تازه سرليکونه
د (فقهي معلومات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسان فقهي اصطلاحات (نهمه برخه/ ش)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 18, 2023
  0

لیکنه: مولوي محمد اکبر/  تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


اسان فقهي اصطلاحات 
(نهمه برخه) 

(ش)


شاب: دبلوغ څخه تر څلویښت کلنۍ پوري عمر، تردې وروسته عمر کهولت(زوړتابه) بلل کېږي.


شاهد: ګواه، هغه کس چي یوه پېښه يې لیدلې وي یا دیو دلیل پر بنسټ خبر وي.


شراء: رانیول.


شعائر: دا دشعیرة جمع ده، داسي شیانو ته ویل کېږی چي دالله جل جلاله داطاعت  او پېژندلو له پاره علامه وي، لکه: آذان.


شفع: دوه رکعتيزه لمونځ ته ویل کېږي.


شفق: هغه سوروالی او سپین والی چي دلمر لوېدو په وخت کي دآسمان په کنارو کي ښکاره کېږي.


شک: دوه احتمالونه داسي برابرېدل چي یوې خواته ترجیح نه وي.


شَوط: پر کعبه شریفه یو ځل پوره راګرځېدل چي داووه واره راګرځېدلو څخه یو طواف جوړېږي.


شهید: چي مشرکینو وژلی وي یا دجنګ په میدان کي په داسي حال کي وموندل سی چي دقتل آثار پرې ښکاره وي، مسلمانانو په ظلم وژلی وي او دهغه دقتل په بدله کي دیت واجب سوي نه وي.


شیخ: چي عمر تر پنځوسو اوښتی وي.


شیخ فاني: ډېر سپین ږری(زوړ) چي دروژې نیولو توان نه لري.


شیخین: په صحابه کرامو کي شیخین حضرات ابوبکر اوعمر رضوان الله علیهم اجمعین دي او په فقهاء کرامو کي امام ابوحنیفه او امام ابو یوسف دي او په محدثینو کي امام بخاری او امام مسلم ته وايي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته