تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رزق د پراخۍ او برکت اته اسباب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 24, 2024
  0

ژباړه: محمد ریحان محمدي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د رزق د پراخۍ او برکت اته اسباب


۱. تقواء اختیارول


الله تعالی فرمایي: وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُۥ مَخْرَجًا وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ ۚ (الطلاق: ۲ - ۳)
او څوك چي له الله څخه ویریږي (تقواء اختیار کړي)، الله به د هغه لپاره له ستونزو څخه د وتلو كومه لاره پېدا کړي او هغه ته به له داسي لاري څخه روزي ورکړي، چي هغه لوري ته یې ګومان هم نه رسیږي.

 
۲. پر الله تعالی توکل


رسول الله صلی الله فرمایي: په الله قسم که تاسو پر الله تعالی حق توکل وکړئ تاسو ته به داسي رزق درکوي لکه څنګه چي یې مرغانو ته ورکوي چي سهار وږي له خپل ځای څخه ووځي او د ورځي په اخیر کي ډک ججوري خپلي ځالي ته راګرځي. أخرجه الترمذي (۲۳۴۴)  


۳. سعی او ګرځلاو


الله تعالی فرمایي: هُوَ الَّذِى جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِى مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِۦ ۖ  (المُلك : ۱۵) 
هغه ذات چي ستاسي لپاره یې ځمکه پسته هواره او تابع کړېده، د هغې پر سينه باندي ګرځئ او د خداى روزي خورئ.


۴. صدقه (خیر و خیرات) ورکول


الله تعالی فرمایي: وَمَآ أَنفَقْتُم مِّن شَىْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُۥ ۖ وَهُوَ خَيْرُ الرّٰزِقِينَ (سَبَإ : ۳۹)
څه چي تاسي لګوئ (صدقه كوئ)، د هغه پر ځاى هماغه الله تاسي ته نور دركوي. هغه تر ټولو روزي وركوونكو څخه ښه روزي وركوونكى دى." 


۵. لمونځ


الله تعالی فرمایي: وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلٰوةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا ۖ لَا نَسْـَٔلُكَ رِزْقًا ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُكَ ۗ وَالْعٰقِبَةُ لِلتَّقْوٰى (طٰه : ۱۳۲)
خپلي كورنۍ ته د لمانځه توصيه وکړه او په خپله هم د هغه پابند اوسه. موږ ستا څخه كومه روزي نه غواړو؛ روزي خو موږ تا ته دركوو او د عاقبت ښېګڼه د پرهېزګارۍ لپاره ده. 


۶. واده کول


الله تعالی فرمایي: وَأَنكِحُوا الْأَيٰمٰى مِنكُمْ وَالصّٰلِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَآئِكُمْ ۚ إِن يَكُونُوا فُقَرَآءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ ۗ وَاللَّهُ وٰسِعٌ عَلِيمٌ (النُّور :  ۳۲]
ستاسي څخه چي كوم كسان (سړي يا ښځي) مجرد وي، او ستاسي له مینزو او مريانو څخه چي څوك نېكان وي، د هغو سره نكاح وکړئ. كه هغوى بېوزلي وي، نو الله به په خپلي مهربانۍ سره هغوى شتمن کړي. الله ښه پراختيا راوستونكى او د علم  څښتن دى. 


۷. جلاوالی


که چیري د خاوند او مېرمني ترمنځ اختلافات او جنجالونه زیات وي نو معلومه خبره ده چې پر ټوله کورنۍ ناوړه اثرات پرېږدي او د رزق د تنګون لامل هم ګرځي، په داسي حالاتو کي چي د بدبختیو او اختلافاتو دفع وسي؛ جلاوالی د غنی باعث ګرځي.


الله تعالی فرمایي: وَإِن يَتَفَرَّقَا يُغْنِ اللَّهُ كُلًّا مِّن سَعَتِهِۦ ۚ وَكَانَ اللَّهُ وٰسِعًا حَكِيمًا (النِّسَاء :۱۳۰)


خو كه (مېړه او ميرمن) يو له بله (په طلاق سره) بېل هم شي؛ نو الله به په خپل پراخ قدرت سره هر يو بل ته له محتاجۍ څخه بې نيازه کړي. د الله د لوريني لمن ډېره پراخه ده او هغه د حكمت خاوند دئ. 


۸. دعاء


دعاء کول د رزق د پراخوالي له لویو او مهمو اسبابو څخه ګڼل کیږي.


د زکریا علیه السلام په اړه الله تعالی فرمایي: چې کله هغه د مریم علیها السلام کوټې ته داخلیږي؛ نو د هغې سره مختلف النوع مېوې او د خوراک مختلف ډولونه ویني نو پوښتنه ځني کوي چې دا د کومه سوه؟ مریم علیها السلام ورته فرمایي چي دا د الله تعالی له طرفه څخه دي او د الله تعالي چي چا ته خوښه سي بې حسابه روزی ورکوي.


علماء فرمایي: چې د مریم علیها السلام دا قول ددې علیها السلام پر دعا دلالت کوي.


الله تعالی دا قصه په ال عمران سورة کي داسي فرمایي: كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا الْمِحْرَابَ وَجَدَ عِندَهَا رِزْقًا ۖ قَالَ يٰمَرْيَمُ أَنّٰى لَكِ هٰذَا ۖ قَالَتْ هُوَ مِنْ عِندِ اللَّهِ ۖ إِنَّ اللَّهَ يَرْزُقُ مَن يَشَآءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ (آل عِمرَان : ۳۷)


زكريا (علیه السلام) به چي هر وخت محراب کي هغې (مریم) ته ورتله، نو له هغې (مریم) سره به یې د خوراك او څښاك څه ناڅه موندل. پوښتنه به یې كوله: "مريم! دا تا ته له كومه راځي؟" - هغې به ځواب ورکاوه: "د الله له لوري راغلي دي."-  د الله چي چا ته خوښه شي بې حسابه روزي وركوي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته