لیکنه: علي الله متوکل/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
"وخت " ډېر سر زوری دئ، حتی د هیچا په کیسه کي هم نه دئ. نه چاته دریږي، نه چاته کراریږي او نه څوک په بغل کي ورسره اخلي. نه د شتمن لحاظ لري او نه د نېستمن، نه باچا ته دريږي نه ګدا ته.
او جالبه بیا داده، چي له پیدا کېدو څخه بیا تر مرګه د انسان ملګری وي، خو تردې حده تېز روان دئ، چي د ملګري لحاظ هم نه لري.
"وخت" هغه سرمایه ده، چي په هیڅ قیمت بیرته لاس ته نه راځي. نامي هغه دئ، چي ګټه ئې ځني واخیستل. همدا "وخت" دئ، چي ماشومتوب په بازی، ځواني په مستی او بوډاتوب په پښېمانی راباندي تېر کړي.
هره ورځ مو په دې غولوي "چي نن ئې پرېږده سبا به ئې وکړې".
چي موږ ولاړ یو، "وخت " روان وي، چي موږ بیده یو، دی روان وي، که موږ روان یو، هم دی روان وي. وخت سرزوره ګرسره نه دریږي. بده خبره بیا داده، چي کله کله همداغه وخت بیرته و موږ ته دا را پیادوي، چي پښېماني وکه. افسوس وکه، په تېر پسې وژاړه. وام ګرسره زړ سوی نه لري.
د وخت سره به څه چم کوو؟
اسانه ده، دونده غټ چم ته اړتیا نسته، ماسکي به دا لاندي خبري عملي کړو:
-پردې خبره باور ولره، چي د حساب په ورځ به الله پوښتنه کوي، چي"عمر دي پر څه شي تېر کړ؟"
-مهالوېش به ورته جوړ کړو.
-هدفونه به وټاکو، او هغوی ته به سخت کار وکړو.
-ضروري کارونه به اول او غیرضروري به وروسته کړو.
-د کال او میاشتي پر ځای به و دقیقې او ثانیې ته حساب وکړو.
-رب العالمین ته به دعا وکړو، چي کارونه مو را سم او د عبادت توفیق راکړي.
www.taleemulislam.net