لیکنه :مياخيل حشمت الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
امام غزالى رحمه الله نقل کوي چه حضرت يحيى علیه السلام يو ځل د شيطان نه پوښتنه وکړۀ چه تا ته د ټولو نه زيات محبوب څوک دى !
او د ټولو نه زيات نفرت دى د چا څخه کوي ؟ هغه ووىل چه زما د ټولو زيات محبت د مؤمن بخيل سره دى، او د ټولو نه زيات نفرت مى د فاسق سخى نه دى.
ده ورته وفرمايل چه داولى؟ هغۀ عرض وکړۀ چه بخيل خو د خپل بخل په وجه ما بى فکره کړى، يعنى: د هغۀ بُخل بس دوزخ ته د بویولو د پاره کافى دى.
خو فاسق سخى باندى ځۀ هروخت په دې فکر کى يم چه چيرته الله تعالى هغۀ ته د سخاوت په وجه معافى ونکړى.
ماخذ:(احياء العلوم، فضائل صدقات)