د امام اعظم ابوحنیفه رحمة الله علیه د پلار تر وفات وروسته امام صاحب ته د خپلي مور د خدمت ښه موقع په لاس ورغله، د امام صاحب مور یوه ساده مزاجه ښځه وه، هغې یوازي هغو علماوو ته عقیده لرل چي هغو به د ژبي په زور عوام خلګ راجبلول. نو هغې ته به چي کله یو سوال پیدا سوو نو د خپل زوی څخه يې پوښتنه نه کول بلکي د کوفې ښار د یوه مشهور واعظ عمر بن ذر څخه به يې پوښته کول چي هغه د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په شاګردانو کي لا هم نه راتلی.
عجبه خبره لا دا وه چي خپل زوی چي د وخت ستر امام وو هغه ته به يې امر وکړی چي ورسه د هغه عالم څخه ددغي مسئلې جواب ما ته راوړه.
نو کله چي به امام اعظم صاحب د هغه واعظ څخه مسئله پوښتل نو هغه به ډېر شرمنده کېدی او ورته ویل به یې چي زه ستا په مخ کي څنګه خبره وکړم؟ یعني ته خو د وخت ستر مجتهد امام يې! نو امام صاحب رحمة الله علیه به ورته وویل چي مور مي همداسي امر را ته کړی دی. نو اکثره وخت به داسي هم کېدل چي د هغه واعظ به مسئله نه وه زده نو امام صاحب ته به یې وویل چي زما خو دا مسئله نه ده زده ته يې ما ته ووایه بیا به یې زه تا ته تکرار کم.
سرچینه: د تعلیم الاسلام راډيو د ارشیف څخه