تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کبیره ګناهونه :
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 22, 2022
  0

لیکنه : عبدالرحیم راشد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


علماؤ کرامو (رح) په مختلف تعداد سره لوی ګناهونه ذکر کړي دي، خو موږ یې هغه قول را اخلو چي مولانا جلال الدین دواني (رح)او نورو علماوو یاد کړي دي او د مظاهر حق مصنف (رح) په خپل کتاب کي راوړي دي :


۱ ـ د الله (جل جلاله)سره شريك نيول.


۲ ـ په ناحقه یو څوک وژل.


۳ ـ زنا کول.


۴ ـ لواطت کول.


۵ ـ په ګناه باندي د دوام او همیشګۍ نیت کول.


۶ ـ غلا کول.


۷ ـ شراب څښل او نشه کوونکي شیان استعمالول.


۸ ـ جادو زده کول او جادو کول.


۹ ـ د محارم یعني مور، خور، عمه، خاله، انا او داسي نورو سره نکاح کول.


۱۰ ـ خمار زده کول او خمار کول.


۱۱ ـ د دار الحرب څخه هجرت نه کول. (دار الحرب هغه هیواد چي په هغه کي دکفارو حکومت وي او مسلمان پکښې د خپل مذهبي فرضونو د اداکولو څخه منعه کیږي).  


۱۲ ـ د دین د دښمنانو سره ناروا قرابت او دوستي ساتل.


۱۳ ـ د طاقت ، توان او غالب حیثیت لرلو سر بېره د دین د دښمنانو سره جهاد نه کول. 


۱۴ ـ سود خوړل.


۱۵ ـ د خنزیر او مردارو حیوانانو غوښه خوړل.


۱۶ ـ د نجومي او کاهن تصدیق کول.


۱۷ ـ په ناحقه د یوچا مال خوړل.


۱۸ ـ پر پاک لمن سړي یا ښځي باندي د زنا تهمت لګول.


۱۹ ـ درواغ ویل.


۲۰ ـ د یو شرعي عذره څخه پرته په قصد سره د رمضان روژې نه نیول یا روژه ماتول.


۲۱ ـ په درواغو سره قسم خوړل.


۲۲ ـ تعلق قطع کول( قرابت او خپلوي ختمول).


۲۳ ـ مور او پلار ته تکلیف ورکول او د هغوی نافرماني کول.

 


۲۴ ـ د جنګ په وخت کي د دین د دښمنانو د مقابلې څخه تښتېدل.


۲۵ ـ په ناحقه د یتیمانو مال خوړل.


۲۶ ـ په پیمانه او تللو کي خیانت کول.


۲۷ ـ لمونځ پر وخت نه ادا کول.


۲۸ ـ د مسلمانانو سره په ناحقه جګړه کول.


۲۹ ـ پر رسول الله (صلی الله عليه وسلم) باندي درواغ تړل.


۳۰ ـ د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)، کتاب الله (جل جلاله) او ملائکو  (عليه السلام)څخه انکار کول یا پر هغوی مسخرې کول.


۳۱ ـ د دین د احکامو او د شریعت د مسئلو څخه انکار کول.


۳۲ ـ پر فرضو عمل نه کول، یعني لمونځ،زکات،د رمضان روژې، حج نه کول.


۳۳ ـ په صحابه کرامو (رض) یا یوصحابي پسې بد ویل.


۳۴ ـ بېله عذره شاهدي پټول.


۳۵ ـ رشوت اخیستل.


۳۶ ـ د ښځي او خاوند په منځ کي نفاق او اختلاف پیدا کول. 


۳۷ ـ د حاکم په وړاندي د یوچا چغل ګري کول.


۳۸ ـ غیبت کول.


۳۹ ـ په اسراف کي اخته کېدل ،(اسراف: بې ځایه مصرف او پالتو خرڅ کول).


۴۰.لاري شکول یعني په لاره کي درېدل اود خلکو څخه غلاوي کول یا کورونو ته اوښتل.


۴۱.د دین په نامه یا د یو دنیاوي مقصد په وجه د ځمکي پر مخ فساد او فتنه خپرول.


۴۲.پر کوچني ګناهونو دوام او اصرار اختیارول.


