لیکنه: مولوي محمد اکبر/ تععلیم الاسلام ویب پاڼه
اسان فقهي اصطلاحات
(درېیمه برخه)
(ث)
ثقه: پر چا چي په خبرو او کارونو کي باور کېږی(باوري).
ثمن: په پېر او پلور کي دټاکل سوي سامان مقابل نغدي وي کنه پور.
(ج)
جائز: هغه شي چي پخپل ځان کي نه ثواب لري نه ګناه، دې ته مباح هم ویل کېږی.
جاري: روانی اوبه، داسي اوبو ته ویل کېږی چي یو اوبه دوهم واري استعمال نسي یعني ددوهم واري استعمال څخه هغه لومړی اوبه وبهیږی.
جرموق: جرموقیني چي دنجاست او نورو څخه دموزو دساتلو له پاره استعمالېږي.
جزیه: هغه ځانګړي پېسې چي یو مسلمان هیواد ئې دغیر مسلم څخه دهغه دساتني او حفاظت له پاره اخلي.
جسم: هغه شي چي اوږدوالی، پلنوالی او ژوروالی ولري.
جلسه: د دوو سجدو په منځ کي کښینستل.
جمرات: اصلي معني د شګو یا ډبرو ده؛ خو په اصطلاح کي هغه ځایونو ته ویل کېږي چي دحج په موسم کي په شګو یا ډبرو سره ویشتل کېږي.
جواب تحقیقي: هغه دلیل دی چي پر حقیقت ولاړ وي او د دواړو لخوا منل سوی وي.
جواب الزامي: هغه جواب ته ویل کېږي، چي محض مخالف لوري ته دمنلو وړ وي که دهغه محض استدلال په کوي وي.
جهر: لږ تر لږه په دومره آوازه قرأت کول چي دده پرته بل څوک ئې واوري.
www.taleemulislam.net