تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو/ پر هیچا بد ګُمان مه کوئ!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 2, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

(څلرويشتمه برخه)


پر هیچا بد ګُمان مه کوئ!


پر هیچا شک مه کوئ! ځکه زړونه د لوی مهربان څښتن په واک کي دي، چي په هر شکل وغواړي، هغه اړولای سي، ځیني خلک د خپلو ګناهونو له پرېښولو څخه هیڅ فاصله نه سي نیولای، مګر دا چي صادقانه نصیحت هغوی ته واورول سي.


زادان کندي په نوم یو سندر غاړی وو او د الله جل جلاله د ناصالحو بندګانو له جملې څخه وو.


یو وخت هغه په لاره کي ناست وو، سندري یې ویلې، ملګري یې هم شاوخوا ورباندي راګرځېدلي وه او لاسونه یې ورته ټکول، په دې وخت کي عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د هغه څنګ ته تېرېدی، نو هغوی یې د دې کار څخه منع کړل او د زادان ملګري هم پر خپله لار ولاړل، بیا یې د زادان لاس ونیوی او ورته و یې ویل: که په دې ښکلي ږغ د خدای جل جلاله کتاب تلاوت سي، څومره به ښه وي. نور یې هیڅ و نه ویل او پر خپله لار روان سو.


زادان خپلو ملګرو ته ور ږغ کړل، هغوی بيرته راغلل او ورته و یې ویل: دا څوک وو!؟ ده ورته وویل: عبدالله بن مسعود.


هغوی وویل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه جلیل القدر صحابي؟


ده وویل: هو! هم هغه وو.


په دې حالت کي زادان په ژړا سو، ولاړ سو او پر مځکه یې خپل رباب ووهی، مات یې کړ، بیا یې په چټکۍ سره ابن مسعود رضی الله عنه ته ځان ورساوه او ورته وې ژړل.


ابن مسعود هغه په غېږ کي ټینګ ونیوی او ورسره په ژړا سو، بیا یې ورته وویل: زه څنګه له هغه چا سره مینه و نه کړم، چي الله جل جلاله مینه ور سره لري، چي تر دې وروسته بیا زادان کندي د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه خادم جوړ سو، قرآنکریم یې زده کړ او د علم د امامانو څخه سو.


نو قدرمنو لوستونکو! د دې لامل څه کېږي، چي یو بد کار ووینو او بیا هم دغه بد کارو خلکو ته په خپله ژبه نصیحت و نه کړو!؟ یا هغوی ته یو رښتینی او دین ته د بلني لیک ولیکو، په دې سره به مو څه کم سي، چي د شپې په تیاره کي خپل مهربان څښتن ته د دعا لاسونه پورته کړو او د هغه چا څخه دعا وغواړو، چي د زړونو واک د هغه په لاس کي دی، ترڅو هغه کسان چي د صراط مستقیم لاري څخه منحرف سوي دي، د شیطاني وسوسو څخه نجات پیدا کړي او هدایت ورته وسي.


نو راسئ! لاس تر زني کښېناستل پرېږدو، له کمزورتیا څخه ډډه وکړو او راحت طلبي خوشي کړو.


په بې ثباتۍ او سستۍ کي ژوند، بې دلیله خوښي او د کورنۍ په منځ کي ناسته، صرف خوراک او څښاک، آیا دا د څارویو په څېر ژوند نه دی؟


هو! بلکل ژوند دا نه دی، چي د رمې په څېر د شپانه له خوا بېلابېلو لورو ته ولاړ اوسي او هیڅکله هم په خپله رهنما او رهبر و نه اوسي.


اصلي خوښي یعني د خدای جل جلاله د دین رسونه، د الهي ارشاداتو او نبوي مرغلرو عملي کول، له سستۍ ځان ژغورل، تل زحمت ګالل، خپل آبدیت سمول، نورو ته خوښي وربخښل، که دوی په لومړي وار ستا نصیحت و نه مني، مه مایوسه کېږه!


تاسو د امام عبدالعزیز بن عبدالله بن باز رحمة الله حال وګورئ، چي یوه ورځ له دعوت کوونکو څخه یو ده ته راغی، ترڅو د هغه چا په باره کي مرسته وغواړي، چي منکرات خپروي.


شېخ صاحب ورته وویل: یو لیک ورته ولیکه او نصیحت ورته وکړه.


هغه وویل: اې شېخ صاحب! ما لیک ورته ولیکی، خو د خپل کار څخه یې لاس وا نه خیستی.


شېخ صاحب وویل: بل لیک ورته ولیکه.


هغه وویل: ما ورته بل لیک هم ولیکی.


شېخ صاحب وویل: درېیم لیک ورته ولیکه.


یو بل تن بیا وویل: اې شېخ صاحب! ترڅو به لیکونه ورته لیکي؟ هغه د حق څخه مخ اړوونکی دئ، هیڅ نصیحت نه مني.


شېخ صاحب وویل: په خدای قسم یو وار ما د بدیو کوونکو یوې ډلي ته سل واره لیک ولیکی، ترڅو هغوی له خپل کار څخه لاس پر سر سي. هو! دا زموږ د جیدو علماوو لوړ همت او قوي اراده ده، چي هیڅکله په خپل زړه کي ناهیلۍ ته ځای نه ورکوي.

 

نور بیا...

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته