تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ما په خپله ګټه سرای را نیولی، په دغه سرای
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 1, 2024
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۱۱۷۶)
نوم: حاجي محمد    
                                                                                                                               
د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان)
 
سوال: پنځه ویشت کاله کیږي چي زه او  ورور سره جلا سوي يو، ده خپل ځان ته ګټه کول او  ما و خپل ځانته ګټه کول، خو ما به کله له ده سره مرسته کول او ده ته به مي پيسې ور استولې ځکه دی غریب و ما په خپله ګټه سرای را نیوي اوس دی دعوه کوي چي زه او ته په دې سرای کي سره شریکان یو ، نو ایا دی زما په سرای او زما په نوره  دنیا راسره شریک بلل کیږي که یا؟
 
او مور، پلار او خویندي هم لرم نو آیا هغوي هم حق لري  که یا؟
 
 جواب: حامداً و مصلياً
که د وړونو تر منځ شراکت نه وي او هر یوه د ځان له  پاره کار کړی وي په دې صورت کي هر ورور د خپلي ګټي مالک دی،نور وروڼه او خویندي د ده په ملکیت کي حق نه لري.
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): جب ان دونوں بیٹوں نے جدا جدا کمایا اور اپنے اپنے مال مکسوبہ سے علیحده علیحده جائداد خریدی اور مکانات  وغیره بنوائے، تو ہر ایک اپنے اپنے مکسوبہ اور جائداد خرید کرده کا مالک ہوگا …
 
  قال فی ردالمحتار: یؤمن هذا قال  ما أفتى به في الخيرية في زوج امرأة وابنها اجتمعا في دار واحدة وأخذ كل منهما يكتسب على حدة ويجمعان كسبهما ولا يعلم التفاوت ولا التساوي ولا التمييز .
 
فأجاب بأنه بينهما سوية ، وكذا لو اجتمع إخوة يعملون في تركة أبيهم ونما المال فهو بينهم سوية. ... الخ، اس عبار میں قید و یجمعان کسبهما .. الخ، سے معلوم ہوا کہ اگر وه دونوں باہم اپنے مکسوبہ مال کو جمع نه کریں تو ہر ایک اپنے اپنے مکسوبہ مال و جائدا کا مالک ہے۔  لاخفاء فیه. فتاوي دارالعلوم دیوبند: ج۱۲، ص۷۳- ۷۴. حواله عربی: ردالمحتار: ج۳، ص۳۸۳.  و کذا فی فتاوي حقانیة: ج۶، ص۳۳۹.
 
 
جواب: مولوي  عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته