د امت یووالی
(څلورمه برخه)
لیکوال: مفتي محمد شفیع عثماني رح
ژباړن: مولوي رحمت الله نړیوال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یوه مهمه کیسه
یوه مهمه او له عبرته ډکه کیسه غواړم درسره شریکه کړم، په قادیان (د پاکستان پنجاب يو ښار دی) کي هر کال زموږ غونډه کيدله او سیدي حضرت مولانا انورشاه کشمیري رح هم پکښي ګډون کاوی، یو کال یې همدې غونډي ته تشریف راوړ، زه هم ورسره وم، یوه ورځ د سهار له لمانځه وروسته په تیاره کي ورغلم، چي ګورم سر يې په لاسونو کي نیولی دی، ډیر غمجن ناست دئ، ما ځني وپوښتل محترمه! طبیعت دي څنګه دئ؟ ویل، ښه یم، ښاغلې طبیعت مي څه کوې، عمر مې ضایع سو.
ما ورته وویل محترمه! ستا ټول عمر د علم په چوپړ کي او د دین په خپراوي کي تیر سو، زرګونه علماء دي شاګردان دي، مشهوره څیرو ستا څخه ګټه اخیستې او ددین په خدمت کي بوخت دي، که ستا عمر هم ضایع سوی وي؛ نو د چا عمر به په کار لوېدلی وي؟
ویې فرمایل: زه درته صحیح وایم، عمر مې ضایع سو.
ما ورته ویل، محترمه! څه خبره ده؟
وې فرمایل: زموږ د عمر، زموږ د ویناوو، زموږ د ټولو هڅو خلاصه دا سوه چي پر نورو مذهبونو حنفیت راجح وګرځوو او د امام ابوحنیفه رح د مسئلو دلیلونه وپلټو، دا زموږ د هڅو، ویناوو او د علمي ژوند خلاصه سوه.
اوس فکر کوم، ګورم چي په څه کي مي عمر تباه کړی؟ ایا امام ابوحنیفه رح زموږ و ترجیح ته اړ دی؟ چي احسان ورباندي وکړو، هغه ته چي الله جل جلاله کوم مقام ورکړی؛ هغه مقام خپله په خلکو ځان مني، هغه موږ ته اړتیا نلري.
او د امام شافعي رح، امام مالک رح، امام احمد بن حنبل رح او د نورو مسلکونو فقهاء د چا په خلاف چي موږ دا ترجیح قایموو، ددې څه ګټه ده؟ له دې پرته هیڅ نسته چي موږ ډیر تر ډیره خپل مذهب (صواب محتمل الخطأ) صحیح مذهب چي د خطاء احتمال ولري، ثابت کړو او و نورو مذاهبو ته (خطأ محتمل الصواب) غلط مذهب چي د صحیح کيدو احتمال یې سته، ووایو، دا ټول بحثونه، تحقیقات او څېړني چي موږ پکښي بوخت یو، له دې پرته بله هیڅ پایله نلري.
بیا یې وفرمایل: ښاغلې! ددې خو په محشر کي هم راز نه افشا کیږي چي کوم مسلک حق او کوم باطل ؤ، په اجتهادي مسایلو کي نه یواځي دا چي په دنیا کي یې پرېکړه نسي کېدلای، بلکي موږ د بشپړ څېړني او هڅي وروسته همدا ویلای سو چي دا هم صحیح دی، یا دا چي دا صحیح دئ خو احتمال سته چي غلط دي وي او هغه غلط دی؛ خو له دې احتماله سره چي صحیح دي وي، په دنیا کي خو همدا دئ، په قبر کي هم نکیر او منکر پوښتنه نه کوي چي رفع الیدین حق ؤ که ترک رفع الیدین؟ آمین بالجهر حق ؤ که آمین بالسر؟ په برزخ کي هم ددې په اړه پوښتنه نه کیږي او په قبر کي هم دا پوښتنه نه کیږي.
د حضرت شاه صاحب رح الفاظ دا ول: الله جل جلاله نه امام شافعي رح رسوا کوي او نه امام ابوحنیفه رح، نه امام مالک رح رسوا کوي او احمد بن حنبل رح، څوک چي الله جل جلاله د خپل دین د پوهي په انعام نازولی وي، چا چي د هدایت رڼا پر څلورو خواوو خوره کړې وي، د چا چي ژوند د سنت رڼا په خورولو کي تیر سوی وي، هغوی الله هيڅکله نه رسوا کوي، چي هلته یې د محشر په میدان کي ودروي او دا معلوم کړي چي امام ابوحنیفه رح صحیح ویلي ؤ او امام شافعي رح غلط ویلي ؤ یا ددې پر خلاف، داسي هیڅکله نه کیږي.
نو کوم څه چي نه په دنیا کي څرګندیږي، نه په برزخ او نه په محشر کي، د هغه په تعقیب کي موږ خپل عمر ضایع کړی، خپل ټول ځواک مي پکښي صرف کړی او کوم څه چي د اسلام صحیح دعوت او بلنه ده، متفق علیه او د ټولو چي ورباندي اتفاق دی او ددین ضروریات چي د ټولو په نزد مهم دي، د کوم څه دعوت چي انبیاء کرام علیهم السلام راوړی دئ، د کوم څه ددعوت د عامولو چي موږ ته امر سوی دئ او هغه منکرات چي د هغه د ختمولو کوشش پر موږ فرض سوی دئ، نن دا مهم دعوت پاته دئ، دا د دین ضروریات د خلکو له سترګو پټیږي، خپل او پردي یې د پټولو هڅه کوي او هغه منکرات چي د هغه په ړنګولو کي زموږ عمر صرفول په کار ؤ؛ هغه خوریږي او ګمراهي خوریږي، الحاد مخ پر وړاندي روان دی، کفر او بت پرستي روانه ده، د حلال او حرامو توپیر ختمیږي، خو موږ په دې فرعي او جزئي بحثونو کي بوخت یو.
حضرت شاه صاحب رح وفرمایل ځکه غمجن ناست یم، احساس کوم چي عمر مي ضایع کړی.
www.taleemulislam.net