تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د وینا پر مهال تېر وتني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 19, 2023
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د وینا پر مهال تېر وتني


د وینا پر مهال له لاندي تېروتنو څخه ځان وساتئ؛ څو مو وینا ښه مؤثره او اغیزمنه تمامه شي.


خبري کول او غوږ نه نیول


په دې ټول پوهیږي، چي ښه ویناوال، ښه غوږ نیوونکی وي. که تاسو غواړئ، چې یو ښه ویناوال یا خبري کوونکی شئ، نو لومړی باید له ځانه یو ښه غوږ نیوونکی جوړ کړئ؛ ځکه دا ممکنه نه ده، چي تاسو دې پرته له غوږنیوني یو ښه ویناوال شئ.


هغه کسان چي ښې ویناوي کوي ترڅنګ یې ښه غوږ نیوونکی هم دی. غوږنیونه هم ځانګړی هنر دی. که غواړئ چي ستاسي خبري نور ښه په غور سره واوري لومړی باید تاسو نورو ته ښه غوږ ونیسئ. ممکن ډېرو ته غوږ نیول څه سخت وبریښي، خو دا چاره دومره سخته هم نه ده، یوازي د نورو خبرو ته غلي کښني. د هغه د ځینو خبرو تائید په اشارو یا هم په ځینو ځانګړو کلماتو ویلو سره وکړئ. تر څنګ یې د موضوع اړونده کله - کله د موقع پرمهال یوه - یوه پوښتنه هم کوئ. بس همدا کار به درنه په راتلونکي کي ښه ویناوال جوړکړي، هغه داسي چي بله ورځ به ستا خبرو ته هم نور ستا په شان غلي او غوږ غوږ وي.


بې تړاوه پوښتني کول


کیدای شي تاسو د وینا او خبرو پرمهال ډېر کله له داسې پوښتنو سره مخ شئ یا به شوې ياست، چي ستاسو له موضوع سره هيڅ اړخ نه لګوي. د ځمکي او اسمان هومره توپیر به سره ولري. دا کار مو د وینا خوند او وخت دواړه بې خونده کوي. د دې کار د مخنیوي په موخه باید تاسو په خپله وینا کي ځیني وقفې ځای پر ځای کړئ، خپلو مخاطبانو ته د سوال کولو وخت ورکړئ او که خپله وینا پرلپسې وغځوئ او چاته د پوښتني کولو وخت ورنه کړئ، نو بیا له داسي برخلیک سره د مخ کېدو چانس مو په هره وینا کې ۱۰۰ سلنه موجود وي. مهمه خبره لا دا چي تاسو هم باید د موضوع په تړاو خبري وکړئ که خپله تاسو له موضوع څخه د باندي قدم کېښود، نو له مخاطبانو مو بیا دا هیله مه کوئ، چي هغوی دي ستاسي خبرو ته تر اخره غوږ شي.


بې ځایه ټوپونه وهل


هغه کسان چي خبري یې پر موضوع متمرکزي نه وي او له یوه ځایه بل ځای ته د مرغۍ په شان هسي ټوپونه وهي، نو دا ډول کړنه خپله پر دې دلالت کوي، چي یاد کس وارخطا او یو ډول عصباني دی، یا هم ممکن نور درباندي داسي فکر وکړي، چي تاسو کم وړتیا ویناوال یاست. که مو خبري تل دا ډول الوتونکي وي، په هيڅ صورت به خپل پیغام تر نورو پوري په سمه او ښکاره توګه و نه شئ رسولای. نو د یوې ښې وینا لپاره لازمه ده، چي تل لنډي او پر موضوع متمرکزي خبري وکړئ او د یوې لنډي، تاثیر لرونکي او متمرکزي وینا لپاره باید تاسو له مخکي پر موضوع ځان خبر کړی وي، له وړاندي د ځینو معلوماتو راټولونه مو کړي وي؛ ځکه له وړاندي چمتوالی مو پر ځان باور زیاتوي.


ماخذ: د موضوع شنني کتاب له پاڼو څخه

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته