د مور په شیدو کي ۸۰ ګټې
محمد شفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
لومړۍ برخه
۱: هغه ماشومان چې د مور شیدې خوري تل ئي د بدن د حرارت درجه ثابته وي .
۲: دا چې د انسان شیدې دماشوم لپاره ډیرې اړیني دي نو پکار ده چې و ماشوم ته تر ۱۲ میاشتو پوري او یا هم اضافه شیدې ورکول شي .
۳: د مورتی د ماشوم ټولې غوښتنیې پوره کوي ، دا ځکه چي په دې حالت کې دواړه د ارامۍ احساس کوي ، د شیدو ورکولو پرمهال مور بي راحته او بې سکونه نه وي .
۴: د مور شیدې یوه مکمله غذا ده ، او د ماشوم په کې مهم رول لري ، د مور شیدې ترټولو مصنوعي شیدو او یا هم کوم بل حیوان تر شیدو غوره او بهتره دی .
۵: هغه انجونې چې په پوډري شیدو لویاني شوي وي ، په ځوانۍ کي د هغو د سینو د سرو د سرطان امکان شته نسبت و هغو انجونو ته چې د مور شیدې ئي رودلي وي .
۶: هغه ماشوم چې په پوډري شیدو لوی شوي وي د هغو ماشومانو ذهن کمزوری او حفظه يي هم کمزورې وي ، په سوزرلینډ کې پر )۱۰۰۰( ماشومانو باندي تجربه وشوه ، هغه ماشومانو چې د مور شیدې يي نه وي رودلي هغه ډیر کمزوری وه .
۷: د مور شیدې په ښه ډول سره جوړي شوي دي ، درجه حرارت ئې ثابته ده ، د ماشوم د هضمیې لپاره ډیرې مناسبې دي او ټول مواد پکښي شتون لري ، چې دا مواد د ماشوم د عمر مطابق بدلون مومي .
۸: د مور شیدي د نوي زیږول شوي ماشوم په نس کې چې کومه لزوجي ماده دمکونیوم (Meconium) په نامه سره یاديږي و هغه ته حرکت ورکوي او د ماشوم له وجوده ئې غورځوي .
۹: د مور شیدې د ماشوم د بدن دفاعي نظام قوي کوي ، له همدې کبله د مور شیدې دا کومک کوي چې ماشوم د هر ډول بکټریاو او وایرسونو په مقابل کې مقاومت وکړي .
۱۰: د مور شیدې د انسان په بدن کې ډیر ښه او ژر هضمیږي ، دا ځکه چې د انسان په شیدو کې د انسان په شیدو کې انزایمونه شتون لري .
۱۱: د تي رودل د مور رحم و خپل اصلي حالت ته راولی ، د ښځې رحم هغه وخت چې ماشوم پکښې وي ( ۲۰ ) ځله تر خپل عادي حالت غټیږي ، هغه میندې چې شدې و ماشوم ته نه ورکوي د هغه رحم پخپل حالت باندي غټ پاته کیږي .
۱۲: و ماشوم ته شیدې ورکول هغه وینه ډیر ژر بند وي چې د ماشوم د زیږیدو وروسته راځي .
۱۳: د مور شیدې د ماشوم د پاره هم دوا ده او هم غذا ده .
۱۴: شیدې ورکول د مور وزن کموي ، په واسط او ډول سره د شیدو ورکولو پر مهال مورو ( ۵۰۰ ) کالوریو ته اړتیا لري ، چې له همدې کبله ښځه نه پريږدي چې ډیره چاغه شي .
۱۵: ټولو نړیوالو سازمانونو دا تائید کړیده چې ماشوم ته باید د مور شیدې ورکول شي . چې په دې کې ( WHO ) او (UNICEF ( هم شامل دي .
۱۶: د مور شیدې د ماشوم د زړه د تکلیفونو درملنه ده .
۱۷: پوډري شیدې په ماشومانو کې شکره ( ( Diabetes زیاتوي .
۱۸: شیدې ورکول د انسولینو زیاته غوښتنه کموي ، یعني هغه مور چې شیدې ورکوي هغه به ډیرو انسولینو ته اړتیا نه لري .
۱۹: که ښځه و ماشوم ته شیدې ورنکړي نو ښځه به درحم په سرطان اخته شي .
۲۰: که ښځه و ماشوم ته شیدې ورنکړي نو د تخمدان په سرطان به اخته شي .
نور ان شاءالله بيا
ماخذ : اسلام اونوې ساینسي څیړنې
www.taleemulislam.net