۴۳.هارمونیه، ډُول او نور سازونه ږغول.


۴۴.د لمبېدلو په وخت کي د نورو خلکو په وړاندي ځان لوڅول.


۴۵.یو چاته د ګناه شوق ورکول او یا د ګناه په کار کي مرسته کول.


۴۶.په مالي غوښتنو او ادا کولو کي بخل کول.


۴۷.د ځان وژل.

۴۸.د خپل بدن د اندامونو څخه یو اندام ضائع او تلف کول.


۴۹.د مني او بولو د مردارۍ څخه پاکي نه ترلاسه کول.


۵۰.تقدیر درواغ ګڼل.


۵۱.د خپل مشر او حاکم سره وعده خلافي کول.


۵۲.یو چاته د هغه په ذات او نسب سره پېغور ورکول.


۵۳.د غرور او تکبر له وجه پایڅې تر بجلکو کښته کول.


۵۴.خلک د ګمراهۍ په لور رابلل.


۵۵.پر مړي باندي(د شرعیت خلاف لکه جامې څیرل او داسي نور ډول) ماتم او غم کول. 


۵۶.خرابي طریقې او ناروا  رسمونه رواجول.


۵۷.په یو خار داره(وژونکي یا ټپي کوونکي)  آلې سره د یو مسلمان په لوري  اشاره کول.


۵۸.یو څوک خصي کول.


۵۹.د خپل بدن یوه برخه پرې کول، مثلا ږېره خریل، پزه و غیره لږ پرې کول.


۶۰.د خپل احسان کوونکي احسان هېرول.


۶۱.د حرم شریف په حدود کي هغه کارونه کول چي د هغه منعه فرمایل سوې ده.


۶۲.د حرم شریف په حدود کي جاسوسي کول.


۶۳.نرد(زمري)لوبه کول او یا داسي لوبه کول چي هغه په اتفاق سره حرامه وي.


۶۴.یو مسلمان ته کافر ویل یا هغه په داسي الفاظو سره مخاطب کول چي یوازي د کافر لپاره استعمالیږي.


۶۵.که د یوې څخه زیاتي ښځي يې وي نو د هغوی په مینځ کي عدل او انصاف نه کول.


۶۶.موټ وهل(په لاس سره مني ایستل او خوند اخیستل).


۶۷.د غلې او نور شیانو په ګران بیه کېدو سره خوشحاله کېدل.


۶۸.د حیوانانو سره بدکاري کول.


۶۹.د عالم په خپل علم سره عمل نه کول.


۷۰.د دنیا په مینه کي اخته کېدل.


۷۱.آمرد ته  (هغه هلک ته  چي، ښائسته یا ږېره او بریت یې نه وي) په شهوت سره کتل.


۷۲.د خلکو کورو ته کتل.


۷۳.د کور د خاوند څخه پرته د هغه کور ته ننوتل.


۷۴.دیوثي (بړوه توب) کول.


۷۵.امر بالمعروف او نهي عن المنکر، یعني د نیکو کارونو د تبلیغ او تلقین او د خرابو کارونو څخه د منعه کولو فریضه د قدرت سربیره نه ادا کول.


۷۶.د قرآنکریم د زده کولو څخه وروسته د هغه هېرول.


۷۷.حیوانان په اور کي سوځول.


۷۸.د ښځي د یو شرعي عذر څخه پرته د خپل خاوند نافرماني کول.


۷۹.د سړي پر ښځي ظلم کول.


۸۰.د الله (جل جلاله) د رحمت او بخښني څخه نا امیده کېدل.


۸۱.د الله (جل جلاله)  د عذاب څخه نه وېرېدل.


۸۲.د عالمانو او حافظانو سپکاوی او توهین کول.


۸۳.د ښځي سره ظِهار کول(ظِهار:د خپلي ښځي یو اندام لکه شا یا فرج د خپلي محرمي ښځي سره مشابه کول).


ځیني علماوو (رح) د لویو ګناهونو په فهرست کي د نورو ګناهونو یادونه هم کړې ده، مګر دلته د لنډوالي په وجه پر همدې فهرست بسوالی وسو.


ماخذ : د ګناهونو د بخښني څلوېښت اسباب 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته