تازه سرليکونه
د (فتوا حج او عمره) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د مور، پلار...ورور پر ځای حج کول
 
  July 30, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره: ۴

نوم : حاجي عبدالواحد 

سوال : که چا خپل فرض حج کړی وی د مور او پلار پر ځای هم حج وکړی لومړی حج د چا کيږی؟ دوهم سوال: د خپل شهید ورور پر ځای حج کولای سی

جواب : د کنزالدقائق په شرح کي راځي:

أَنَّ الْإِنْسَانَ لَهُ أَنْ يَجْعَلَ ثَوَابَ عَمَلِهِ لِغَيْرِهِ عِنْدَ أَهْلِ السُّنَّةِ وَالْجَمَاعَةِ صَلَاةً كَانَ أَوْ صَوْمًا أَوْ حَجًّا أَوْ صَدَقَةً أَوْ قِرَاءَةَ قُرْآنٍ أَوْ الْأَذْكَارَ إلَى غَيْرِ ذَلِكَ مِنْ جَمِيعِ أَنْوَاعِ الْبِرِّ ، وَيَصِلُ ذَلِكَ إلَى الْمَيِّتِ وَيَنْفَعُهُ. (۱)
 
یعني د اهل السنت والجماعت په نزد انسان کولای سي چي د خپل عمل ثواب و بل چا ته وبخښي، هغه که لمونځ وي، که روژه وي، که حج وي، که صدقه وي، که د قرانکریم ویل وي، یا اذکار وي او یا نور داسي نیک کارونه وي. ثواب یې مړي ته رسيږي او هغه ته ګټه رسولای سي. 

د فرضي حج یا نفلي حج وروسته حج بدل کولای سي لیکن په حج بدل کي نیت حتمي دی. هغه په دې ډول چي دا حج د چا لپاره کوم. د مور د پاره به جلا حج کوي، د پلار د پاره به جلا حج کوي، د نیکه د پاره به جلا حج کوي او همدا ډول د ورور د پاره جلا نیت حتمي او ضروري دی. 

ځکه په جوهرة النیرة کي وايي:
 
الْحَجُّ فِي اللُّغَةِ عِبَارَةٌ عَنْ الْقَصْدِ...(۲)
 
یعني حج په لغت کي د ارادې او نیت څخه عبارت دی.

او که یو چا نفلي حج وکړی نو ددغه نفلي حج ثوابونه و هر چا ته بخښلای سي، هغه که یوه نفر ته بخښي او که یې ډېرو کسانو ته بخښي.

جواب: مولوي عبدالسلام
کتنه: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): تبیین الحقائق شرح کنزالدقائق: ج ۵، ص ۱۳۱،
(۲): الجوهرة النیرة: ج ۲، ص ۷۳
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته