لیکنه: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اسان فقهي اصطلاحات
(دیارلسمه برخه)
(ظ)
ظاهر مذهب یا ظاهرالروایة: د دې څخه هغه مسائل مراد دي چي په مبسوط، جامع کبیر، جامع صغیر، سیر کبیر، سیر صغیر او زیادات کي راغلي وي(دا شپږ واړه د امام محمد (رح) تصنیفات دي).
ظهار: خپله ښځه دخپلي مور سره تشبیه کول دمثال په ډول دمور او خور سره په حرمت کي تشبیه کول.
www.taleemulislam.net