د قران لوستونکي مسلمان او د منافق مثال
لیکنه : مولانا محمدزکريا نور الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عن ابي موسى (رضي الله عنه) قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) مثل المؤمن الذى يقرء القرآن مثل الاترجة ريحهاطيب و طعمها طيب ومثل المؤمن الذى لا يقرء القرآن مثل التمرة لاريح لها و طعمها حلو و مثل المنافق الذى لا يقرء القرآن کمثل الحنظلة ليس لها ريح و طعمها مر ومثل المنافق الذي يقرء القرآن مثل الريحانة ريحها طيب و طعمها مر : رواه البخارى و مسلم و النسآئى و ابن ماجة:
ژباړه : د حضرت ابى موسى (رضي الله عنه) څخه روايت دئ چي نبي (عليه السلام) فرمايي: هغه مؤمن چي د قرآن تلاوت کوي د نارنج په څېر دئ، چي بوى او خوند دواړه يې ښه دي. د هغه مؤمن مثال چي د قرآن تلاوت نه کوي د خرما په څېر دئ چي بوى نه لري او خوند يې ښه دئ. د هغه منافق مثال چي د قرآن تلاوت نه کوي د حنظل (مړغوني) په څېر دئ چي بوى نه لري او خوند يې بد دئ او د هغه منافق مثال چي د قرآن تلاوت کوي د ريحان په څېر دئ چي بوى يې ښه دئ او خوند يې تريخ دئ.
په دې حديث کي مقصد د ناليدلو شيانو مثال په ليدلو شيانو سره ورکول سوى دئ د دې لپاره چي په ذهن کي د قرآن د تلاوت او نه تلاوت توپير په اسانۍ سره راسي که نه نو د نارنج يا خرما د قرآنکريم د خوشبويي او خوږوالي سره څه نسبت دئ که څه هم د دغو شيانو په مثال کي خامخا باريکي سته (ځکه دا د سپېڅلى نبي (عليه السلام) وينا ده هغه داسي باريکي ده) چي د نبوت د علومو سره اړه لري او د نبي (عليه السلام) د علومو و پراخوالي ته اشاره کوي د مثال په ډول که څوک نارنج وخوري خوله خوشبويه کوي، معده پاکوي او هاضمې ته قوت ورکوي او داسى نوري ګټي هم پکښې دي دغه ګټي د قرآن د لوستلو سره ځانګړى مناسبت لري ځکه قرآن لوستل د خولې خوشبويي کېدل کوي، د باطن صفا کېدل کوي او روحانيت تقويه کوي د قرآن دغه ګټي د پورتنيو ګټو سره ورته والى لري .
بله خبره دا ده: چي په کوم کور کي چي نارنج موجود وي و هغه کور ته پيرانان نه راځي که دا خبره صحيح وي نو بيا خو يې د قرآن سره خاص مناسبت دئ. د ځينو طبيبانو څخه ما اورېدلي دي چي نارنج حافظه قوي کوي. د حضرت على (رضي الله عنه) څخه په احيا نومي کتاب کي نقل سوى دئ چي درې شيان حافظه قوي کوي: مسواک، روژه او د قرآن شريف تلاوت. (که څوک د طيبيانو خبره او د علي (رضي الله عنه) ويناسره پرتله کړو په ښکاره د قرآنکريم او نارنج مناسبت معلومېږي). ابوداود د دغه حديث په پاى کى يو بل ګټور مضمون په دې ډول ليکلى دئ: د غوره ملګرى مثال د مشکو والا په څېر دئ که د دغه ملګري څخه مشک په لاس در نه سي نو خوشبويي يې خامخا درته رسېږي او د بد ملګري مثال د اور د کورې په څېر دئ که توروالى درته ونه رسېږي نو د دود څخه يې نه سې خلاصېداى. (د دغو خبرو په نظر کي نيولو سره) ضروري خبره ده چي په ناسته ولاړه کي د مجلس د ملګرو فکر وسي (يعني دا چي د بد ملګري څخه ځان وساتل سي او ښه ملګرى د ځان لپاره وټاکل سي).
ماخذ : دقرآن فضائل
www.taleemulislam.net