسان بې توبې مړسي، د خیر څخه بې برخي کېدل.
اخذ: د ګناهونو څلوېښت اسباب.
www.taleemulislam.net