لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
روژه د برکتونو میاشت
(درېيمه برخه)
یادونه: (روژه د برکتونو میاشت) لیکنه یو ځل مخکي (۱۴۰۱هـ ش) کال کي خپره سوې، د یادي لیکني اهمیت ته په کتو يې یو ځل بیا خپره وو.
اتم برکت
بل برکت ددې مياشتي دا دئ، چي په دې مياشت کي د بنده نفل په فرضو او يو فرض يې په اويا فرضو باندي حسابل کيږي لکه په حديث کي چي راځي: مَنْ تَقَرَّبَ فِيهِ بِخَصْلَةٍ مِنَ الْخَيْرِ كَانَ كَمَنْ أَدَّى فَرِيضَةً فِيمَا سِوَاهُ، وَمَنْ أَدَّى فَرِيضَةً فِيهِ كَانَ كَمَنْ أَدَّى سَبْعِينَ فَرِيضَةً فِيمَا سِوَاهُ. [شعب الايمان ۲۲۴]
ژباړه: څوک چي په دې مياشتي کي په يوه خصلت د خير ځان نژدې کړي، نو داسي دی لکه هغه څوک چي په نورو مياشتو کي يې فرض أداء کړی وي او چي څوک په دې مياشتي کي فرض آداء کړي نو داسي دی لکه په نورو مياشتو کي چي یې اويا ۷۰ فرضه آداء کړي وي.
نو موږ بايد دې میاشتي ته د یو فرصت په سترګه وګورو او د لاسه یې ورنکړو ځکه داسي فضیلت بیا په بل وخت کي په لاس نه راځي.
نهم برکت
بل برکت ددې مياشتي دا دی، چي په دې مياشت کي د يوې روژې په نيولو سره انسان د اويا کالو سفر مسافت په اندازه د دوږخ څخه ليري کيږي. لکه په حديث کي چي راځي: مَنْ صَامَ يَوْمًا فِي سَبِيلِ اللهِ بَعَّدَ اللَّهُ وَجْهَهُ ، عَنِ النَّارِ سَبْعِينَ خَرِيفًا.[صحيح البخاري ۲۸۴۰]
ژباړه: څوک چي يوه ورځ د الله په لاره کي روژه ونيسي نو الله پاک به يې مخ د اويا ۷۰ کاله سفر مسافت په اندازه د اور څخه ليري کړي.
دا معلومه خبره ده، چي هر مسلمان ددې غوښتونکی دئ، چي الله پاک یې د اور څخه لیري کړي نو د اور د لیري کېدلو لپاره یوه ذریعه ددې مبارکي میاشتي د روژې نیول دي چي هر مسلمان یې باید عملي کړي.
لسم برکت
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي دا مياشت د توبې کولو لپاره ځانګړی وخت بلل سوی دئ، چي په اخلاص باندي توبه کول ارومرو د الله پاک په دربار کي قبليږي لکه په حديث کي چي راځي: وَرَغِمَ أَنْفُ رَجُلٍ دَخَلَ عَلَيْهِ رَمَضَانُ ثُمَّ انْسَلَخَ قَبْلَ أَنْ يُغْفَرَ لَهُ.[سنن ترمذي ۳۸۹۰]
ژباړه: په خاورو دي سي پزه د هغه انسان چي مياشت د روژې ورباندي راسي او بيا بيرته ځيني ولاړه سي مخکي تر دې چي ده ته بخښه وسي.
نو مخكي تر دې چی الله مکړه دا طلایي فرصت راڅخه ولاړ سي راسئ همدا اوس توبه وکړو او پر تېرو ګناهونو باندي د پښېمانۍ په ښکاره کولو سره د الله پاک سره دا وعده وکړو، چي هیڅ وخت بیا هغه ګناهونو ته نه ورځو، همدا راز د را روانو وختونو په اړه هم د الله پاک څخه ددې توفیق وغواړو چي د ګناهونو څخه مو وساتي او موږ ته پر توبې د استقامت همت او غیرت راکړي.
یوولسم برکت
بل برکت ددې مياشتي دا دئ، چي ددې مياشتي د روژې په نيولو باندي د انسان لپاره ددې مياشتي څخه مخکي د ټول عمر ګناهونه ور بخښل کيږي لکه په حديث کي چي راځي: من صام رمضان إيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ. [متفق عليه] ژباړه: څوک د روژې مياشتي روژه په ايماندارۍ او طلب د ثواب ونيسي ټول هغه ګناهونه به ورته وبخښل سي چي ده مخکي کړيدي.
دا ډېر عظیم او لوی برکت دئ، چي الله پاک د روژاتي په نصیب کړی دئ،، ددې عظیم برکت د لاسته راوړلو لپاره باید موږ د روژې په نیولو کي خپل نیتونه صفا کړو او تنها د الله پاک د رضایت لپاره روژه ونیسو.
كه دلته د ګناهونو څخه کوچني ګناهونه مراد هم سي بيا هم روژه د انسان لپاره ډېر لوی فرصت دی چي هيڅ وخت يې بايد له لاسه ورنکړي ځکه انسان د هر ډول ګناه څخه د ځان پاک کولو ته اړتيا لري.
دوولسم برکت
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي ددې مياشتي په تراويح لمانځه باندي د انسان لپاره تر دې مياشتي مخکي د ټول عمر ګناهونه بخښل کيږي لکه په حديث کي چي راځي: مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ.[متفق عليه]
ژباړه: څوک چي په ايماندارۍ او طلب د ثواب د روژې د مياشتي عبادت وکړي ټول هغه ګناهونه به ورته وبخښل سي چي ده مخکي کړيدي.
دا عظیم برکت به موږ د تراویح لمانځه په کولو سره لاسته راوړو، نو باید کوښښ وکړو چي تراویح راڅخه پاته نسي او په هغه ډول تراویح وکړو کوم چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو څخه موږ ته را نقل سویدي.
ددې لپاره چي موږ سمي تراویح وکړو باید ټول سنتونه یې پرځای کړو، نارینه باید د تراویح د کولو لپاره جماعت ته ولاړ سي هلته یې ښه په اطمینان او سکون باندی آداء کړي او په تراویح کي لږ تر لږه یو ځل قرآن ختم کړي همداسي د روژې ټوله میاشت یې وکړي او ښځینه باید تراویح په ښه سکون او اطمینان سره په خپل کور کي وکړي.
یادونه: ځیني خلګ د تراویح د لمانځه سره ډېره بې باكي كوي او په لږ وخت کي یې په ډېري تیزۍ سره کوي داسي لمونځ د انسان په درد نه خوري مسلمان باید ځان ورڅخه وساتي.
نوربیا...
www.taleemulislam.net