ليكنه: محمد نبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
مثبت فکر وکړئ
مثبت فکر وکړئ او د خپل ذهن حریم ته مو د منفي افکار د دخول مانع وګرځئ.
ډېر خلک اکثره وخت پر منفي مسایلو او داسي څه فکر کوي، چي هېڅکله هم نه واقع کېږي. تاسي یوازي د هغه څه په اړه فکر وکړئ، چي پوهېږئ په اوس او راتلونکي کي خوښي درکولای سي.
خپل لید بدل کړئ؛ کله چي تاسي یو ملګری یا آشنا له لاسه ورکړئ، د هغه په اړه د افسوس کولو پرځای او د بدو ویلو پر ځای چي تاسي ئې ووایاست، غوره دا ده چي د هغه د ښو یادونه وکړئ.
www.taleemulislam.net