تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کوم امتحان ورکوئ؟
 
  January 21, 2012
  0

رالېږونکئ : عزت الله قرآن مل

تاسو به په ژوند کي ډېرامتحانونه ورکړي وي. چي کله د امتحان ځاى ته ورسئ نو په دغه وخت کي ستاسو ټول فکر دا وي چي ژر تر ژره راته پارچه راکول سي اوځان په سوالونو پوهه کړو او ځوابونه يي ورکړئ اوپه وار وار و خپل ساعت ته ګورئ ، چي څومره وخت پاته دئ داسي نه چي وخت ختم سي او ما پارچه نه وي حل کړې. نو ورڼو! د ادنيا د اخرت د امتحان کوټه ده او په دې کي چي موږ ته کومه پارچه راکول سوئ وي هغه قرآن او حديث دي اوپه هغه ځان پوهول دي او بيا پرې عمل کول دي خو د زړه په سترګو وګورئ، چي مونږ کله هم د دې پارچې د حل کولو له پاره دومره فکر کړئ دئ څومره فکر چي د دنيوي پارچې د حل له پاره کوو؟

که يو سړى د امتحان په صحنه کي او د امتحان په حال کي په نورو عبثو او فضولو کارونو اخته وي او وخت پر تېرسي ، نو دا کس به کامياب سي؟ نه هيڅ کله نه بلکي موږ ټول به ورته د کم عقل خطاب کوو ، چي د دې کس څومره عقل کم دئ د امتحان د پار چي د حل کولو له پاره دري يا څلور ساعته وخت ورکول سوئ دئ خو بيا هم دى د امتحان په فکر کي نه دئ اوس نو راسئ  د انځور دا بل مخ وګورئ د دنيا او د اخرت د امتحان په منځ کي پرتله وکړئ او يو د بل سره يې تفاوت معلوم کړئ.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته