تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مور او پلار ته ښکنځل کول کبيره ګناه ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 20, 2024
  0

 لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مور او  پلار ته ښکنځل کول کبيره ګناه ده


له حضرت عبد الله بن عمرو رضی الله عنه څخه روايت دی، چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: له کبيره ګناهونو څخه دا هم ده چي يو کس خپل مور پلار ته ښکنځل وکړي، حاضرينو عرض وکړ: يا رسول الله صلی الله عليه وسلم! آيا يو کس خپل مور پلار ته ښکنځل کولای شي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هو! د دې صورت دا دئ، چي يو څوک د بل چا پلار ته ښکنځل وکړي بالمقابل هغه د ښکنځل کوونکي پلار ته ښکنځل وکړي. او چي د بل چا مور ته کنځل وکړای شي نو بالمقابل د ښکنځل کوونکي مور ته ښکنځل وکړای شي (مشکوة المصابيح، ص : ۴۱۹، رواه البخاري ومسلم). 


د حديث مطلب دا دی چي په اصل حقيقت کي ښکنځل کوونکي خپل مور او خپل پلار ته ښکنځل نه دي کړي، دا چي بل چا ته د ښکنځلو کولو ذريعه جوړ شو؛ نو له همدې امله په خپله په ښکنځل کوونکو کي شمار شو.


له دې معلومه شوه که يو څوک خپل مور او خپل پلار ته په خپله ژبه ښکنځل وکړي نو دا له عامو کبيره ګناهونو څخه زياته ګناه ده.
افسوس نن صبا په ټولنه کي زياتره خلک داسي دي چي په خپله ژبه مور او  پلار ته ښکنځل کوي، په بدو الفاظو او بدو القابو يې يادوي، انا لله وانا اليه راجعون.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته